وروستۍ خدای په اماني /پوهنمل حاجی محمد نوزادی

0 965

 

د Ekstra bladet پنامه ډنمارکي ژبي ورځپاڼي د روان ۲۰۱۸ کال د جنوري په لومړي نیڼه یو ډیر هیښونکی مطلب نشر کړیدي چي څنګه یو  مین انسان د خپلي محبوبي د رښتیني میني په اړه چي د سرطان سره یې د روغتون په بستر کي شپې تیرولي ، د وفا سمبول و ګرځید . دادي د نوموړي خبر پښتو ژباړه ولولي :

« د سرطان په ناروغۍ اخته پیغلي د ژوند تر ټولو لویه ارزو د مرګ نه څو ساعته وړاندي تر سره سوه . د پیغلي Heather Mosher د تیو (سینې) د سرطان ناروغۍ تشخیص د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په میاشت کي و سو. پر دغي پیغلي عاشق ځوان د دې خبر په ارویدو سره سم دستي د دې د ژغورلو په لټه کي سو. ۳۵ کلن ځوان Dave Mosher چي پر دغي پیغلي باندي مین وو، د امریکا ABC News تلویزیون ته وویل چي د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر په ۲۳ نیڼه مو ولیده چي د دې په تي کي یوه غوټه (غده)  پیدا سوې ده او په دغه ورځ مي ډاکتر ته بوتله. ناروغي پیغلي د ناروغۍ تر تشخیص وروسته دوې دوري د شیموتراپی (د درملو معالجه) درملنه د دوه ځلي جراحي عملیاتو سره تیره کړه، مګر له بده مرغه لکه څنګه چي تمه کیده، ګټه یې و نکړه. په پای کي دغو دواړو مینانو پریکړه وکړه چي د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په ۳۰ نیټه به واده سره کوي. معالج ډاکتر دا نيټه ډیره ناوخته وبلل او مشوره یې ورکړه چي څومره کولای سي، د واده نیټه دي را مخته کړي. د دغي مشورې سره سم د واده نیټه د ډیسمبر ۲۲ نیټه و ټاکل سوه او پدغه نیټه یې د واده چاري د روغتون په هغه اطاق کي تر سره سوه چي Heather Mosher په بستر کي پرته وه. د Christina Karas پنامه د پیغلي یوې ملګري نوموړي تلویزیون ته وویل ، موږ ټول پوهیدلو چي د واده د مراسمو پر مهال دا زکندن ته نژدې په یوه حالت کي وه مګر په ټول قوت یې هڅه کول څو ځان ژوندۍ و ښئي او د هغه چا سره د واده څخه خوند واخلي چي ددې د خیال لویه او یوازنۍ ارزو وه . پدې توګه د پیغلي او ځوان واده وسو. د نکاح تر مراسمو او د دي د ارزو د تر سره کیدو یوازي ۱۸ ساعته وروسته ځواني ناوي سترګي پټي کړي او په ابدي خوب ویده سوه .

د ډیسمبر په ۳۰ نیټه یاني په هغه ورځ چي په لومړي ځل د دي د واده د پاره ټاکل سوې وه، د جنازي مراسم یې تر سره او تورو خاورو ته وسپارل سوه .

Dave Mosher په هم هغه امریکایي تلویزیون کي وویل: دا هغه ورځ وه چي ما غوښته خپله محبوبه د واده په جامو کي په غیز کي و نیسم، خو په همدغه ورځ مي په اوښلنو سترګو د تل د پاره خدای په اماني ور سره و کړه» .

دا وو د میني او وفا یو ستر سمبول چي یوازی یو رښتینی انسان یې تر سره کولای سي.  پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply