د بلخ ديکتاتور :
نظام بايد اصلاح شي، کنه د سقوط په تړاو يې بايد فکر وشي
نوموړی بايد اصلاح ((سمون)) لومړی له ځان، بيا يې له خپلې ټلوالې نه شروع کړي او بيا له نظام نه
له جهادي ((اسلامي غلا)) نه مخکې بايد د نوموړي د پلار ونېکه منقول و غيرمنقول شتمني وپلټل شي
فأين هذا وأين ما يجري اليوم في زماننا؟ الحجاج كان يقتل من يتخلف عن الجهاد، واليوم يُقتل من يدعوا للجهاد! الحجاج كان أفصح الناس، وكان حريصاً على اللغة العربية لذلك عرّب الدواوين، واليوم بعض الحكام لا يستطيع أن يقرأ صفحة من ورقة مشكّلة! الحجاج فتح البلاد الواسعة، وبعض الحكام اليوم يبيعها للكفار. الحجاج كان يقرئ القرآن كل ثلاث ليالٍ، وهو الذي أمر بتشكيله وحفظه، فيما يُحارب اليوم من يُعلمه في بعض بلاد المسلمين. الحجاج مات ولم يترك إلا 300 درهم، وبعض حكامنا يملكون مليارات الدولارات. بل هم أغنى أغنياء العالم بتقرير فوربس. الحجاج ما تلتطخ اسمه قط بالفروج والخمور، وأما في عصرنا … الله المستعان. ثم تقول حالنا اليوم أفضل؟ لقد هزلت حتى بان هزالها.
حجاج بن يوسف چې په اسلامي تاريخ او په اسلامي ټولنه کې ښه مخينه نه لري، ولې له دومره فتوحاتو سره يې بيا هم دومره څه نقد او جنس نه لرل، لکه نن يې چې يې زموږ جهادي لنډه غران ((اسلامي بېباکه غله)) يې لري. بيت المال يې د جهاد او د اسلام په نوم چور کړ. کله چې مړ شو درې سوه درهمه (300) يې لرل. د ډاګي زوی نن دوه ميليارده ډالره له کومه کړل؟
Hajjaj ibn yousuf feared the dua of ulemas against him so once he invited them for dinner and gave them food from haram earning and then said to himself “now I do not have to fear from their dua’s against me”.
حجاج په دې پوهېده چې په حرامو سره الله تعالی د چا دوعا نه قبلوي. روايت دی چې يوه ورځ علماو له حرام مال نه ماښامنۍ تياره کړه او ماښامنۍ ته يې راوبلل. که چې ډوډۍ ((ماښامنۍ)) يې وخوړه، نو له ځان سره يې وويل : ((نور ستاسې له ښيراو نه – نه وېرېږم)). د بلخ ديکتاتور دې پرې سوچ وکړي چې مال يې حلال دی او که حرام؟
د نظام دننه پينځم ستون : محمد ايمل
| ګڼه | جهادي چارواکی | پانګه يې |
| ۱. | عطا محمد نور | 2 ميليارد ډالر |
| ۲. | قسيم فهيم | 1.5 ميليارد ډالر(چی اوس يې اديب جان ځای ناستی دی) |
| ۳. | استاد ربانی | 1.2 ميليارد ډالره چی اوس يې ورباندی د اولادو خپلو منځونو کې جنګ دی |
| ۴. | د احمدشاه مسعود ورونه او زوی احمد مسعود | 1.1 ميليارد ډالر |
| ۵. | محمود کرزی | 845 ميليونه ډالر |
| ۶. | گل آغا شيرزی | 810 ميليونه ډالر |
| ۷. | عبدالرشيد دوستم | 810 ميليونه ډالر |
| ۸. | داکترعبدالله | 780 ميليونه ډالر |
| ۹. | حاجی ظاهر قدير | 760 ميليونه ډالر |
| ۱۰. | خليلی | 730 ميليونه ډالر |
| ۱۱. | اسماعيل خان | 720ميليونه ډالر |
| ۱۲. | محمد محقق | 715ميليونه ډالر |
| ۱۳. | استاد سياف | 700 ميليونه ډالر |
| ۱۴. | صبغت الله مجددی | 640 ميليونه ډالر |
| ۱۵. | پيرسيداحمد گيلانی | 530 ميليونه ډالر |
| ۱۶. | رحيم وردگ | 490 ميليونه ډالر |
| ۱۷. | شيخ آصف محسنی | 450 ميليونه ډالر |
| ۱۸. | انورالحق احدی | 420 ميليونه ډالر |
| ۱۹. | بسم الله محمدی | 340 ميليونه ډالر |
| ۲۰. | فاروق وردگ | 320 ميليونه ډالر |
| ۲۱. | سيدحسين انوری | 300 ميليونه ډالر |
| ۲۲. | قانونی | 290 ميليونه ډالر |
| ۲۳. | امان الله گذر | 265 ميليونه ډالر |
| ۲۴. | عبدالرؤوف ابراهيمی | 250 ميليونه ډالر |
| ۲۵. | شيرخان فرنود | 200 ميليونه ډالر |
| ۲۶. | امرالله صالح | 195 ميليونه ډالر |
| ۲۷. | فضل الهادی مسلميار | 180 ميليونه ډالر |
| ۲۸. | خليل الله فروزی | 175 ميليونه ډالر |
| ۲۹. | حسين فهيم | 150 ميليونه ډالر |
| ۳۰. | عمر داودزی | 140 ميليونه ډالر |
| ۳۱. | ملاتره خېل | 100 ميليونه ډالر |
| ۳۲. | امان نو انديش شاروال سابق کابل | 75 ميليونه ډالر |
| ۳۳. | ايوب سالنگی | 55 ميليونه ډالر |
| ۳۴. | صديق چکری (رباط پلورونکی) | 35 ميليونه ډالر |
| ۳۵. | زلمی ويسا | 25 ميليونه ډالر |
| ۳۶. | الله گل مجاهد | 18 ميليونه ډالر |
| ۳۷. | بصير سالنگی | 16 ميليونه ډالر |
| ۳۸. | باز محمد احمدی | 14 ميليونه ډالر |
| ۳۹. | ظاهر اغبر | 12 ميليونه ډالر |
| ۴۰. | کرام الدين کريم | 8 ميليونه ډالر |
| ۴۱. | حضرت علي | ؟؟؟
نوموړي پر هېليکوپټر ليکلي وو ((اين طياره ای شخصي حضرت علي است، کسې حق دعوه ندارد)) شاړی او شخصي الوتکې ته ګوره. پلار يې پر خر سپور شوی نه وو او ده د جهاد په نوم د بيت المال دولتي الوتکه شخصي کړې وه. |
دا هم بايد روښانه شي چې يو لوړپوړی چارواکی پر خپل پوسټ باندې له دريو کلونو زياته موده پاتې کېدای نه شي، دې ولې نژدې يوه نيمه لسيزه پر خپل ځای پاتې دی. څوک يې منفک لا څه ان چې له ولايته تبديلولی هم نه شي او له ولايتي مقامه حکومت ته ګواښنې لا هم کوي، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟
له هوايي ډګره خلک خپل کور ته تښتوي او هلته ترې غوږ خوري، بيا يې هم څوک څارنوالۍ او محکمې ته حاضرولی نه شي، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟
د اسلام ستر دويم خليفه چې له قرآني پلوه د ده او د الله تعالی رايه يوه وه، بيا هم د يو صحابي د نيوکې سره چې دويم زياتي لباس يې اغوستی وو پر منبر ورته په ورين تندي ځواب ورکوي چې دا مې خپل نه، بلکې غوښتی دی. خو د ډاګي ځوی چې غلا يې کړې د خلکو نيوکه نه شي زغملی. له هوايي ډګره يې په زور کور ته وړي چې هغه هم له دولتي واکه ناوړه ګټه پورته کوي. د دروغو اسناد وړاندې کوي. له ځانه پورته لوړ مقاماتو ته پروا نه ساتي، بلکې د هېواد مشر خيال نه ساتي او لا زياتي ګواښنې کوي چې څوک مې له پامه نه راځي او بيا هم له پر خپله دنده پاتې دی، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟
دېته ورته ډېرې نارواوې شته چې د نوموړي او د نوموړي د ټلوالې له لورې شوي او لا په زبر دستۍ سره کيږي، خو بيا يې هم څوک مخه نه شي نيولی، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟
هراتی امير صاحب خپله يو ماهر بالفن غل دی، د مړ زوی په نوم د هديرې په نامه يې دولتي زمکه غلا کړه، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟ ولې د پلار ونېکه هديره نه لري چې هلته يې ښخ کړی وای.
نيلسن مانديلا چې مړ شو خپلې پلرنۍ هديرې ته يې يووړ او هلته يې ښخ کړ. د سعودي پاچا عبدالله چې وفات شو، خپلې هديرې ته يې يووړ، نو ولې د شمال ټلوالې بيا د مسعود، رباني، مارشال، بچه سقاو او داسې نورو، لکه اسماعيل خان بيا د خپلو کورنيو او اولادونو په نوم باندې هم زمکې غصب کړې، نو نظام به څنګه اصلاح شي؟
لږ شرم ورته په کار دی. ان تر دې چې خپل مړي هم د وسلو، چړو، چاقوګانو او برچو سره نمانځي او د خلکو سترګو ته وسلې پورته پورته کوي. عام خلک ترې په بازارونو او کوڅو کې دوه پزې ته راغلي وي. دا ډول نمانځنې خو هېڅ اسلامي مخينه نه لري، نو بيا دا د دروغو د جهاد باټې څه ته وايی؟
په درنښت
سيد حسين پاچا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320