نظم/ عظم الدين عليمي

0 1,210

په دې ورځو کې ځيني افغانان د فيسبوک له لارې له فرعون سره د ارتباط په نوې اختراع خبرې کوي. ځکه مې دا لاندې نظم وليکه:
تـخـصـص مې پـر پـــرون د قـضـاوت دی
پـر هــمـــدغـــه لاره تـلـل راتــــه لـذت دی
د نــن ســتــونـزې سـره نــه لـرم ډېـر کار
تـېـر غـنـدنـه يـا سـتـايـنـه مې حکمت دی
د وطن په کـور کـې ميشت پاشلي غواړم
راتـه غـوره پـه خپل منځ کې عـداوت دی
نـاخـبـر لــه مــلــي گـټـو پـردي ډوهـل تـه
نـڅــېــدو کـې را پــه بـرخــه مـهـارت دی
د پـــردو د جــنــگ ډگـر لـيـدلـی نـه شــم
ما بـايـلـلـی د دوه ســتــرگـو بـصـارت دی
په نفاق کې مې شخصي مفاد خوندي دی
پـه جگړو کې مې موندلی زيات ثروت دی
يـو پټ لاس مې بـوخـتـوي پر عـبـثـيـاتو
مــا لـه ځـانـه تـښـتـوي جـوړ شــرارت دی
پـه زرونـو کـالـو شـا تـه ټـوپ وهـی شـم
د فــرعــون زمــانــې تـه مـې رحـلـت دی
هـمـدا مـيـنـه د ماضي ده پرې ژوندی يم
مـسـتـقـبـل مې حساب کړی پـه ذلـت دی
عظم الدين عليمي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply