استاد سياف د شمال د وتلي جهادي قوماندان احمد شاه مسعود د تلنې په غونډه کې ولس او حکومت ته وويل چې مجاهدين بوليټ پروف يا مرمۍ ضد جاکټونه دي او که يې وايستل نو پيشوګان او شغالان به يې وخوري.
ښاغلي سياف هاخوا دېخوا ځينې نورې خبرې هم وکړې، ځينې يې کافران، ځينې يې د عشره مبشره له مقام سره برابر، ځان يې د فاني نړۍ پر سر جنتي او ځينو مړو ته يې له ځان سره په جنت کې د يو ځای کېدو دعاوې وکړې.
استاد تر دې وړاندې هم په وار وار حکومت ته تر غوږ ورتېره کړې وه چې مجاهدين دې کم سري نه بولي، حساب دې ورباندې وکړي، په برخه کې دې يې بايد مجاهدين شريک وي او مجاهدين بايد په هر څه کې امتياز ولري، خو تر اوسه يې داسې کله نه و ويلي چې که څوک مجاهد او عام مسلمان يو ډول وبولي، کافر دی، يا مجاهدين بوليټ پروف واسکټونه دي.
خدای خبر، خدای به د افغانستان مجاهدين په کومه ګناه نيولې وي چې د ځمکې پر سر يې په ژوندوني داسې د خلکو د خندا کړل.
داسې د خندا چې مجاهدين پر ځان مسخرې وکړي او خلک يې پر حماقت وخاندي.
د جهاد او مقاومت پر وخت خو به هسې هم ځينو پر ځانو توپ چي، راکټي، دندان شکن، پړانګ، باز، حتی خروړی سپی، پلنګ او د نورو بلابترو نومونه ايښي وو، اوس يې بېخي ځانونه وشرمول.
ولسمشر کرزي به ويل، ما شیر هستيم، شیر! کله به يې بيا ويل، د بهرنيو لهپاره زمری خو د افغانانو لهپاره پسه يم، خو کله يې هم و نه ويل چې انسان يم.
ګل اغا شېرزي به ويل، زه بلډوزر يم، استاد رباني خو ولاړ د سولې مرغۍ شو، استاد عطا را ولاړ شو له ټوله جهانه يې پر ځان د پيپسي نوم کېښود، ګلبدين حکمتيار وايي، زه د انتخاباتو ماشين يم او دا دی بالاخره استاد اسياف وايي، زه مرمۍ ضد واسکټ يم.
مرمۍ ضد واسکټ به خلکو د سرو مرميو په باران او د جنګ په تودو سنګرونو کې اغوست، خو دغه د جهاد واسکټ، د پيشوګانو او شغالانو لهپاره اغوستل کېږي.
رښتيا خبره دا ده چې مجاهدين نه زمريان دي، نه بلډوزران دي، نه ورباندې د چا د پيپسي ټېغ راخېژي، نه د انتخاباتو ماشينونه دي او نه هم مرميو ته د ټينګې دي، البته راکټيان دي او که له استاد محترم سره دا واسکټ تر غوږو خبره ومنو؛ نو مجاهدين د ځانمرګيو واسکټونه دي.
د دوی جګړه د داوود خان د حاکم او مشروع نظام پر ضد پيل شوی بغاوت دی چې وروسته ورباندې د جهاد نوم کېښودل شو، جهاد په کورنۍ جګړه واوښت، د جګړې هماغو مارانو پوست واچاوه، پر طالبانو واوښتل، د طالب جګړه تر اوسه توده روانه ده او اوس دا دی چې د طالب وحشت د داعش په نامه د جګړې نوي بړېڅي زېږوي.
که څوک نور هيڅ فکر و نه کړي، د وطن لويه برخه چا ورانه کړې ده؟ کابل چا لوټې لوټې کړ؟ د سلو کالو اردو چا دړې وړې کړه؟ غټ غټ بمونه چا غوښتل، ګيلمونه چا جمول، د پېغلو سينې چا پرې کولې، رقص مرده، په پوسته کې لنګول، د هلکانو پايکوبي او ودول چا کول؟ د سل کلنې اردو الوتکې، موټر او وسلې چا پاکستان ته وړې؟ تاريخ چا لوټ کړ؟ د ارګ پر مېزونو او کوچونو څوک له خيرنو بوټونو سره غورځېدل؟ سړکونه، پلونه، ښوونځي او روغتونونه چا والوځول؟ ځانمرګي څوک کوي؟ دا وينې چې بهيږې تهداب يې چا ايښی؟ او…
که دا ټول مجاهدينو کړي وي؛ نو څوک دې ووايي چې بوليټ پروف جاکټونه داسې وي چې د انسان بدل له دننه ټوکر ټوکر کړي، که يې به دباندې وساتي؟
رښتيا خبره دا ده چې د مجاهدينو په نامه جګړهمار له داوود خانه، تر غني خانه، له زېږېدو تر زړېدو، چې پر ځان هر نوم ږدي، په حقيقت کې حرفهيي قاتلان دي، د ياد شوي دوران هر مجاهد يو ځانمرګی واسکټ دی چې ګرځي. نه ګارنټي لري، نه وارنټي، پر هر ځای چې وچاودېد، چاودېدلی وي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320