کاڼي/ محمد صفر خواریکښ

0 1,229

غرونه خو کاڼي وو، اوس شول دلته سیندونه کاڼي
ځـيـنو ساتـلي دي سـینو کې ، دلـته زړونه کاڼي

عقل او پوهه يې مغزو ته ، لاره نشي موندی
ډېرو تنو باندې بار شوي ، وچ سرونه کاڼي

د جانان کلي ته روان یم ، چې دیدن يې وکړم
خودلته سپي ازاد ګرزېږي ، زنځیرونه کاڼي

د مېخانې له پوخ ساقي سره ، مې جام پورته کړ
جام يې له مـيـو نه خـالي و، کـنډولونه کاڼي

که خواريکښه ددې کاڼو صیقل ، سخت هم ښکاري
همت پکار دی هسې نه ، چې شي لاسونه کاڼي

۰۵/۰۶/ ۲۰۱۷ – کوپنهاګن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply