پنج کاله د کابل له سقوط وروسته، د ښځو وضعیت، اقتصاد او د افغانستان راتلونکی لا هم نامعلوم دی
پنځه کاله کېږي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو سره جمهوري نظام سقوط وکړ او د هېواد په سیاسي تاریخ کې نوی پړاو پیل شو؛ هغه پېښه چې نه یوازې یې سیاسي جوړښت بدل کړ، بلکې د میلیونونو افغانانو پر ژوند یې هم اغېز وکړ.
د کابل سقوط په ټول هېواد کې د طالبانو له چټک پرمختګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شو. د هغه وخت ولسمشر اشرف غني له هېواده ووت او د جمهوري نظام بنسټونه په عملي ډول له منځه ولاړل.
له دې تحول وروسته طالبانو د هېواد واک په لاس کې واخیست او یو ځل بیا یې د «اسلامي امارت» نظام رامنځته کړ؛ داسې نظام چې د څارونکو په باور، تر اوسه یې له وېرې او تاوتریخوالي پرته د پام وړ لاسته راوړنه نه ده لرلې.
له هغې پېښې پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې سخت ټولنیز او سیاسي محدودیتونه، اقتصادي بحران او بشري ستونزې لا هم د خلکو او نړیوالې ټولنې له مهمو اندېښنو څخه دي. د اوسني وضعیت په اړه تازه نړیوال راپورونه هم د ښځو د حقونو د محدودېدو، اقتصادي ستونزو او بشري بحران دوام په ګوته کوي.
د طالبانو د واکمنۍ یوه له مهمو پایلو څخه د ښځو او نجونو وضعیت دی؛ ځکه دې ډلې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي څخه منع کړې او ښځې هم د زدهکړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د یونسکو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانې نجونې له ثانوي زدهکړو څخه محرومې دي. افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زدهکړو څخه په رسمي ډول منع دي.
په اقتصادي برخه کې هم بېکاري او فقر لا هم جدي ستونزې دي او نړیوالې مرستې کمې شوې دي. نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د مالي سرچینو کمښت د میلیونونو زیانمنو افغانانو وضعیت لا ستونزمن کړی دی. د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په وینا، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانستان بشري اړتیاوې لا زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې، د طالبانو د مشروعیت او له نړۍ سره د هغوی اړیکې لا هم د افغانستان له مهمو سیاسي موضوعاتو څخه دي. تر اوسه یوازې روسیې د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی، خو یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې لري.
د افغانستان د خلکو په باور، که څه هم طالبان د اګست ۱۵مه د خپلې واکمنۍ د بریا د ورځې په توګه لمانځي، خو د ډېرو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره، دا ورځ هغه ورځ ده چې د دوی ډېرې هیلې او د راتلونکي تصور یې بدل شول.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.