۵۶ هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې فرمانونه او محدودیتونه لغوه کړي
لږ تر لږه ۵۶ د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي فرمانونه او سیاستونه لغوه کړي.
په اعلامیه کې د ښځو او نجونو د زدهکړو د حق د بېرته اعاده کولو او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د بشپړ، برابر او معنا لرونکي ګډون د تضمین غوښتنه شوې ده.
هېوادونو همداراز د طالبانو د ټولو تبعیضي فرمانونو او سیاستونو د لغوه کولو، د بشري حقونو او د ټولو افغانانو د اساسي ازادیو د درناوي غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي: «د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپنه د اوسني نظام په ټاکونکې ځانګړنه بدله شوې ده.»
په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره له ۱۰۰ ډېر فرمانونه او لارښوونې صادرې کړې دي.
د نوموړې په وینا، دغه محدودیتونه د ښځو د ژوند پر بېلابېلو برخو، له زدهکړو او کار څخه نیولې تر تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو او عدالت ته د لاسرسي پورې، اغېز کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځې او نجونې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د طالبانو له پراخو او سیستماتیکو محدودیتونو سره مخ دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.