غني خان د پښتو د اسمان لمر

ن . جلیل زاد

55
غني خان
د پښتو د اسمان لمر
د پښتو شاعرۍ پراخ اسمان کې که سترې ستوري وشمېرو، د غني خان ستوری هغه دی چې هیڅکله نه مري، هیڅکله نه غلېږي او هیڅکله د زمانې تیارو کې ورک نه شي.
هغه یوازې یو شاعر نه و ٫ هغه یوه روح وه، یوه اور وه، یوه دریاب وه چې له خپلو غاړو تیریده او پر پښتنو یې د مینې سیلاب رالوید.
خان عبدالغني خان، د باچاخان زوی، له ماشومتوبه یې د آزادۍ هوا تنفس کړه.
کله چې نورو ماشومانو د لوبو ډګر غوره کاوه، هغه د ظلم مخې ته ودرېده ٫ نهه کلن، کوچنی، خو زړه یې د اوسپنې. د استعمار سترو دیوالونو مخې ته یې لکه د غرونو شاه زمری ودرېده.
دا نه د یوه ماشوم زړورتیا وه ٫ دا د یوه پیغمبر لومړی ندا وه.
غني خان د تور زندان تیارو کې هم د خپل قلم مشعل ونه مړاوه.
کله چې د پنجرې ورشونه بند وو، هغه یې د شعر پرښو سره مات کړل.
هغه جیلونه یې نه ویرول، بلکې جیلونو کې یې د ابد لپاره شعرونه پیدا کول.
پنجرې چغار، پانوس او پلوشې ٫ دا درې مجموعې نه دي، دا درې ژوندي سیندونه دي چې تل به بهیږي.
د هغه شعر کې فلسفه هم شته، صوفیا هم شته، لیونتوب هم شته ٫ او دا درې یو ځای شول چې غني خان یې جوړ کړ. هغه د خیام سره د ژوند رازونه پوښتل، د منصور سره یې د سچې مینې اتڼ کاوه، او د پښتنو له درد سره یې د سیند غوندې ژړل.
هغه به ویل: “یا به دا بې ننگه ملک باغ عدن کړم ٫ یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړي.” دا د یوه مین سړي کلام دی، نه د یوه سیاستمدار.
غني خان د خوشحال خان روحاني زوی و.
هغه هم لکه خوشحال، توره او قلم یو ځای وچلول.
هغه د خپل قام له بې اتفاقۍ نه ژاړل، خو دا ژړا یې د کمزورۍ نه وه ٫ دا د یوه عاشق ژړا وه چې خپل معشوق یې د خوبونو کې ورک ویني.
هغه بوډا شو، خو مستي یې ونه مړه.
د اشنغر غرونو کې، د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې، یې د نرګس ګلونه د یار وېښتو کې ایښودل.
مرګ ورته راغی، خو مرګ هم شرم وکړ چې داسې یوه اسمان ته لاس ورسوي.
غني خان ولاړ شو ٫ خو د هغه اواز، د هغه درد، د هغه مستي او د هغه مین کلام، تل به د پښتو ژبې له سینې سره یو وي.
هغه مړ نه دی ٫ هغه بل ډول ژوندی دی.

وطنی که هر روز می‌ میرد، هر شب بیدار می‌ شود

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.