کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي اداره وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو، غره ښوېېدنې او تندر پرېوتو له امله د درنو مالي زیانونو تر څنګ ۱۷ کسان مړه او ۲۶ ټپیان شوي دي.
د یادې ادارې د اطلاعاتو او خپرونو رئیس او ویاند، حافظ محمد یوسف حماد وایي چې یاده مرګژوبله په پروان، ډایکندي، میدانوردګو، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغیس، سمنګان، جوزجان، سرپل، فاریاب او لغمان ولایتونو کې اوښتې ده.
هغه په دې اړه جزییات نه دي ورکړې او زیاته کړې یې ده چې په یادو ولایتونو کې ۱۴۷ کورونه، ۸۰ کیلومتره سړکونه، ۵۸۲ جریبه کرنیزې ځمکې او ۳۱ د اوبو څاهګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ټولګټو وزارت هم ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د سرپل، بلخ او بادغیس ولایتونو ځینې لارې په موقتي ډول تړل شوې دي؛ خو د دې وزارت ټیمونو د بېرته پرانېستلو چارې په چټکۍ سره پیل کړې دي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.