د نجونو د ښوونځیو پنځم کال بیا رادباندې شو خو د مشر ملا صاحب د امر الثانی موده همداسې نه رارسي، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم مخنیوی په حقیقت کې د عیسويانو د شریعت پر بنسټ ترسره کیږي، البته په ناپوهی کې. په عیسوی دین کې د رسول پولوس لیکونه – د عیسویانو دپاره د مقدس کتاب (بائبل) یوه برخه جوړوي چې وروسته له انجیل څخه دوهم ځای لري.
د ښځو په کور کېنول او تعلیم نه کول – د عیسوي کلیسا حکمونه دي. د عیسویانو د (کورنتیانو په نوم، د پولوس په لومړي لیک، ۱۴باب، ۳۴-۳۵ آیتونه) کې راغلي:«ښځې دې غلي کښیني، هغوئ ته د خبرو کولو حکم نسته دی بلکه د شریعت مطابق دې تابع دارې واوسي- او که هغوئ په څه خبره ځان پوهول غواړي نو له خپلو خاوندانو څخه په کور کې پوښتنه کولی شي.»
بل ځای وائي: «ښځې دې په خاموشی او په پوره تابع داری سره [دا] زده کاندي. او زه اجازه نه ورکوم چې زنانه دې تعلیم ورکړي یا دې په خاوندانو حکم وچلوي، بلکه غلي دې پاته سي. ځکه چې لومړی آدم پیدا کړای سو، له هغه نه وروسته حوا. او ادم دوکه نه سو، بلکه ښځه په دوکه کې پریوتله او ګناه ګاره سوه.» (د تیموتیوس پولوس لیک، لومړی کتاب ۲باب،۱۱-۱۴آیتونه)
مسیحي دیني پوهانو د دغو آیتونو د پاره څو قسمه تفسیرونه وړاندې کړی دي، دوئ غواړي دغه آیتونه منسوخ یا پر هماغه زمانې پورې محدود کړي خو دغه آیتونه تفسیر ته اړتیا نه لري د ښځو د محرومیت هر څه په کې څرګند دي.
د طالبانو مشر ملا صاحب او هغه کسان چې د نجونو د تعلیم مخالف دي باید خبردار شي چې د اسلامي مقدس شریعت پر خلاف، د عیسویانو دیني احکام عملي کوي.
موږ له مشر ملا صاحب او د هغه ډلې څخه غواړو چې د خدای روی ته وګوری چې د ښوونځیو دروازې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې پرانیزي، له الله ج څخه وډار شی، د کلیسا کفري حکم مه پلی کوئ.
تاسو په دې کار سره په نه بښل کیدونکې ګناه سره مخ یاست.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.