د سترګو توروالی رامنځته کيدل چې د مخ او سترګو ښکلا له منځه وړلو ترڅنګ پر شخصیت هم اثر کوي، د بې خوبۍ ترڅنګ یو شمېر نور لاملونه هم لري.
د سترګو شاوخوا حلقو توروالی رامنځته کیدل په بدن کې د اوسپنې کمښت، له اندازې زیات خوب، زیاته مالګه یا نوره تروشه خوړل، ذهني فشار، میراثي ناروغي، زیات وخت لمر ته ګرځېدل، مصنوعي کریمونه استعمالول او داسې نور څخه کیږي.
په لومړي کې خو باید له دې لاملونو څخه چې د سترګو شاوخوا حلقو توروالی رامنځته کوي ځان وژغورل شي، او بیا لاندې نسخې عملي کړی شي:
رومیان
له ویټامن سي او اکسایډ ضد څخه ډکه دغه غذا د بدن پوستکی روغ ساتي، له دې سره رومیان خوړل د سترګو شاوخوا تورې حلقې له منځه وړلو کې مرسته کوي.
پخپلو خوړو کې رومیان زیات کړئ، دا مو د وینې په جریان ښه کولو کې مرسته کوي، او په دې کې موجود ویټامن مو پوستکی له داغونو او تورو ټکو څخه ژغوري.
بادرنګ
د سترګو شاوخوا تورو حلقو له منځه وړلو لپاره د بادرنګ توکړه په سترګو لګول یو عام او مشهور عادت ګڼل کیږي، خو بادرنګ یوازې په سترګو لګول نه بلکې ددې خوراک هم د سترګو شاوخوا تورو حلقو له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.
ویټامن ای خواړه خوړل
د ویټامن ای څخه ډک خواړه خوړل د سترګو په روغتیا جادويي اغیز کوي، دا په بدن کې د انزائمر سره مقابله کوي چې په بدل کې پوستکي ته لچک ورکوي او د سترګو شاوخوا حلقو توروالی له منځه وړي، په دې کې بادام، چارمغز او داسې نور خواړه شامل دي.
شنه سبزي
په عام ډول سبزي د بدن لپاره ګټوره ده، خو شنه سبزي، لکه ګوپي، پالک او داسې نور چې د ویټامن کی څخه ډکې وي د وینې جریان ښه کوي او د پوستکي غوره والي کې مرسته کوي.
په یاد ولرئ چې د پوستکي خرابوالی، (د سترګو توروالی، پر مخ دانې، داغونه، تور ټکي، او یا بله داسې ناروغي) دا په ډاګه کوي چې بدن کې مو د وینې جریان سم نه دی، چې د سترګو شاوخوا حلقو توروالي رامنځته کېدلو لامل کیږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.