زه رحمن چې ستا د حسن ثنا خوان شوم

محمدالله همیم

136
سپوږمی و. پهٔ ښار تته رڼا لګېدلې وه. لرې پۀ يو کلي کې د ونو پاڼې نري شمال رپولې، پهٔ بېخونو کې یې د وچو پاڼو کړسا خته. یوه شېبه بهٔ تېز باد راغی، د ونو څانګې بهٔ یې ړنګې کړې. خاموشي وه. د یو خړ کورګي پهٔ لرګينو تیرونو پسې زانګو ځوړنده وه. پهٔ زانګو کې یو بڼور ماشوم پروت و. لهٔ وړې کړکۍ یې کتل. مخامخ سپوږمي کې یې نظر خښ و، د شپې او اسمان منظر ته یې مخ و. وړې غاړې یې کولې. مور یې د زانګو پړی نیولی و. سترګې یې لهٔ خوبه نیمکښه وې. زمزمه یې کوله:
اللو، اللو!
پشې! مه راځه پهٔ غرو
اللو!
اللو!
د ماشوم سترګې ورو، ورو ټولېدې. مخامخ منظر ورو، ورو ور ته وړوکی کېدهٔ… څو شېبې وروسته یې غاړه ورکه شوه. مور یې د زانګو پړی پرېښود، ماشوم ویدهٔ شوی و. دی هره شپه همداسې د خوب دنیاګۍ ته تلو، سپوږمي بهٔ کله تته وه، او کله بهٔ لهٔ وړې کړکۍ نه ښکارېده، د لوی اسمان پهٔ غېږ کې بۀ ورکه وه…
دا ماشوم جاوید نومېدهٔ. د (ډګروال نوروز خان امیرخېل) مشر زوی و. پۀ ۱۹۸۶ز کال کې پۀ کابل کې زو شو. جاوید چې پهٔ پښو شو، روح یې پهٔ همغې زمزمې پسې ګرځېدهٔ چې پهٔ زانګو کې یې اورېدلې وه، او هره شپه پرې ویدهٔ شوی و.
لا یې د ژوند اوم پسرلی نه و راغلی، یوه ورځ د ماما وادهٔ ته لاړ. هلته یې اول ځل تبله ولیده، تنکیو ووړکو وهله. جاوید اول ځل د یو خوږ غږ مجسم شکل لیدهٔ، وړې سترګې یې حیرانې ورته نېولې وې، حیرت اخیستی و چې دا غږ لهٔ کومه راوځي. د طبلې غږ یې پهٔ زړهٔ ولاړ ویښتهٔ ګراوهٔ، ډله ماشومانو شور کاوهٔ، لاسونه یې یوې بلې خوا ته اچول، خو دی داسې غلی و، لکه پهٔ بت چې بدل شوی وي… جاوید چې لهٔ وادهٔ راغی، زړهٔ یې د همغهٔ اواز ارمان کاوهٔ… لکه څهٔ یې چې ورک کړي وي. لالهانده و، پهٔ کور کې یې پلاستیکي لوټه ومونده؛ را وایې خیسته. پهٔ نریو ګوتو یې وهله، خوند یې ور کاوهٔ، کله، کله بهٔ یې یو خواږهٔ کیفیت سترګې پټې کړې. د همغهٔ وخت، د یوې ورځې کیسه کوي:
« مور مې کوټه کې وه، زهٔ پهٔ حویلۍ کې وم، کور کې مو یوه جګه غوندې پلاستیکي لوټه وه. راخیستې مې وه، پړمخې مې اېښې وه. لکه ډول… تېزه مې ډبوله. خدایزده چې څهٔ مې ور سره زمزمه کول.پهٔ همدې ډبا کې مې نیا را ننوته، یوه شېبه یې حیران را ته وکتل. پهٔ غېږ کې یې ور واخیستم، د کوټې پرده یې چې جګه کړه؛ زما پهٔ مور یې لهٔ ستړې مه شې مخکې غږ وکړ: ( وه لورې! دا زوی دې سندرغاړی کېږي.) »
جاوید چې اوهٔ کلن شو، کډه یې پلرني وطن ځاځي اریوب ته لاړه. هغه وطن ته چې هم یې جمال لاره، او هم جلال… هغه وطن شاعر و، داسې ښکلی چې د جنت سره یې پټ تار لارهٔ. د ښکلا رنګ یې پهٔ خلکو کې هم ګډ و. چې پهٔ غېږ کې یې د پښتو شعر او موسیقۍ لویې ګرګې اوسېدلې وې.
فطرت پرې مهربان شوی و، هغه خوږه زمزمه… هغه ښکالو یې د کلي د چینې پهٔ واړهٔ ابشار کې لیده. د ابشار کړنګی یې پهٔ روح ننوت، او د مور اللاهو د زمزمې سره یې ګډېدهٔ، نا اشنا کیفیت ور کې غځېدهٔ… چې باد بهٔ شو؛ د ونو د پاڼو رپا، چې باران بهٔ و د څاڅکو ټکا… دهٔ هر چرته پهٔ خپل روح کې ننوتی اواز موندهٔ. دوی د ځاځیو پهٔ ( امیرخېل) کلي کې اوسېدل. خړ پړ کلی و، خو ګلدرې ترې تاو وې، د خټو کور یې و، خو وږمې ترې تاو وې.
وختونه تېرېدل، موسمونه اوښتل. جاوید د کور مشر و. لا لس کلنۍ ته نهٔ و رسېدلی. خو خدای یې پهٔ وړو سترګو کې د حکمت رڼا اچولې وه. دی لهٔ مور سره پهٔ یوې جلا عاطفې تړلی و. ډېرې کیسې، ډېرې څېرې وې. خو د دهٔ زړهٔ یوازې د مور پهٔ مخ را ټولېدهٔ. لهٔ ترخو شېبو، واورو او بارانو د مور پهٔ لمن کې پټېدهٔ. د دهٔ پهٔ وړه دنیاګۍ کې، د مور خوږې سترګې د دهٔ تر ټولو خوندوره ننداره وه چې کوله بهٔ یې. د همغهٔ عمر خاطره یې را ته ویله:
« مور و پلار بهٔ مې غرهٔ ته پهٔ لرګیو پسې لاړل، کور بهٔ ما ته را پاتې شو. کشره خور او ورور مې واړهٔ وو. دواړه ما پالل. مړول مې، سزني کول مې… هغه وخت بهٔ نور څهٔ نهٔ وو، نیستي وه. خو الوګان پټیو کې کېدل، ما بهٔ پاخهٔ کړي وو. مور ته بهٔ مې چای هم کړی و، لهٔ چاینک بهٔ مې لویه کمبله تاو وه، چې یخ نهٔ شي. کوټې بهٔ مې پاکې سوتره کړې، د کور پهٔ انګړ بهٔ مې هم جارو تېره کړه. چې لهٔ جارو بهٔ اوزګار شوم، لوښي بهٔ مې را واخیستل، پهٔ سکرو بهٔ مې مینځل. »
د جاوید مورکۍ بهٔ لوی پنډ پهٔ سر راوړی و، کور ته بهٔ چې را ورسېده؛ و بهٔ یې لیدل چې جاوید زوی یې کار کړی دی، د مور ستوماني بهٔ ووته، خولې، خولې بهٔ دېوال ته تکیه شوه. خوږې دعاوې بهٔ یې پهٔ خولهٔ وې:
« زویه، خدای دې مه بدرنګوه، خدای دې سل سره کړه، خدای دې شنه ونه که… »
د دوی نيستي وه. د دې غريب کورګي مشر دی و، ځکه اول غشی پرې لګېدۀ. د جاويد پۀ جامو کې څو پيونده وو. تنکی و، خوارۍ ته ووت. د کلي لهٔ دهقان سره پۀ سل کلدارې مزدور شو. دهقان بۀ الوګان را ايستل، دۀ بۀ لمنې ته اچول، درانۀ وو. کوپ – کوپ بۀ ور سره تلو او د پټي پۀ بر سر کې بۀ یې امبارول. تر ماښامه بۀ لګيا و. تياره بۀ خوره وه، د کور خوا بۀ یې ونيوه. د کور تر دروازې بۀ یې لمن څنډله. مور ته بۀ یې غاړه ورکړه، پۀبڼو بۀ یې د الوګانو د پټي سپېرې او ترخې دوړې خښې وې، لپه بۀ یې ور واچوله… دی بۀ ستومان و، د ماشومتوب د خيال دنياګۍ جوړېدۀ یې لۀ وسه نه کېدل.وختي بۀ ويدۀ و.
جاوید چې لهٔ لسو کالونو واوښت، نیمه ورځ بهٔ (سور ګل ) کلي کې د ګورې ونې لاندې استاد ته ناست و. سبق یې وایهٔ، نیمه ورځ نوره بهٔ یې د خیاطۍ پهٔ دوکان کې تېروله. دی پلار هلته لېږلی و، خیاطي یې زده کوله… دهٔ ته بهٔ یې کله، دېرش، کله شل روپۍ ورکړې، ماښام بهٔ چې کور ته روان و، پیسې بهٔ یې موټي کې کلکې وې… کور ته بهٔ ورسېد، د مور مخ ته بهٔ ودرېد. یو لسګون بهٔ یې خپل جېب کې کېښود، نورې بهٔ یې مور ته ور کړې. ویل یې:
« هغه وخت عمران بېسکټ ډېر مشهور وو، پهٔ پنځهٔ کلدارې کېدل. د هر ماشوم هیله وه چې وایې خلي. ځکه مې یو لسګون جېب کې ور ته ساتلو. خپه کېدم هم، چې ولې ټولې مور ته نه ورکوم، خو د ماشومتوب لهٔ یو نیم خواهش زړهٔ نه صبرېږي. »
د مور لهٔ خولې بهٔ چې کومه خبره ووته، جاوید ته تر بلې هرې خبرې خوږه وه. یو وار یې چرته مور ور ته ویلي وو: « زویه! پهٔ کورنۍ کې چې لهٔ تا مشران وي، لاسونه یې ښکلوه. »
جاوید نور همداسې کول، پهٔ کورنۍ کې بهٔ چې هم چا ستړې مه شې ورکوله، دهٔ یې لاسونه ښکلول. ټول یې پهٔ تنکیتوب کې درنښت او ادب ته خوشال وو، او دی دې ته خوشال و چې د مور نصیحت یې منلی و.
مور یې دا خبره هم ور ته کړې وه: « د پلار مخ کې پښې مه غځوه. » دهٔ داسې ټینګه غوږ کې نېولې وه؛ چې هیڅ وخت یې د پلار تر مخ پښې و نه غځولې، چې پلار بهٔ یې راننوت، دی درېدهٔ، او چې لهٔ کوټې بهٔ وت هم؛ دی بهٔ لهٔ مخکې پهٔ احترام ولاړ و.
پهٔ جاوید موسیقي همغسې خوږه لګېده، زړهٔ او روح یې همغسې ور پسې پیوند و. لکه د مور د الاهو زمزمه… دی ډېر اوزګار نه و، خو چې جمعه بهٔ وه. د کلي پهٔ کومه پوله بهٔ یې د ترور زوی ( ریف) او کلیوال ( عمرخان) وموندل ځکه ډېر ور ته خوشالېدهٔ چې هغوی دوو هم د دهٔ غوندې د سندرو مینه کوله. دوی دریو بهٔ کله، کله جوړه يي ټپې سره ویلې، داسې ډېر مازیګري یې رنګین تېرېدل، خوږې وړې ازانګې ختې.
لهٔ همغو ورځو یې دا خاطره لا زړهٔ کې پرته وه:
« د اختر شپه وه، زموږ د کلي د نايي زوی د غوړیو لهٔ ټیم ډولکی جوړ کړی و، را ویې ایست. ما، ریف، عمرخان او نورو ملګرو سندرې ور سره ویلې… تر ناوخته مو زمزمې وکړې. کلیوالو لیدلي وو. زما پلار ته یې ویلي وو. کور ته چې راغلم، دومره یې ووهلم سبا د اختر پهٔ لمانځهٔ کې کېناستی او جګېدای نه شوم. »
دی لهٔ پنځلسو کالونو اوښتی و. دا یې هغه خاطره ده چې اول وار یې غږ ډېرو اورېدلی و:
« زموږ لویه کورنۍ ده. هغه وخت لا لهٔ یو نیکهٔ اویا کسه نارینه وو ته رسېدو. یوه ورځ مو د عمه د زوی وادهٔ و. حجره وه، ډېر خلک را ټول وو. پهٔ کورنۍ کې یو نیم پوهېدهٔ چې زهٔ سندرې ویلی شم. ملګرو ست کاوهٔ، زړهٔ مې نه شو کولی، خو چې ټینګار مې یې ولید غاړه مې تازه کړه. لنډۍ مې شروع کړې، د موسیقۍ سره مې وویلې… له هغې ورځې وروسته مې څو ځله د خپلوانو پهٔ ودونو کې سندرې وویلې، مجلس بهٔ غلی و، هر ځل مې حسول چې دوی مې پهٔ څهره او د سندرې ویلو پر وخت اکټینګ ګوري، او غږ هم خوند ور کوي. خو د مجلس پهٔ خاموشۍ کې یو بل راز هم و، هغه دا چې دوی سره ډار و، زړونو یې درزا کوله چې: ( داسې نه چې سندرغاړی شي. ) »
جاوید ( فریادي) تخلص کاوهٔ. ویل یې: « زموږ د کلي یو انجینر و، شریف سړی و. دیرش کلن بهٔ و. موږ همزولو سره یې ډېره مینه کوله. موږ بهٔ چې لمونځ وکړ، د جومات د مخې پهٔ لرګیو بهٔ ناست وو. یوه ورځ همدې انجینر را ته کړل: ( جاویده! ستا تخلص، ستا د حیثیت، خوی او اخلاقو سره نه دی جوړ. کهٔ خوښه دې وي؛ مینوال تخلص بهٔ در ته کېږدم. ) لهٔ هغې وروسته مې بیا مینوال تخلص کاوهٔ. »
د۲۰۰۳ ز پهٔ پیل کې یې کور یې بیا کابل ته کډه شو. دی اولس کلن و. ښار و، جاويد هلته د خياطۍ وړوکی دوکانګی جوړ کړ. شیشې یې نه وې، پلاستيک یې ترې تاو کړی و. لاس یې تنګ و، د لوحې پيسې نه ور سره برابرېدې، د غوړيو ټيم باندې یې یو ملګري ور ته وليکل: ( سالون خیاطي جاوید) دۀ همدا لوحه پۀ دوکان را ځوړنده کړه. د کابل سخت ژوند، پۀ تشو جېبونو… خپل دوکان یې هغومره ګاک نه لرلو، دی لهٔ عمره کم و، تجربه او اعتبار یې نه و، څوک نه ورتلل. ځکه خو د کلیوال او د پلار دوست ( استاد بخت جان) خیاطۍ ته ولاړ. او پهٔ مزدورۍ یې کار ور سره پیل کړ.
جاوید ځوان شوی و. پهٔ دهٔ کې د روح مینې « هنر » هم رېښې کړې وې، نور نو د دې فصل د زرغونېدو وخت و، د دې ګل خوشبو نوره نه پټېدهٔ. دې سوز یې نور شونډې پاړ کولې… د زړهٔ پهٔ هر وار درزېدو کې هنر ور ته ویل چې:
چا دې پهٔ خولهٔ وهلي دي د خاموشۍ مهرونه
زما د مینې پهٔ تهمت ککړه، وغږېږه!
صابر ملنګ
دی پېښور ته لاړ، لنډۍ یې وویلې، کیسټ یې خپره شوه. د مینې وېش یې کړی و، خو پهٔ دغسې ځمکه چې اغزي یې زرغون کړل، زړهٔ ته ور چوخېدل. پهٔ کور، کلي او قوم کې یې ترخې واورېدې، ولیدې. سترګې یې لمدې شوې… ډېرې خبرې یې پهٔ سر یوړې، نفرت ور سره وشو. او داسې شپې هم پرې راغلې چې:
«ترونه مې نه را سره غږېدل، د پلار د څپېړو خو شمېر را نه هېر دی. د کور مو دوه دروازې وې. پهٔ یوه بهٔ یې وشړلم، پهٔ بله بهٔ را تاو شوم. پهٔ دېوال بهٔ واوښتم. پهٔ بام بهٔ مې ویښه شپه تېره کړه سهار بهٔ مې چې پلار لهٔ کوره وظیفې ته ووت. ما بهٔ انګړهٔ کې څوک ولیدل، زینه بهٔ مې ترې وغوښته. پهٔ ځلونو داسې شوي دي… »
د پلار ترخو څپېړو دی لهٔ خپل ذوق نه اړاوهٔ، د سرودونو دې تنکي بلبل همغسې خوږې سندرې ویلې. د مومن خان او شیرینۍ داستان یې اورېدلی و. خو د دهٔ یو بل داستان و، دهٔ باید د خپل هنر لپاره غرونه زړونه سوري کړي وای. پهٔ لوی ټبر کې یې یوازې یې ورور (عبدالقدیر) همفکره او همنظری و… نور هیڅوک نه. مور بهٔ یې پهٔ ژړا ور ته ویل: « زویه! پلار دې خپه کېږي، ترې تېر شه. » ددهٔ ستونی بهٔ بند و، فقط همدا یې ویل: « نهٔ کېږي، مورې! زما وس کې نه ده. »
جاوید چې لهٔ شلو کالونو واوښت. د شاعر ( سید جلاني جلان) سره یې سلام وشو. هغه سره یې پهٔ شعرونو خبرې کېدې، د معیاري شعر پهٔ پېژندلو کې یې مشورې کولې. دهٔ اول وار د جلان لهٔ خولې د (پیر محمد کاروان، رحمت شاه سایل، صدیق پسرلي… ) نومونه واورېدل. د جلان صاحب پهٔ باب یې را ته ویل:
« ډاډه خبره کوم چې د هنر پهٔ دنیا کې جلان صاحب زما د مور زوی دی. هغه وخت چې لا مې سترګې نه وې خلاصې، د جسم او سیوري غوندې را سره و. د معیاري شعر او موسیقۍ لارې ګودرې یې را ښودلې. »
سید جلاني جلان یې د اول وار لیدو، او ملګرتیا خاطره را ته وویله:
« غزني کې مې دنده وه. ملګري زنګ راوکړ، را ته کړل یې: دلته یو کس (جاوید مینوال) در سره غږېږي. سلام مې ور سره وکړ، د سندرو یې وویل. ویل یې: ( شعرونه را که! ) زما داسې ګومان راغی چې دی هم د هغو سندرغاړو ډلې ته راتګ غواړي، چې هنر نه پېژني، یوازې مادیات پالي. پهٔ یوه طریقه مې ځان ترې خلاص کړ، اړیکه قطع شوه… کال بهٔ وتلی وي. زهٔ کابل ته راغلی وم، صمیم ادبي ټولنه کې ناست وم. سندرغاړی ګل روف شوقي راننوت، یو بل تنکی ځوان ور سره و، لهٔ روغبړ وروسته یې ځوان را معرفي کړ چې دا جاوید مینوال دی. ما ته یې همغه زنګ را یاد شو، جاوید ته مې یاده وکړه. دهٔ بیا شعرونه وغوښتل، ویل یې: ( سندره کوم یې. ) زما ځواب لږ تریخ و، خو حقیقت و. ور ته و مې ویل: « تاسې د لویې پکتیا زیاتره سندرغاړي هنر نه پېژنئ، د پیسو لپاره سندرې بولئ. » خبرې مې اوږدېدې، لا ترخې کېدې. جاوید غلی و، ښه شېبه وروسته یې را ته وویل: ( ښه څهٔ وکړم؟ ) ما ور ته ووې، اوس دې ښه خبره وکړه، تهٔ یوه زمزمه وکه، چې غږ دې واورم. جاوید زمزمه وکړه، غږ یې نری و، خو یو سوز مې پکې حساوهٔ، خوند یې کاوهٔ. ور ته و مې ویل: پهٔ غږ کار وکه، د هرمونیې ډېر تمرین وکه! شعرونه بهٔ در ته انتخابوم، زما مه وایه، د نورو شاعرانو در ته ښیم. بنډار ختم شو، ښار ته راووتو. جاوید کلک شو شپې ته ور سره لاړم. تر نیمې شپې مو بنډار وکړ. پهٔ کمپیوټر کې مې د ښو شاعرانو شعرونه وو، دیکلمه شوي وو. ور و مې ښودل، د حجرې بر سر کې ور ته کېناست. یو، یو یې غږاوهٔ. زموږ بنډار یې نه اورېدهٔ، کله بهٔ یو ملګري غږ پرې وکړ. ما بهٔ ملګري ته ویل: پرېدئ یې، چې ټول واوري… امیرخېل تر سهاره همغه شعرونه واورېدل، سهار یې را ته وویل: ( جلان صاحب، زهٔ بیخي بدل شوم، بلې دنیا ته لاړم. ) جاوید سره مې انډیوالي شوه، کالونه ـ کالونه وغځېده، پهٔ اونۍ کې مو یوه شپه حتمي پهٔ شعرونو، سندرو او کیسو رڼوله! »
جلان د جاوید پهٔ زات کې د هنر سره لېونۍ مینه لیدلې وه، ویل یې:
« نوا راډیو کې وم. جاوید زما غزل ویلی و، پېښور کې یې ثبت کړی و. وا مې ورېد، ښهٔ یې ویلی و. خو ور ته و مې ویل: د موسیقۍ غږ لږ لوړ دی، چا چې در ته جوړه کړې دا غږ لږ پرې ټیټ که!
ما ماذیګر دا خبره ور ته وکړه. دی سهار وختي وتلی و. ماښام لهٔ پېښوره راغی، سندره یې جوړه کړې وه. زهٔ یې هنر سره مینې او جزبې حیران کړم. هغه سندره یې بیا موږ لهٔ راډیو خپره کړه. بي، بي سي، ازادۍ… راډیوګانو ته هم ورسېده، ډېرو خلکو خوښه کړه. »
میراج الدین پټان د جاوید د مشر ترهٔ انډیوال و. د دوی کورنۍ مړی و ژوندی ور سره لرلو. د جاوید ډېر ناستی ور سره کېدهٔ، هغهٔ هر ځل د مطالعې ټینګار پرې کاوهٔ، کتابونه یې ور کول. تر دې چې جاوید ته یې پهٔ کور کې المارۍ جوړه کړه، او ور ته کړل یې: ( کهٔ زهٔ یم، او کهٔ نه. هره ورځ بهٔ مطالعه کوې، کهٔ مصروف یې یوه پاڼه اړوه هم بس… )
پټان ډېر کتابونه ور کړي وو. د ښو شعرونو ټولګې هم وې، امیرخېل بهٔ لوستل، د خپلې خوښې شعرونه یې کتابچې ته اړول…
پټان صوفي سړی و. پهٔ جاوید یې د شخصیت او فکر اغېز و. ځکه خو ورو، ورو هغې دنیا ته ورتلو. او یو وخت داسې راغی، چې جاوید عملي تصوف ته ننوت، او د قادرې طریقې لاروی شو. د دهٔ لهٔ قوله چې: « د تصوف استاد مې وڅېړهٔ، ډېرې نیکۍ مې پکې ولیدې. هیڅ د ریا نښه مې پکې و نه مونده. نصیحت بهٔ یې کاوهٔ. د خدای لهٔ کتابه غږېدهٔ. د بدو زیانونه او د ښو ښېګړې یې ویلې. د ژوند عمق او معنوي ارزښتونو ته ننوتم…»
د عمر پهٔ شلم کال اول ځل پهٔ پرده را ښکاره شوه. د لمر تلویزون کنسرټ ته ولاړ. هلته ودرېد: « ولې، ولې داسې وشي، چې ګلاب ـ ګلاب ځوانان مې پهٔ پردۍ مزدورۍ مړهٔ شي؟ غږ دې ورک دی مورې، مورې ستړی غږ پهٔ چا وکړم؟ لکه خپل نوم لوېدلی ستا د خولې لهٔ بامه یمه… »
دی لهٔ داسې سرودونو سره تللی و، چې ډېرو خپل ارمان، وطن، جانان… پکې لیدهٔ؛ د دهٔ پستې نغمې لهٔ ډېرو زړونو ووتې. جاوید مینوال، جاوید امیرخېل شو.
دې بلبل پهٔ مات وزر سرودونه بلل. د حالاتو هر کاڼی بهٔ یې چې پهٔ بدن لګېدهٔ، لا یې پهٔ غږ کې سوز پیدا کېدهٔ. هر باد بهٔ چې پرې راتلو، لکه رباب ترنګاوهٔ یې.
اوس یې شاعران او فرهنګیان ملګري هم پیدا کړي وو. چرته بهٔ یې چې شعر ولوست؛ یا چا ورکړ؛ دهٔ بهٔ د خپلې چرمي بکسې جېب ته واچاوهٔ… وختونه تېرېدل، پهٔ دې کاغذونو کې یو هغه کاغذ هم و؛ چې د دهٔ د هنر لوری یې بدل کړ. د هغهٔ کاغذ د اول وار لیدو خاطره یې را ته تېره کړه:
« غرمه وه. د بکس کاغذونه مې را وشیندل، اړول مې. پهٔ یو کاغذ مې یوه ترانه ولوسته. ( وطنه، مور یې زموږ! ) حیران شوم درې کاله یې را سره وتلي وو، کاروان صاحب را کړې وه. خپه هم وم چې ولې مې دې ښکلې ترانې ته لا نهٔ و پام شوی. کله مې چې ترانه څو ځله ولوسته، پهٔ لسو یا پنځلسو دقیقو کې یې کمپوز الهامي زړهٔ ته راغی، سملاسي مې وویله… او بیا مې څهٔ وخت وروسته پېښور کې ثبت کړه، پهٔ کابل کې مې ویډیو او خپره کړه. »
( وطنه، مور یې زموږ! ) د کاروان صاحب دې خواږهٔ سرود ته د امیرخېل احساس، عاطفه، مینه… ور ګډه شوې وه. پهٔ افغانه خاوره لکه تخم خور وور شو، را زرغون شو، پهٔ زړونو خوږ ولګېد. ښکارېدهٔ، وجود یې خپل کړی و، پهٔ تورو غرونو کې شوی و خو پهٔ هنداره بدل شوی و. پهٔ دې غږ کې ټولو خپل وطن ولید، سوي درمندونه، ړنګ چنارونه، وران کنډرونه… دا غږ لکه د بوډۍ ټال پهٔ افغان وطن ولوېد، د وطن پهٔ دښتو یې رنګونه وپاشل. هر رنګ یې خبره لرله. د ژړغوني سفر دا خاطره یې د همغو ورځو ده چې:
« لهٔ تورخم نه کابل ته پهٔ لاره وم. موټر مې دربس کړی و. همدا خپله ترانه مې چالانه کړه، د وطن د هرې برخې سره مې همغږې محسوسوله. د ماهیپر غرونه… ژړا راغله. مخ مې د شیشې طرف واړاوهٔ، چې موټروان مې و نه ویني. ډېر مې وژړل. وطن ته مې ژړل، او دې ته مې ژړل چې خدای د دې سرود ویلو اعزاز ما ته را کړی و. موټروان ته یې هم خوند ورکړ؛ چې ختمه بهٔ شوه، ویل یې: لهٔ سره یې که. خدایزده تر کابله مو څو ځلې واورېده… »
دې سرود امیرخېل ته یو نوی شناخت ورکړ، د دهٔ سره شوي نفرتونه یې پهٔ مینه بدل کړل. هغه وخت د داسې خوږو سرودونو قحطي وه، دهٔ ویلی و، ټولو یې د غږ ښکلولو ارزو کوله. دې سرود یې د پلار تروه ټنډه هم وېړه او موسکه کړه. امیرخېل صاحب ته د هغې ورځې کیسه یاده وه:
« د کلیوالو فاتــ..حې ته تللي وو. ما موټر چلاوهٔ، پلار مې او د دهٔ د ماشومتوب همزولي ملګري را سره ناست وو. حسین ګل مشر سړی و، د شاه لهٔ سېټه یې پهٔ اوږه لاس را کېښود دا جمله یې وویله: ( ورارهٔ! زهٔ در باندې ویاړم، سندرغاړی دې ستا غوندې وي. افرین! افرین!) پلار مې ور ته کړل: ( حسین ګله، کهٔ زهٔ پوهېدای چې جاوید دغسې هنرمن کېږي، ما بهٔ یې مخالفت نهٔ و کړی. بلکې د یو ملګري غوندې بهٔ ور سره وم. ما سره دا ډار و چې د نورو غوندې نادودې بهٔ وايي، سپک لباس بهٔ کوي، پېغور بهٔ راوړي. ) »
د هنر پهٔ باب ور ته د پلار وروستۍ خبره دا وه: « زویه! اوس داسې وخت تېر که چې خلکو سره دې ښې خاطرې پاتې شي. »
وختونه اوښتل. نور نو د شپو څادر څېرې و، خو هغو شپو هم د جاوید پهٔ زړهٔ کې څراغونه لګولي وو. د هنر رڼا یې پرې لیدلې وه. دی لهٔ هغو ترخو وختونو ګیله نه کوي، ویل یې: « کهٔ هنر ته پهٔ راتګ کې مو هغه ستړې، ترخې… نه وای لیدلې، ساده راغلی وای، شاید ما پهٔ داسې تقدس نه وای پاللی. هغه ټپه ده چې:
کهٔ پرېوتمه لاس رانکړئ
ما الوتل پهٔ مات وزر رده کړي دینه »
د سپېرو ورځو موسم اوښتی و. د ګلونو وار و. د جاوید امیرخېل د هنر وړانګې لور پهٔ لور خورېدې، کله یې د مینې زیري وړل، کله د وطن غږ، کله د مور، پلار، معشوقې… دا وړانګې بهٔ چې چرته ولوېدې، هلته بهٔ یې کنګل زړونه د مینې پهٔ تاو ګرم کړل، پاړجنې شونډې بهٔ یې وموسولې، او پهٔ ترخو ژبو کې بهٔ د ګوړې غوندې ماتې شوې. د امیرخېل غږ خوبولیو ته د بیدارۍ جرس شو، او ستړیو لالهاندو ته د دمې خوږه نغمه او دمه شوه. د ځاځیو، د واړهٔ کلي جاوید د ټول وطن شو. د (انقلابي سندرغاړي) لقب یې وګاټهٔ. د حماسي او وطني ترانو پهٔ اړه ور سره غږېدم ویل یې:
« د دې وطن پر موږ حق دی، وطن هوا، اوبهٔ، رزق، هویت او قبر را کړی دی. زما پر وطن یو احسان هم نشته، د وطن بې شماره دي، زهٔ یې پوروړی وم او یم. »
دهٔ د ټولو خبرو پهٔ اخر کې د رحمن بابا شعر ووې چې:
زهٔ رحمن چې ستا د حسن ثنا خوان شوم
ستا لهٔ رویه درست جهان زما ثنا که
د جاوید امیرخېل پهٔ سندرو کې د شعرونو او موضوعاتو رنګا رنګي ده. دهٔ پهٔ څلورو برخو ( غزل، حماسي او انقلابي ترانې، فولکلور، حمد او نعت. ) کې کار وکړ. پهٔ نږدې دوه لسیزې هنر کې یې دا ټول پهٔ تول وپالل، د هر شعر خپله ځمکه یې ومونده. خواري یې پرې وکړه. همدې رنګا رنګۍ متفاوت کړ، او پهٔ هنر کې یې ګڼې ذایقې پیدا شوې، ځکه خو لهٔ نورو ډېر د وطن د هرې برخې خلکو واورېدهٔ. او د سندرو عمرونه یې لکه د څېړۍ ونې، اوړی ژمی وي. امیرخېل پهٔ سندره کې فکر او شعور پوه کړ.
د شعر د انتخاب پهٔ اړه، وايي:
« کله چې د کوم شاعر پهٔ شعر کې اخلاص او تقدس حس کړم، پهٔ الفاظو کې یې پاکوالی وګورم، چې د شاعر د روح خبره وي، او ملت ته پکې یو ښهٔ پیغام وګورم، هغه کهٔ هر څوک وي؛ شعر یې انتخابوم. موسیقي او سندرغاړي هم هغه اورم چې روحونه یې پاک دي، او وینا یې لهٔ زړهٔ حس کړم. »
ما ور ته ووې:
هنر څهٔ ته وایې؟
ـ « ښهٔ شعر، پهٔ ښهٔ غږ لهٔ ښې موسیقۍ سره ویل د هنر اصل دی. زهٔ چې هنر ته راغلم، ما اول د ځان بیا کورنۍ، خپلوانو، وطن… اهمیت وپېژاندهٔ. داسې یې بدل کړم چې د وطن د ملکیت احساس یې راکړ، دا فکر یې راکړ چې هره لوېشت یې زما ده. د خپلې خاورې احترام مې وپېژاندهٔ… »
بیا یې ویل:
« د موسیقۍ نوم پوست دی. نرمه ده. هر غوږ ته ژر رسېږي، هدف مې دا دی چې قوم او خلکو ته د دوی د ښېګړې خبرې، ضروري خبرې پهٔ همدې نغمو پییلې ور ورسوم، پهٔ همدې لاره یې اسانه کولی شم، همدا یوه ارزو مې ده. »
دی لهٔ خپلو سترګو موسیقي ته داسې ګوري، لهٔ خپل زړهٔ یې دا تعریف کوي:
« د هنرمن کردار دې سم وي، اول دې خپل شخصیت جوړ کړي. هنرمن دې پاک لمنی وي. پهٔ هنر کې فحشا حرامه ده، هنرمن باید غل نهٔ وي، پهٔ مادیاتو هنر و نه پلوري. د بل حق و نه خوري، چا ته سپک و نه ګوري. الفاظ، موسیقي، لباس، ځای… یې مناسب وي، چې خلکو ته ښهٔ پکې ورسېږي. د یوې ذرې بدو نه هم پرهېز شوی وي. انسان ته یې لهٔ ژبې او لاس نه ضرر و نه رسېږي. د الله ج څخه حیا کوونکی وي. بیا بهٔ خلک ووايي چې: ( کهٔ هنر دا وي، دا خو دې وي. ) هلته بهٔ خلک دا زده کړي، چې هر هنرمن ډم نه دی. دا هر څهٔ تصادفي نهٔ کېږي، ما پرهېز کړی دی، او پهٔ خپل نفس مې پښه ایښې ده. زهٔ واضح وایم چې: زهٔ حق نلرم، هیڅ حق نلرم چې پهٔ خپلو سندرو کې داسې الفاظ ووایم چې انسان ته بد پکې ورسېږي. زیان ور واړوي…»
دهٔ ته پهٔ همدې کیسو کې دا خاطرې هم ور یادې شوې:
« د حزب ا.سـ..لامي ویاند را ته ووې: زموږ امیر را روان دی، یوه ترانه ور ته ووایه. درې افشنه درکوو. کور، نغدې پیسې، موټر… ما ور ته ووې: زهٔ هیڅ تصمیم نه لرم. ویل یې: لږ سوچ وکه! ما ور ته کړل: زما غږ د وولس او ملت حق دی، دا حق یو شخص ته نشم وقف کولی.
بل وار د انتخاباتو وخت و. اجمل ځاځي د شاولي مجبور پهٔ خولهٔ حال را لېږلی و چې: اشرف غني ته یو شعر ووایه، دومره بهٔ درکړم… ما ور ته ووې: محمد اشرف غني بهٔ ښهٔ سړی وي، خو لا ثابت شوی نه دی، کهٔ وولس او وطن ته ثابت شو، بیا بهٔ ستاسې د پیسو او کیسو پرته پخپله سندره ور ته ووایم، لکه شاه غازي امان الله خان ته مې چې وویله.
جاوید افریدي حال را سره ونیو چې: د ګل پاڼې سره یوځای پېښور زلمیو لوبډلې ته د څلور میلیونه کلدارو بدل کې درې دقیقې سندره ووایم. ما ور ته وویل: ضرورت نشته چې ښځې سره سندره ووایم، کهٔ ضرورت شو، و بهٔ یې وایم او پېښور زلمیو ته یې اوس ځکه نه وایم چې تر اوسه مې د افغانستان ملي لوبډلې ته ترانه نه ده ویلې، وولس را نه ګیله من کېږي. اول یې خپلې لوبډلې ته وایم، بیا بهٔ ستا خواهش ومنم. »
ما ور ته ووې: د هنر خوږه خاطره دې کومه ده؟
ـ « د خپل وولس مینه، چې هر ځای یې وینم، او حسوم… هره یوه یې شیرینه خاطره ده. »
کاروان صاحب ویل: جاوید امیرخېل سره مې واټساپ کې چټ کاوهٔ؛ في البدیهه مې ورته دا سرود پهٔ ژبه شو:
چې دا ژوند د بېرې شات شي!!
اورېدلې مو ټول عمر
دي ترخې ترخې خبرې
سندرماره زما یاره
غږوه خوږې سندرې
***
دا رباب او ستار څه شول
ولې چوپ دي ولې غلي
زمونږ زړونه ورپسې دي
له پردو نه راوتلي
طبلې ته هم ورسره شه
جادوګرې درمانګرې
***
هارمونېې مَړې راپاڅه
سارې ګا ما پا دا ني شه
لېونۍ نغمې دې جار شم
طوفاني شه طوفاني شه
شنه طوطیان د شوق دې غواړي
ستا نغمې شیروشکرې
***
زنګ مو وتوږه له زړونو
جار غمجنې شپېلۍ راشه
د وطن په سردرو کې
ژوند او مینه او نڅا شه
چې له ژوند سره پخلا شي
جینکۍ دي مرورې
***
پر تار تار د سریندې دې
دا لیندۍ هم شي راتېره
چې دا ژوند د بېرې شات شي
چې نه ترهه وي نه وېره
یو زرغون سرود غږېږي
شي اوبه ورته ډبرې
***
چې الفت پر کېنه بر شي
سره یو به لروبر شي
د بنګړیو په شرنګا به
دا ژوندون شیروشکر شي
خولې به کولپ شي د مارانو
چې په سېل راشي کوترې
***
چې د خدای د مستې مینې
سرودونه مو روان شي
لاروۍ تنده به ماته
د ګلونو په کاروان شي
د الهام غېږه به راکړي
ښاپېرۍ مې ده ملګرې
د جاوید امیرخېل د هنر لارې دې همداسې رڼې او پستې وي، چې د وطن پهٔ سپېره لمن نور ګلونه وټومبي. د دهٔ پهٔ قول چې:
زهٔ رحمن چې ستا د حسن ثنا خوان شوم
ستا لهٔ رویه درست جهان زما ثنا کا
محمدالله همیم
۲۰۲۵ز نومبر میاشت
کابل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.