د ښځو د نس لاندې درد مختلف لاملونه لري او هر یو بېل درملنه لري. ځینې عام لاملونه او د هغوی درملنه دا دي:
۱- د حیض دردونه (دیسمنوریا):
دا د رحم د انقباض له امله وي چې د حیض پر مهال پیدا کېږي.
درملنه:
د درد ضد ګولۍ لکه ایبوپروفن یا ناپروکسن، د تودو اوبو مشکوله یا بوتل پر نس ایښودل، او د نعناع چای څښل ګټور دي.
۲- د ادرار لاره کې میکروبي ناروغۍ (عفونتونه):
درملنه:
داکټر ته لاړ شئ، انتي بیوتیک واخلي، او ډېرې اوبه وڅښئ.
۳- د رحم او شاوخوا برخو عفونت ميکروبونه (PID):
درملنه:
ډاکتر ته لاړ شئ، مناسب انتي بیوتیک واخلئ، او تر روغېدو پورې له جنسي اړیکو ځان وساتئ.
۴- د تخمدان سیست:
درملنه:
که سيست کوچنی وي، د درد ضد ګولۍ بسنه کوي. که پیچلی شي یا وچوي، جراحي ته اړتیا پیدا کېږي.
۵- بهر رحمي میندواري : Ectopic pregnancy
درملنه:
ډاکټر ته لاړ شئ، د صحیح درملنه لپاره درمل واخلئ.
۶- د هاضمې ستونزې لکه قبضت ، باد یا IBS (عصبي کولمې ستونزه):
درملنه:
غذا اصلاح کړئ، زیات فایبر لرونکې خواړه وخورئ، ډیري اوبه وڅښئ .
حل ټکي مشورې ؛
که درد ډېر شدید وي، یا له تبه، غیر معمولي وینه، یا کانګې سره وي، خامخا ډاکتر ته لاړ شئ. له ځانه دم او درمل مه کوئ تر څو دقیق تشخیص وشي .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.