د البرټ اينشټين او رابيندرا نات ټاګور ترمنځ يو فلسفي بحث

ژباړه او سمونه: حفيظ الله غفورزى

200

يادونه: دا بحث د فلسفې ترڅنګ په بحث کې د متقابل احترام ساتلو مهم اخلاقي پيغام هم لري.

اينشټين له ټاګور وپوښتل: “که هېڅوک مېز ته ونه ګوري، نو ايا هغه مېز به لا هم وي؟”
ټاګور موسک شو او ویې ویل: ” له لېدو پرته به څنګه پوهه شٸ چې مېز شته او که نه؟”
په همدې موضوع يې ساعتونه بحث وکړ، پرته له دې چې یو بل قانع کړي.

دا د دوو نوبل جاېزې ګټونکو کیسه ده، یو يې فزیک پوه چې فضا او وخت یې وڅرخول او بل شاعر چې ذهنونه یې تازه کړل.
دواړه په 1930 کال کې په یوه کوټه کې ناست ول او په دې يې بحث کاوه چې ايا کاینات زموږ پرته هم شتون لري که نه؟

لېدنه
البرټ اينشټين د برلين له ښاره لرې په کاپوټ کلي کې ساده او ارامه ژوند کاوه. يوه ورځ يې د دروازې شړنګها تر غوږو شوه چې يې پرانېسته مخ ته یې رابيندرا نات ټاګور ولاړ دى. د هند تر ټولو مشهور شاعر، لومړنی غیر اروپايي چې د ادبیاتو نوبل جایزه یې ګټلې، یو فیلسوف چې د شعور او الهياتو په اړه يې شعرونه تر میلیونونو خلکو ورسېدل.
۵۱ کلن اينشټين، جرمن-یهودي، فزیک پوه، او د نسبیت تیورۍ بنسټګر. یو داسې سړی چې د فضا او وخت قوانین یې د ریاضیاتو له لارې بدل کړل. هغه باور درلود چې کاینات د انسان له موجودیت پرته هم خپلواکه قوانین لري.
۶۹ کلن ټاګور، صوفي، ښوونکى، هنرمند، بنګالي شاعر او فيلسوف. لیکي، چې حقیقت د انسان شعور سره تړلى دى. حقیقت یواځې په هغه ذهن کې شتون لري چې مسايل درک کوي.

اينشټين په کراره بحث پيلوي.
“د کایناتو په اړه دوې مفکورې شته: یو دا چې نړۍ د انسان له موجودیت سره یووالى لري او بله دا چې نړۍ د انسان له فکټور پرته هم واقعي ده.” ورپسې خپله بنسټیزه پوښتنه وړاندې کوي، “ایا کاینات زموږ پرته هم شتون لري؟”
ټاګور په خپل شاعرانه سبک بې ځنډه ځواب ورکوي،
“کله چې زموږ کاینات د انسان د ابدي وجود سره په همغږۍ وي، موږ دا حقیقت بولو او دا د يوې ښکلا په توګه حس کوو.”
دلته د دوی فکري جبهې جوړېږي.
اينشټين استدلال کوي چې کاینات زموږ له پیداېښته مخکې هم وو، زموږ له ختمېدو وروسته به هم وي او موږ ته هېڅ اهمیت نه راکوي. که ټول انسانان سبا له منځه لاړ شي، ستوري به لا هم ځلیږي، د جاذبې قوه به موجوده وي او اټومونه به لا هم تجزیه کېږي. کاینات موږ ته اړتیا نه لري.
خو ټاکور د اينشټين پوښتنې کې پوښتنه پيدا کوي او د دليل په توګه يې ورته وړاندې کوي.
خو ته څنګه پوه شوې؟
ته کاینات یواځې د انساني شعور له لارې درک کوې. ستا ریاضیات، ستا مشاهدې، ستا ټولې تیورۍ د انسان د ذهن له لارې تحلیليږي.
ایا ته دا ثابتولای شې چې واقعیت د درک کوونکي شعور پرته هم شونی دی؟
اينشټين خپله زاویه بدلوي او هڅه کوي یو ګډ دریځ ومومي.
“حقیقت او ښکلا، ایا دا له انسان پرته نه شته؟”
ټاګور: “نه.”
اينشټين: “که هېڅ انسان پاتې نه شي، نو آیا د اپولو بیلوېدېر مجسمه به خپله ښکلا وساتي؟” — (دا یوه مشهوره یوناني مجسمه ده چې د ښکلا لپاره یې شهرت موندلی.)
ټاګور بې له ځنډه وايي: “نه.”
اينشټين وايي: “زه د ښکلا له دې مفهوم سره موافق یم، خو د حقیقت (Truth) په اړه نه.”
همدلته د دوی د نظریو تر منځ ژور اختلاف راڅرګندېږي.
اينشټين دا مني چې ښکلا نسبي ده. بېلابېل کلتورونه بېلابېل شیان ښکلي ګڼي، ځکه چې ښکلا لېدونکو ته اړتيا لري چې ارزښت ورکړي.
خو حقیقت؟ ریاضي؟ د طبیعت قوانین؟
اينشټين دا نه مني چې حقیقت دې د انسان له شعور سره تړلی وي. د ده په باور، د فيثاغورث تیوري هغه وخت هم سمه وه چې انسانانو نه وه کشف کړې او هغه وخت به هم سمه وي چې انسانان له منځه لاړ شي. “۲ جمع ۲ مساوي ۴” به د ځمکې، مريخ، او د کایناتو په هغه ځاى کې به هم سم وي چې موږ به هېڅکله ورته ونه رسېږو.
د اينشټين په نظر، حقیقت د واقعیت په جوړښت کې حک شوی دی او دا د هر شعور نه خپلواک دی.
ټاګور له دې نظر سره په بشپړ ډول مخالفت ښکاره کوي:
“حقیقت چې د کایناتو له ابدي وجود سره یو دی، باید ذاتاً انساني وي. که نه نو هغه څه چې موږ یې رښتیا ګڼو، حقیقت نه شي بلل کېدای.”
ټاګور دا بحث نور هم غځوي او وايي، “حقیقت هغه څه دي چې انسانان یې درک کوي، منلى او شریکولی شي. که یو څه موجود وي او هېڅ انساني شعور يې درک نشي کړاى، نو ايا موږ یې “حقیقت” بللی شو؟”
پرته له شعوره به يوازې شکلونه او اړیکې وي او “حقیقت” د يوه مفهوم په توګه درک کوونکي شعور ته اړ دى چې دا شکلونه وپېژني او تاييد يې کړي.
اينشټين چې فزيکپوه دى هڅه کوي عيني مثال ورکړي،
وايي: “زه خپل نظر نشم ثابتولى، خو دا زما مذهب دی.”
بیا د خونې مېز ته اشاره کوي، “دا مېز چې دلته پروت دى، که زه چېرې بلې خونې ته لاړ شم، زه که دا مېز ګورم يا نه بيا به هم دا مېز موجود وي.
ټاګور ته ګوري: «تاسو وايٸ که څوک مېز ته نه ګوري، نو مېز نه شته؟»
ټاګور دا خبره په غور سنجوي: “هغه مېز چې زه یې وينم زما د شعور لپاره د درک وړ دى”
ټاګور دوام ورکوي: کوم مېز چې موږ يې وينو يو کلک او جامد شى دى چې پښې او سطحه لري، د انسان شعور حسي شيان همداسې تفسيروي. موږ په همدې ډول وده کړې چې دا ځانګړې رڼا وګورو، حصه يې لمس کړو، بڼې يې درک کړو او وروسته بيا زموږ ماغزه د مېز په توګه يو شى ترې جوړ کړي.
خو که شعور نه وي، نو څه پاتې کېږي؟ د انرژۍ څپې يا یوازې اتومونه چې په فضا کې تنظیم شوي؟ یا هغه احتمالي حالتونه چې د کوانټم په کچه یوازې د مشاهدې په وخت کې ځانګړې بڼه نیسي؟
دا خو شعور دى چې مېز د مېز په توګه راپېژني.
خو اینشټین نه قانع کېږي.
هغه پوهېږي چې ګوانټم فزیک دا ښيي چې مشاهدات د ذروي نړۍ پر واقعیت اغېز کوي. هغه خپله د دغو تیوریو په جوړېدو کې برخه اخیستې وه. خو دا نه مني چې د لویو شیانو واقعیت لکه مېزونه، سیارې او ستوري دې د انسان له مشاهدې سره تړلي وي.
اينشټين وايي، “که هیڅوک په دې کور کې نه وي، نو دا میز به لا هم موجود وي. خو يو دم تم کېږي او فکر کوي چې په دې خبره کې ستونزه شته ځکه چې موږ به هلته نه وو چې دا خبره کوو.”
ټاګور موسک شو: “دقیقاً.”
دلته دواړه د فلسفې دیوال سرته رسېږي.
اینشټین باور لري چې واقعیت ابجکټیف دی، یعنې یو داسې کاينات چې د مشاهده کوونکي له شتون پرته هم شته. مريخ له انسانانو وړاندې هم و او د انسانانو له منځه تلو وروسته به هم وي. د طبیعت قوانین هغه وخت هم فعال وو، چې لا شعور نه و رامنځته شوی.
ټاګور بيا په دې باور و، چې شعور او واقعیت یو له بله نه بېلېدونکي دي. کاينات لکه څنګه چې موږ یې وینو د فزیک، ریاضیاتو او تجرباتي مشاهداتو له لارې د معنا او جوړښت لپاره شعور ته اړتیا لري.
دواړه خپل دلايل لري، خو یو بل نشي قانع کولى. اینشټین او ټاګور سره له دې چې ژور اختلافات يې درلودل، خو يو بل ته يې د احترام تله له اختلافاتو ډېره درنه وه.
ټاکور کله چې اروپا ته تللی و، څو ځله يې له اینشټین سره لیدلي وو، ليکونه يې تبادله کړي وو.
دوی دا پوښتنه د فزیک، فلسفې، شاعرۍ او تصوف له مختلفو زاویو وڅېړله.
اينشټين د ټاکور په اړه وايي، “د هغه ټولې خبرې فلسفي بحث ته اوښتي او تل فکر هڅوونکې وي.”
ټاګور بيا د اينشټين په اړه وايي، “ما له هغه سره ډېری خبرې کړي، او ډېر څه مې ترې زده کړي.”

دواړو د واقعیت او طبیعت په اړه ژور اختلافات درلوده خو دا اختلافات د احترام مانع نه وو.
دوی دواړو په یو بل کې حقیقت او ریښتینوالي وپېژندله   او ورته له بېلابېلو فکري دودونو له مخې اینشټین د لوېدیځ فزیک او ریاضیاتو، ټاګور د ختیځې فلسفې او فکري دود له لارې نږدې کېدل.

ولې ٩٥ کاله وروسته دا موضوع نن هم مهمه ده؟
موږ لا هم دا بحث روان ساتلی دی.

ګوانټم فزیک هغه “ابجکټیف واقعیت” لا ډېر مغشوش کړی دی چې اینشټين یې هیله درلوده.
د نندارې اغېز، ګوانټمي تړلتيا د څپې سقوط دا ښيي چې د نندارې شتون په ژوره توګه د واقعيت په جوړښت اغېزه لري. يوه داسې مفکوره چې اينشټين يې نارامه کړى و.
د هغه مشهوره جمله “خدای له کايناتو سره لوبې نه کوي”  دا د کوانټمي بې‌نظمۍ ردول وو.
هغه خپل وروستي کلونه دې ته وقف کړل چې ګوانټم فزيک نیمګړى ثابت کړي او ويل به يې باید یو پټ متغیر موجود وي چې واقعیت بېرته ابجکټیف ثابت کړي.
خو بريالى په دې نه شو چې کاينات د ګوانټمي کچې په سطحه تر مشاهدې مخکې مبهم او غیر‌مشخص ښکاري.

خو اینشټين په دې باور و چې د انسان له مشاهدې پرته هلته یو عیني واقعیت شته او دا لا تر اوسه هم د ساینس بنسټ دی.
موږ مریخ ته راکټونه لېږو او په دې باور لرو چې مریخ شته، که څوک ورګورې او که نه.
موږ د لرغونو ستورو څېړنه کوو او په دې باور لرو چې له شعور وړاندې دا ميلياردونه کاله مخکې موجود وو.

بل لورې ته د ټاکور دريځ هم په معاصره فلسفه کې، د شعور په مطالعاتو کې، د ختيځې او لويديځي فلسفې په يوځاى کېدو کې، د مصنوعي شعور او مصنوعى ځېرکتيا په پوښتنو کې ژوندى دى.

نو دا بحث، “ایا واقعیت زموږ له شتونه بې‌ نیازه دی، که نه؟” لا هم روان دی. موږ لکه اينشټین او ټاګور لا هم د حقیقت شاوخوا ګرځوو، یو له ساینسه، بل له شعوره.
که کومه ونه په ځنګل کې راولوېږي او هلته هېڅ شعوري موجود نه وي، ایا غږ به وکړي؟
غږ خو غوږ دماغ او ادراک ته اړتیا لري. د شعور پرته، هلته یواځې د هوا د فشار څپې وي، نه هغه غږ چې موږ یې اورو او تجربه کوو يې.

دواړه د نوبل ګټونکي وو او خپلو اړوندو برخو کې يې بنسټيز بدلونونه رامنځته کړل.
اينشټين فزيک بدل کړ فضا او وخت انعطاف‌پذیره شول. انرژي او کتلې برابرې شوې. کاینات تر هغه ډېر عجیب او ریاضي‌ محوره شول لکه څنګه يې چې تصور کېده.
ټاکور ادبيات بدل کړل هغه د هند فلسفه لوېدیځ ته يوړه. داسې شعرونه یې ولیکل چې د تصوف او معاصر فکر ترمنځ پُل شو او نسلونه يې د انساني تجربې په یوالې پوه کړل.

دا هماغه تلپاتې پوښتنه ده چې اینشټین او ټاګور مطرح کړې وه:
«واقعیت څه شی دی؟»
اینشټین ویل: واقعیت هغه څه دي چې د شعور له شتون پرته هم موجود دي.
ټاګور ویل: واقعیت هغه څه دي چې شعور ورته معنا ورکوي.
اینشټين ویل: ریاضیات هغه ابدي حقیقتونه بیانوي چې د ذهنونو له پیدایښته وړاندې هم موجود وو.
ټاګور ویل: ریاضیات، د ذهن افکار دي. څنګه کولی شې حقیقت له فکره بېل کړې؟
اینشټين ویل: کاينات زموږ پر شتون پاملرنه نه کوي.
ټاګور ویل: کوم کاينات چې ته يې درک کوي، دا ستا د ذهن یو تصور دی. که ذهن نه وي، نو څه پاتې کېږي؟

یو بل يې قانع نه کړل خو پوښتنه يې لا پسې وغځوله.

د اینشټین او ټاګور بحث پای ته ونه رسېد او ښايي هېڅکله هم پای ته ونه رسېږي. ځکه په دې بحث کې د انسان تر ټولو ژورې پوښتنې دي:
“موږ چیرته یو؟ او څه ته ریښتیني وایو؟”

ريښتینې بریا:
هېڅ یو یې دا مناظره ونه ګټله.
خو دواړو یو څه ثابت کړل:
– دا چې دوه ځېرک ذهنونه کولی شي پر واقعیت ژور اختلاف ولري او بیا هم د یو بل درناوی او ملګرتیا وساتي.
– دا چې ساینس او شاعرانه تفکر د یو بل مخالف نه دي.
– دا چې فزیک او فلسفه کولی شي یو بل ته ژوروالی ورکړي.
– دا چې سترې پوښتنې ځواب نه لري، بلکې لا غوره پوښتنې زېږوي.

اینشټين وپوښتل:  “ایا کائنات زموږ پرته هم شته؟”
ټاګور وویل:  “ته څنګه پوهېږې چې شته؟”
دا دواړه بشپړه پوښتنې دي، خو دواړه بې‌ځوابه دي.
دواړه، انسان د شعور، واقعیت، او پوهې ژورو ته بیايي.

او اوس هم دا بحث لا روان دی:
– په ګوانټم فزیک کې
– د شعور په فلسفه کې
– د پوهې د حدودو په اړه
– او د شپې ناوخته د هغو ملګرو ترمنځ چې پر هر څه اختلاف لري.
ځینې پوښتنې ځواب نه لري، بلکې لا ژورې پوښتنې راولاړوي.
او تر ټولو غوره پوښتنه دا ده:
“که څوک نه وي، ایا واقعیت شته؟”
فکر پرې وکړه.
خو پام وکړه: ته نشې کولای فکر پرې وکړې، پرته له شعوره. دا هماغه د ټاګور خبره ده.
او ته فکر کوې پر داسې څه چې ته وایې له تا پرته هم شته او دا هماغه د اینشټین خبره ده.

ښه راغلاست دې بحث ته چې په 1930 کې پیل شوى  او هېڅکله به پای ته ونه رسېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.