ټول غواړي چې له هر اړخه ښه او خوشاله ژوند ولري، خو اوسني وخت کې واقعي بریا، خوشالي، او هوساینه په اسانه نه شي تر لاسه کېدای، ارواپوهان وايي، هغه کسان چې ښه او هوسا ژوند لري هغوی تالېمن او ښه چانس لرونکي نه دي بلکې هغوی په شعوري توګه د خپل ژوند لپاره خاص او ځانګړی اصول ټاکلي دي او د هغو له مخې پرمخ ځي، د دې اصولو ټاکل او عملي کول اسانه کار نه دی، بلکې دا هر څه په ټینګه اراده کېدای شي، هغه اصول په لاندې ډول دي.
۱. د خپل ځان پېژندنه
د بریالیتوب او خوشالۍ مهم راز د ځان پېژندنه ده، خوشاله او بریالي خلک له خپلو احساساتو سره په اړیکه کې دي، هغوی پوهیږي چې څه شی یې خوشاله کولی شي او څه شی خپه کولی شي، دوی له خپلو احساساتو څخه د انکار پرځای هغه درک کوي او مني يې.
۲.سالمې اړیکې لرل
په کور، کارځای، ټولنه او چاپېریال کې سالمې اړیکې لرل د انسان لپاره ډېرې مهمې دي، بریالي او خوشاله خلک خپله انرژي د هغو اړیکو پر پاللو مصرفوي چې واقعنا ورته ارزښتمنې او کټورې وي، دا ډول خلک په موقتي اړیکو کې نه ښکېل کیږي. ارواپوهنه دغه ځانګړنه ځان ته د احترام په مانا بولي.
۳. اروايي او جسمی روغتیا
خوشاله او بریالي خلک خپلې جسمی او اروايي روغتیا ته بشپړه پاملرنه کوي، هغوی ته خپله روغتیا تر ټولو ارزښتمنه وي، کافي خوب کوي، سالم خواړه خوري، له نېشهیي توکي نه کاروي او دغه راز د خپلې ښې روغتیا لرلو په خاطر خپل ډېر وخت په ټولنیزو شبکو نه مصرفوي، دا ډول خلک پوهیږي چې بریالتوب، پرمختګ او خوشالي په روغ صحت سره تر لاسه کېدای شي.
۴. په اوس کې ژوند
بریالي خلک په اوس کې ژوند کوي، نه په تېر(افسوس او کاش) کې… هغوی له تېر وخت او ژوند سره د تل لپاره خدای په اماني کړې ده، د هغوی ټول تمرکز په نن(اوس) دی، تېر وخت د ژوند یوه برخه بولي نه ټول ژوند، له تېر څخه یې درس او تجربه اخیستې بیا یې هېر کړي دي، د نن له هرې شېبې خوند اخلي او په ارزښت یې پوهیږي.
۵. ځان مقایسه کول
خوشاله او بریالي خلک ددې پروا نه لري چې نور خلک څنګه ژوند لري بلکې ټول تمرکز یې په خپل ژوند وي، دا ډول خلک په هغه څه فکر نه کوي چې نه یې لري بلکې په هغه څه فکر کوي او خوند ترې اخلي چې لري یې، ځان له نورو سره د مقایسه کولو پرځای د خپل ژوند له میسر څخه خوند اخلي، هغوی پوهیږي چې ځان له نورو سره پرتله کول ځان د بدمرغۍ کندې ته ټېل وهل دي.
۶. موخه لرل
کوم خلک چې خوشاله او بریالی ژوند لري هغوی لویې موخې لري او ورته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، د خپلو موخو پر لور له مزل نه خوند اخلي، دوی دا درک کړې ده چې پرته له موخو ژوند کول د حیواني ژوند په څېر وي، چې هېڅ ډول بریا، خوښي، پرمختګ او لاسته راوړنه په کې نه وي.
۷. مثبت فکر کول
بریالي خلک هېڅکله په خپل ذهن کې منفي افکارو ته ځای نه ورکوي، هغوی هر څه ته له مثبتې زاویې ګوري، دوی په خپلو افکارو بشپړ برلاسي وي، هېڅکله خپل ژوند په منفي فکرونه نه خرابوي، پوهیږي چې مثبت فکرونه یې د بریا او پرمختګ کې پوره مرسته کولی شي او خپلو موخو ته یې رسولی شي.
۸. کوچنیو بریاوو او لاسته راوړنو څخه خوند اخیستل
د خوشاله او بریالو خلکو یوه ځانګړنه دا هم ده چې دوی تل له د کوچنیو بریاوو او پرمختګونو څخه خوند اخلي، د خوشالۍ لپاره پلمې لټوي، دوی د خوښۍ لپاره هېڅ فرصت له لاسه نه ورکوي. څه شي یې چې خوشاله کوي پر هماغه څېزونو تمرکز کوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.