فلشمن » (۱۹۱۵ -۱۸۲۲)»

همایون دوست

76

فلشمن Flashman» (۱۹۱۵ -۱۸۲۲)»

فلشمن دا د انګلیسي لیکوال «جورج مکډونالډ فریزر» (۱۹۲۵-۲۰۰۸) د ناول نوم دی چې، د فلشمن د یادښتونو په بڼست پنځول شوي، د ناول په پیل کې د لندن نه کلکتې او کابل ته، د فلشمن لومړي سفر د لاری ستونځو او د افغان ـ انګلیس (۱۸۳۹-۱۸۴۲) د لومړۍ جګړې په تودخه کې هغه د سیاسي فعالیت‌، د جګړې د ټولو خونړیو او مهمو پیښو لکه: په کابل کې د څارګري ادارې مشر جګړن «برنز» او پسې د محمود خان کلا په څیرمه کې د سفیر «مکناټن» په وژنه او د وژنې په څرنګه والي، همدا شان د کابل-جلال اباد په لویه لار کې، د جنرال ایلفنسټون په مشرۍ د بریتانوي ۱۴ زره کسیزي قول اردو (+ د ۱۰ زره هندوستاني نوکرانو او چاکرانو ) او ورپسې د ګندمک په څیرمه کې، همدې قول اردو ته د مرستې رسولو پاره روانې «۴۴کمندو لیوا» د بشپړی تباهي په اړه، فلشمن د سترګو لیدلې منظره او په غوږونو اوریدلې د خبرو اترو لړۍ پوره جزیات یې، چې په ټولو یادی شوو تاریخي پیښو کې، د سیمو او اشخصاو ذکر شوي نومونو ریښتینوالی، ټکې په ټکي کره او سل په سلو کې د تاریخي معتبرو لاسوندو سره اړخ لګوي. په خورا ښکلي مهارت او روښانه تفصیل سره، د لوستونکو په وړاندې انځور او بیان کړي.
د رڼاوی پاره اړینه یادونه ده چې، پخپله فلشمن تخیلي څهره او یا د ناول اتل نه دی، دی بر سیره له دې نه چې د کابل د لوی پاڅون له ورځې څخه کوم چې د جګړن «برنز» په مرګ تمام شو تر مکناټن وژل کیدو ورځ پورې، کابو نهه میاشتې د (وزیر) اکبر خان سره په کور کې دننه اسیر او بندي وی، چې هلته بیا د هغه زړورتیا او ځیرکتیا د ده په افکارو او روحیه باندې ډوب اغیز شیندي او ده د خپل ژوند تر پایه پوري، ځان هغه د نیکوې او د ښیګڼو مدیون ګڼي، د بیلګې پاره یو ځاې لیکي «… اوس چې د افغان- انګلیس جګړي له پېښېدو څخه څه د پاسه ۶۰ کلونه اوښتي دي، لا ام حیران یم چې ایا زه (وزیر) اکبر خان ته د یو سرکښ بدماش او زرګونو انګریزانو قاتل! په سترګه وګورم او که د یو میړني توریال په سترګه!…».
فلشمن د داستان په اړه که په لنډو ټکو کې خبره خلاصه کړم، نو ویلې شو چې، په دې داستان کې پخپله فلشمن د یو بې تجربې، بې واکه او ټیټ رتبې انګریزي افسر په ونډه لوبیدلي، لاکن ناړامه او متحرک برخه لیک یې کله داستان د مرکزي لوبغاړي (وزیر) اکبر خان څنګ ته د مشاور او یا د قاصد په دنده او کله ام د هغه په وړاندې په منفې او فرعې ونډې لوبوي.
په هر صورت دی د(وزیر) اکبرخان پيژندنه په داسې الفاظو ستایې چې «…هغه د غرور او تکبر څخه پاکو سترګو او د ظاهري زړه راښکونې څهرې پټ ځواک بربڼډه شاهدي ورکوله چې، د هغه په وجود کې د ځوانمردی او شهامت ټولې هغه نښې موجودی دي، کومې چې د نړۍ د سترو او ځواکمنو اتلانو سره مناسبې ښکاري…».
فلشمن د یادښتونو مخینه :
دا د «هري. پجیت. فلشمن» د پنځو لسیزو (۱۸۴۰-۱۸۹۰) پوځي خدمت د ورځېنو خاطراتو، یوه ستره (۱۲ پڼډ کتابیزه) ټولګه ده چې، هغه خپل ژوند د تقاعدی په پړاو کې کښلي او د مرګ (۱۹۱۵) نه پس یې، په غالب ګومان چې د ځینو شرمناکو خاطراتو د رسواۍ په وجې، خپلوانو او یا مطبعي له چاپ څخه ډډه کړې وي، مګر د ورکیدو او کاغذونو د وراستیدو له ویري هغوې دا پاڼې د شړشمو تیلو په یوې غوړې روجاي کې پوښلي او بیا یې، په احتیاط سره د وچو چایو په پېټۍ کې خوندې کړي وي، چې پوره نیمه پیړۍ ورسته (په ۱۹۶۵ کال کې) کله چې د ښاروالۍ ناحیې د پلان له مخې نوموړی کور د بیا رغونې او ترمیم په موخه تخلیه او سامان الات بې لیلام ته وړاندې شو، نو د چایو په پېټۍ کې دغه خزانه ومندل شوه او په دې تړاو مؤظفو مامورینو د فلشمن یواځینی وارث «مارسون» سره اړیکه ونیوله، هغه په جنوبې افریقا کې هستوګن ؤ او له هغه ځایه یې مامورینو ته سپارښتنه وکړه چې امانت دې، لیکوال فریزر ته وه سپارل شي، (مارسون او فریزر د دویمي نړیوالي جګړي په مهال، په بریتانوي هند کې د عسکری مکلفیت دوره یو ځای تیره کړي وه). کله چې دا پاڼې د فریزر لاس ته ورغلي، هغه په لومړنیو پاڼو کې د لیکوال «توماس هوز» د نامه سره مخ کیږي. «توماس هوز» هغه لیکوال ؤ چې لا په کال ۱۸۵۶م. یانې کابو ۱۱۰ کاله د هغې مهال څخه وړاندې، «د ښوونځي دوران» نومي اثر، په لندن کې چاپ او خپور کړی ؤ او فریزر په مشکلاتو هغه اثر ته لاس رسی وموند، چې په لوستلو یې متوجه شو چې، «د ښوونځي دوران» د داستان «فلشمن» نومي لوچک او لنډغر اوباش، چې «یشبې» د ښار یو خصوصي ښوونځي څخه، د نورو ماشومانو د ازار او اذیت په جرم شړل شوی ؤ او د ملکې ویکتوریا پوځ د ویاړلی او نازولي اتل، ستر جنرال هري پیجټ «فلشمن» نومونه، نه د تصادف له مخې یوشان دی بلکې، دا دواړه منفور کسان یو کس دی.
د لیکوال په وینا، «ښاغلي مارسون (د فلشمن لمسي) کله د دې خاطراتو په چاپ کولو کې زما علاقمندی حس کړه، …له ما نه یې خواهش وکړ چې، منځپانګې یې د ناخوالو او ناګوارو خاطراتو څخه سانسور کړم، خو ما چې وکتل د کیسو لیکنو په هنر کې، فلشمن له ما نه تکړه دی او چیرې چې تاریخي حقایقو ته اشاره کوي هغه ریښتینی او دقیق دي، ولي کله چې د شخصي مسایلو او کارنامو په اړه غږیږي د هغې په دروغو او ریښتیاو یې قضاوت لوستونکو ته پریږدم….ما صرف د یو څو محدودو املأي تېروتنو د اصلاح کولو پرته د ده په لیکونو کې ګوتې نه دې وهلي.»
په دې اساس فریزر د دې لیکونو په بڼسټ «فلشمن» په نامه لومړی ناول په ۱۹۶۹م. کې چاپ کړ ، چې له دی درکه ام په خپله لیکوال او ام یې ناول نړیوال شهرت ومومند.
د کتاب په سریزه کې، لیکوال لیکي چې پیجټ فلشمن، په ۱۸۲۲ کال کې د انګلستان په اشبي ښار کې زیږیدلی و او د ملکي ښوونځي څخه د شړل کیدو پس، دی د شهسواری (نظامي- استخبارتي) په ښوونځی کې شاملیږي او هلته د اسپ سوارۍ او نورو څارګري زده کړو څخه پس په ۱۸۴۰کال کې، هند ته ځي او په کلکتي ښار کې د بریدمن په رتبه دنده پیلوي، خو څنګه چې طبیعت هغه ته د ژبې په ژر زده کړو کې فوق العاده ښه استعداد ډالۍ کړی ؤ، دی هلته پښتو زده کوی او بیا په کابل کې د مکناتن او شاه شجاع د پوځي کاروان په منځ کې، د افغانستان په جګړه کې برخه اخلي او هغې پسې په هند کې د سیکانو په جکړو او سپاهیانو د بغاوت په ځپلو، چین سره د تریاکو په جګړو، په روسیه کې د کریمیا په جګړه، د امریکا د پریریز او د کالیفورنیا د سرو زرو کانونو د جګړو په ګډون، د بورنیو او ماداګاسکر په جګړو، برسیره د ویکتوریا امپراتورۍ په ګڼو نورو جګړو کې برخه اخلي او د ټولو څخه هغه د چا په خبره چې “له اوبو څخه وچ” راووځي او د هر پرله پسې جنګ په بدل کې یې نوي جایزې او رتبې ترلاسه کوي.
د جورج فریزر په رومانو کې که څه ام فلشمن ظاهراً یو ښکلی ډولي (شیک پوش) او خوش اندام ځوان بریښي، چې د انګلیس او د روس د امپراتوريو تر منځ د لوی لوبې په سیالۍ کې د مهم سیاسي لوبغاړي په حیث فعاله ونډه لوبوي. خو عین وخت کې دا د یو بې غیرته، بې ادبه، بې ناموسه، ډارن، لاکن چالاکه او چوتار انسان په صفت معرفي شوی، چې د هرې ستونځې نه ور ته د تیښتې لار، مخکې له مخکې مالومه وي.
فلشمن په ۱۹۱۵ کال کې د ۹۳ کلنو په عمر مړ کیږي.
لیکوال په انګیرنه فلشمن د طوفاني ژوند تر ټولو هوښیار او ګټور کار د هغه «یادښتونه» او د دغو «یادښتونو» په ضمیمه د هغه ریښتیني توضیحات ګڼل کیږي دا مجموعه ښاغلي فریزر له نظره د اوسني عصر ارزښتناک شاهکار ګڼل کیږي.

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.