هند کابل کې سفارت پرانیست

50

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په کابل کې یې تخنیکي ماموریت تر سفارت کچې لوړ کړی دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، یاده پرېکړه د هند ژمنتیا څرګندوي چې غواړي له افغانستان سره په ټولو برخو کې ژورې دوه اړخیزې اړیکې ولري.

کابل کې د هند د سفارت بیا فعالیت او د تخنیکي ماموریت کچه سفارت ته لوړولو ژمنه، هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر، امیرخان متقي په اووه ورځني سفر کې شوې وه.

د هند خارجه وزارت په دې تړاو خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په کابل کې به د هند سفارت د هېواد د پرمختیا، بشري مرستو او نورو اړینو برخو کې د دغه هېواد رول پیاوړی کړي.

هند طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو له دې وړاندې یې د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت سره خپلې ژورې دوه اړخیزې اړیکې درلودې، چې د هېواد د ملي ګټو په مدار کې وې.

کارپوهان که څه هم دا د طالبانو د لاسته راوړنې برخه بولي، خو وايي هند د دې ډلې پر وړاندې محتاطانه ګام اخلي او غواړي افغانستان د پاکستان او هند د سیاليو په ډګر بدل کړي.

راپورونه وايي، چې د طالبانو او پاکستان وروستۍ نښې هم هند سره د اړیکو جوړېدو له کبله وې.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له دې وړاندې د هند د دغې پرېکړې هرکلی کړی و، خو تر اعلانېدو وروسته یې کوم غبرګون نه دی ښودلای.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.