افغانستان درې ځله د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ویزو غوښتنه رد کړې

106

د افغانستان اسلامي امارت (ا.ا) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو مشر عاصم ملک او دوو نورو جنرالانو درې ځله د افغانستان ته د راتګ لپاره د ویزو غوښتنې رد کړې دي.

یوې باوري سرچینې نن (دوشنبه، د تلې ۲۱مه) روښانه ویلي، چې اسلامي امارت په تېرو درېیو ورځو کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو مشر عاصم ملک او دوو نورو جنرالانو درې ځله افغانستان ته د راتګ لپاره د ویزو غوښتنه رد کړې ده.

سرچینې ټینګار کوي چې اسلامي امارت پاکستاني ځواکونو سره د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې له درنه نښتې وروسته په تېرو درېیو ورځو کې درې ځله افغانستان ته د راتګ لپاره د پاکستان د دفاع وزیر په مشرۍ د یوه لوړپوړي پلاوي د ویزو غوښتنه رد کړې ده.

دا پلاوي چې دفاع وزیر خواجه محمد اصف، د استخباراتو مشر عاصم ملک او دوو نورو جنرالانو په کې شامل دي، د پاکستان د وروستيو پراخو پوځي عملیاتو او د ډېورنډ کرښې پر سر د نښتو په اړه د خبرو اترو لپاره افغانستان ته راتلل غوښتل.

په دې اړه باید وویل شي چې د اسلامي امارت ځواکونو پر کابل کې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې د فرضي کرښې تر څېرمه د پاکستان پر پوستو بریدونه پیل کړل چې په پایله کې له ۵۰ ډېر پاکستاني سرتېري ووژل شول.

له جګړې وروسته د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې دا بریدونه یې د پاکستان د هوايي برید په غبرګون کې کړي او خبرداری یې ورکړی چې که بیا ځلي پر افغان خاوره برید وشي، تر دې له سخت عکس‌العمل سره به مخامخ شي.

د اسلامي امارت دا اقدام د افغانستان د حاکمیتي حقونو په درناوي او د سیمې د امنیت د تضمین په برخه کې د هېواد د ځواکمنې بهرنۍ تګلارې څرګندوی دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.