ملګري ملتونه په افغانستان کې د جنګي جنایتونو پلټنه کوي

104

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن د دوشنبې په ورځ پرېکړه وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره یو پراخ کمیسیون جوړ کړي.

د رویټرز د خبر له مخې د اروپايي اتحادیې موخه له دې وړاندیز دا ده، چې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو د احتمالي جرمونو په اړه شواهد راټول کړي او د راتلونکو محاکمو لپاره زمینه برابره کړي.

متحده ایالاتو وار له مخې د خپلو ځواکونو د کړنو د څارنې مخالفت کړی؛ خو د طالبانو د سرغړونو د څېړنې ملاتړ یې کړی. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت ویلي، چې د خپلو ځواکونو پر وړاندې د غیرقانوني صلاحیت د لګولو هڅې به ونه زغمي.

د بشري حقونو څار په برخه کې افغانه څېړونکې فرشته عباسي دغه ګام د څو لسیزو د بېکیفیته حالت ماتولو لپاره مهم بولي. هغې زیاته کړه: «که یوازې یو سیمه ییز قوماندان له دغو سرغړونو لاس واخلي چې پوهېږي د هغه پر وړاندې یې دوسیه پرانیستې ده؛ نو دا ارزښت لري.»

د نوې پلټنې ساحه پراخه ده او وخت محدودیت نه لري، چې د نړیوالو ځواکونو احتمالي سرغړونې هم په کې شاملېدای شي. ځینې هېوادونه لکه برتانیا او استرالیا په افغانستان کې خپلو ځواکونو ته د جنګي جرمونو پلټنې پیل کړې، خو محاکمې یې لږې وې.

چین د دې پلټنې پر لګښتونو او اغیزمنتوب شک څرګند کړی، خو اوکراین، ناروې او سویلي کوریا یې ملاتړ کوي. که دا پلټنه تصویب شي، کولای شي د جنګي جرمونو د محاکمو لپاره مهمه زمینه برابره کړي.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.