د مهاتما ګاندهي(ګاندهي جي) وژونکي (قاتل)

یاد

120

د مهاتما ګاندهي (ګاندهي جي) وژونکي ( قاتل )

څوک واو ولې یې وواژه؟

———————————————————-
مو هنداس کرم چند ګاندهي( ګاندهي جي ) ته دهند ولس ځکه د مها تما لقب ورکړی دی چې مها آتما یعنې ستر ې اروا او یا ستر روح ته ویل کیږي او نوموړی دهند د ملت بابا ګڼل کیږي .
مهاتما ګاندي په۱۸۶۹ زیږدیز/میلادی کال کې د هند د ګجرات د ایالت (صوبې) په پوربندر نومي ځای کې په یوې اشرافي کورنۍ کې پیداشوی و. ده په لندن کې د حقوقو او قانون په برخه کې زده کړې کړي وې اوډیر وخت یې په جنوبي افریقا کې دوکیل په توګه هم کار کړی و.مهاتما ګاندهي ساده ژوند درلود .تول کارونه به یې پخپله کول ،ځان ته به یې دڅرخې په ذریعه دخمتا کالي اوبدل ، خپل کور به یې پخپله جارو کاوه ، یوه وزه یې درلودله او هغه به یې لوشله او دهغې دپیو ( شودو) نه به یې ګټه اخیستله.دي پر خپلو خلکو او خپل ولس ډیر ګران و او دهند دآزادۍ یو ستر مبارزو اوپه پای کې د۱۹۴۸ کال دجنورۍ په ۳۰ نېټه دیوه متعصب هند و له خوا چې نوم یې نتهو رام ګودسې و وژل شو.
د مهاتما ګاندهي (ګاندهي جي)
نتهورام ګوډ سې څوک و؟
د ده اصلي نوم رام چندرا وینایک ګودسې و Nathuram Vinayak Godse وچې د۱۹۱۰ زیږدیز /میلادي کال کې دهند دمها راشټرا ایالت پونې ته څیرمه دباراما تي په سیمه کې په یوې برهمنې مذهبی کورنۍ کې زیږیدلی و. خو ځکه ده ته نتهورام ویل کیده چې موریې ده ته په پوزه کې کړۍ اچولې وه په مرهټي ژبه کې دپوزې کړۍ یا حلقې ته نتهو وایی.
نتهورام په پیل کې دګاندي جي دافکارو سره مینه درلودله ، خو کله چې دافراطي مذهبي او تنګ نظره مذهبي نیشنلیستو ډلو او له هغو نه Rashtriya Swayamsevak Sangh (RSS) او Hindu Mahasabha سره یوځای شو نو په افکارو اوسوچونو کې یې بدلون راغی، همداراز نتهو رام ګوډسې دمرهټي ژبې یو اخبار هم چلاوه چې نوم یې اګراني و او په هغه کې یې دګاندي جې افکار غندلي او هغه یې دهندوستان دخلکو پر خلاف بللي دي . همداراز نتهورام ګودسي به ویل چې هندوستان یوازې دهندوانو هیواددی او مسلمانان دلته دژوند کولو حق نلري .همداراز ده دګاندهي جي دعدم تشددپالیسي چې دوینو دتو ېیدلو پر خلاف وه هغه یې نرمه پالیسۍ ګنله او غندله یې او دغه پالیسي یې د هند د ولسونو په ګټه نه بلله.
په پای کې نتهورام ګودسې تردې نه دمخه هم یوځلې د خپلې یوې هم فکرې ډلې سره له بمبئي نه ډیلي ته راغلی و چې ګاندي جي ووژني دوی په خپل پلان (منصوبه) کې بریالي نه شول، یو تن یې ونیول شو او نور بېرته بمبئي ته ستانه شول.
لس ورځې وروسته ګودسې بیا له خپلو ملګرو سره ډیلي ته ته راغی او د۱۹۴۸ کال د جنوري په دېرشمه نېټه د مازدیګر په پنځو بجو ېې خپل ځان تر ګاندي جي ورساوه، او په درېیو مرمیو سره ېې وواژه، همالته یې خپله وسله کېښوده، پولیسو ته ېې غږ کړ او خپل ځان یې قانون ته تسلیم کړ.
ګودسې ویلي و: داسې څوک مې وواژه چې سیاست او لارې یې په زرګونه هندوان له نابودۍ سره مخ کول، د هغه له منځه وړو لپاره قانوني لاره نه وه؛ نو ځکه مې په مرمیو وویشت.
وروسته دده محاکمه پیل شوه او بیا دد۱۹۴۹ زیږدیز کال دنوامبر په ۱۵ نیټه دا مباله په زندان کې ورته دپاڼسۍ سزا ورکړل شوه .
دده دپاڼسۍ او وژلو دسزا سره دګاندي جي زامنو هریوه مني لعل ګاندي او رامداس ګاندهي مخالفت وکړ او داکار یې دګاندي جي داصولوخلاف کار وباله ، خو دهغه وخت حکومت، عدالت اوسرکار دهغه پاڼسي وغوښتله او ده ته دغه سزاورکړل شوه .
( یاد)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.