فراری – د ۳۱ کلونو مخکې کیسه

احسان الله ارینزی

84

فراري

 

سره له دې چې زما عمر ان دوولسو كالو ته رسېدلى و؛ خو د خپلې مور له خوږې غېږې څخه نه ليرې كېدم. ښه مې په ياد دي هغه روځ ما د خپلې مور خوږې غېږې ته پناه وړې وه،  چې د اوښكو تروه مزه مې وڅكله. كله مې چې سترګې پرانستلې، مور مې ورو- ورو ژړل او روڼې اوښكې يې په سترګو كې له ورايه ځلېدې.

زه وبيريدم. ناڅاپي مې د مور له غيږې څخه پاڅېدم او پوښتنه مې وكړه:

_ ولې مورې؟ څه ټكه لويدلې چې داسې اوښكې تويوې؟

هغې څه ونه ويل او بلې خوا ته يې وكتل؛ خو ما راټينګه كړه او بيا مې وپوښتله:

_ ولې ژاړې مورې؟ ماته ووايه چې زړه مې چووي.

دا ځلې هغې په ژړه غوني غږ ځواب راكړ:

_ جګړه ده بچيه!

سره له دې چې زه د خپلې مور د خبرې په ټوله مانا پوه نه شوم؛ خو د هغې كرارې ژړا د يوه تراخه واقعيت منلو ته اړ كړم.

درې  روځې وروسته موږ د كلي له جنګياليو سره د خداى پاماني د پاره غونډ شوي وو. ډېر كليوال د جومات په مخه کې ولاړ وو. د كور په سر يو سړى له پرديو سره د سترې جګړې د پاره تګ ته چمتو وو.
له كلي څخه اوږده كږليچنه لار، په غره كې د جنګياليو د پوځي اډې په لور غزېدلې وه. هلته د نورو كليو جنګيالو هم  پټنځایونه درلودل.  داسې ګونګوسى و چې ستره او اوږده جګړه په مخ كې ده. څو شيبې وروسته ديرش – پنځه دېرش ځوانان او پاخه سړي له خپلو وسلو سره، د غره په لور وخوځېدل. ځينو شا ته كتل او خپل لاسونه يې د خداى پاماني د پاره خوځول.

زما پلار د تګ په وخت كې، زما مورته پټ په غوږ كې وويل:  

_تګ ته مې هېڅ زړه نه كېږي دا ډېره لويه جګړه ده  پښې مې سمې نه ځي  دريغى چې نه واى تللى!

مور مې په تونده ورته وويل:

_ دا خبرې ستا له خولې سره بدې ښكاري! دريغى دا مې له تا څخه نه واى اورېدلې دا ومنه چې كه زه نارينه واى، ځان به مې لس ځلې  په دې جګړه كې وژلاى واى

پلار مې شا اوخوا وكتل او ورو غوندې يې وويل:

_  د جګړې خوږې خبرې ، وخت يې تريخ دى! اوس دا خبرې كوې؛ خو كه ته رښتيا زما په ځاى واى، بيا دې بل شانې فكر كاوه ګلدوست اكا وايي څوك پكې خانان شول،  د چا لاړې ارتينې پكي!..

خداى ښه پوهېږي چې زما د مور او پلار مركه به څومره اوږده  واى، كه د ډلې د مشر غږ نه واى جګ شوى:

_ شاګله مركه لنډه كړه چې ناوخته شو.

ما د ډلې لار څارله. دوى په يوه ليكه كې ورو- ورو خوځېدل او په مخ تلل. لږ ږرږسته وروسته ټول جنګيالي د سترګو الونيه شول او په غونډۍ واوښتل.

سپين سرو او ځوانو ښځو بيا د دوى د پاره  دعاوې وكړې او په داسې حال كې چې ځينو لا هم ورو- ورو ژړل خپلو كورونو ته ستنې شوې.

***

په چينو كې اوبه  د پخوا په شان خوټېدې ، د لمر زرينې وړانګې همغسې پريوتې او مرغانو د پخوا په شان سندرې بللې؛ خو لږ كسان ورته هوسېدل. په كلي كې هرڅه بدل شوي غوندې ښكارېدل. ډېر نارينه جګړې ته تللي او ځينې نور په غره كې د جنګياليو په اډه كې پراته وو. له كليو څخه د مستيو او خنداګانو كډې بار شوې او په ځاى يې غم او چوپتيا اړولى وو.

يوه روځ جومات ته د خانګل  ليك راورسېد. خانګل هم په همغه لومړۍ ډله كې تللى و. دا په تيرو دوه _ دريو مياشتو كې د پرديسيو لومړنى ليك و. خانګل ويلي و چې كليوال ټول روغ رمټ دي او ليكلي يې و چې غلامى، نبي او جمال توره كړې او د ټولو سرونه يې هسك كړي دي . لكه چې دا درې واړه هلته ټپيان شوي وو!

لوستونكي بيا نور ليك په پټه ولوست. دوه درې ځلې يې شا او خوا وكتل او د خانګل او نورو انډيوالانو سلامونه يې خپلو- خپلو كورنيو او نورو كليوالو ته ورسول.

دا وخت دوه دريو كسانو هڅه وكړه چې ليك تر لاسه كړي؛ خو ملا صيب په جيب كې كيښود او د اذان د پاره پاڅېد: 

— الله اكبر. الله اكبر.

قضا ماښام و چې زه كور ته لاړم. كه ګورم چې د مور سترګې تكې سرې دي او ژاړي. ما غېږه ځينې چاپيره كړه :

_ ولې مورې؟  بيا څه شوي چې ژاړې؟

هغې هېڅ ځواب رانكړ او همغسې يې ژړل.

ما ورته وويل:

_ مورې  نن د خانګل اكا او زما د پلار او نورو كليوالو خط راغلى و . ملا صيب ټولو ته ولوست. نبي، غلامى او جمال ټپيان شوي؛ نو ته ولې ژاړې؟ زما پلارخو شكر جوړ دى.

زما مور په داسې حال كې چې  ژړا يې نوره هم ډېرېده، وويل:

– دريغى ستا پلار هم ټپي واى!  دريغى وژل شوى واى! زموږ سترګې به يې ټولو كليوالو ته جګې كړې وې

زه هك پك ولاړ وم او نه پوهېدم چې مور مې ولې دا خبرې كوي؟ په چرت كې ډوب شوم. دا پنځه  شپږ روځې هغه ډېره خپه وه. ډوډۍ يې نه خوړه، رنګ يې ژړ شوى و او تل به يې سترګې سرې ښكارېدې. زه ايله اوس پوه شوم چې هغه ژاړي هم 

دا وخت په كلا كې د پاده وان ږغ شو او زه د مال خوندي كولو ته ورغلم.

ناوخته  بيرته كوټې ته ستون شوم. ناڅاپه مې د مور تندى خبرې واورېدې:

_ ډوډۍ په تا حرامه ده ته كله په حلاله ډوډۍ ارزې ؟!

_ تا داسې كار نه دى كړى چې زه به چا ته پورته وګورم. تا زموږ سترګې د تل له پاره ټيټې كړې.  تا ټولو ته و شرمولو!

زه لا نه وم پوه شوى چې مور مې له چا سره خبرې كوي او  ولې دومره په غوسه ده. ما ويل دا څوك دى چې دومره سپكو سپورو خبرو ته يې غوږ نيولى او هېڅ نه وايي!

دومره پوه شوم چې كوم بد كار شوى. يوه ټكه لويدلې او يو پيغور جوړ شوى دى. ناڅاپه مې يو فكر د بريښنا په څير په ماغزو كې وځغستل:

_ نه چې پلار مې تښتی وي ؟!

دې فكر زما پښې كرختې غوندې كړې.  زړه مې ټوپونه ووهل او په سترګو كې مې اوښكې راغلې.

بيا مې هم د خپلې مور خبرې واورېدې:

_ زما او ستا په پلار نيكه كې؛ خو چا داسې بې غيرتي نه وه كړې.  دا چم تا چېرته او له چا زده كړى دى؟

لكه چې كوم نارينه هم څه وويل؛ خو غږ يې دومره ټيټ و چې ما هېڅ وانه ورېدل.

مور مې بيا هم وژړل.

_ ښه دې ټولو ته وشرمولو. زه به د ښځو له پيغورونو اوبه شم.. او زوى به دې تر مرګه پورې چا ته جګ ونه ګوري. داسې بې غيرتي دي خداى د چا دښمن ته نه پيښوي. نن وي كه سبا خلك خبرېږي. يا به څوك راشي او يا به خط راورسېږي، چې شاګل له جګړې څخه تښتی او كور ته تللى دى. ته به تركله پورې دلته پټ ناست يې؟ 

اوس نو زه په موضوع پوره پوه شوم.  په سترګو مې توره شپه شوه، سرمې وچورلېده او د كلي د ملا د پرونيو كړو په مانا پوه شوم، چې مازديګر مهال يې د ګل خان د ليك لږ برخه ونه لوسته او شا او خوا يې وكتل. زه ايله اوس پوه شوم چې كله د ملا صيب سترګې  په ما ولګېدې، لږ چورتي غوندې شو!

زما خپلې مور ته ډېره خوا بده شوه او په ځان مې هم زړه وسوزېد. ځان را ته بې غيرته او د پيغور وړ ښكاره شو. ټول وجود مې په خولو كې لوند شو. زړه مې وغوښتل چې په خپل پلار خوله ولګوم …

بيا  د خپلې مور ژړا او خبرو ته ځير شوم:

_ زه دې نور په كور كې نه شم پټولاى، ته غيرتي نه لرې. وطن پردو نیولی. خلك په سیالیو جګړو ته ځي؛ خو ته میدان  پرېږدې او كور ته راځي زما پوړنى د لويدلو په حال كې دى خدايه!

د مور خبرو ډېر په غوسه كړم. زړه مې وغوښتل چې كوټې ته ودانګم او خپل پلار تر ستوني ونيسم. زړه مې وغوښتل چې زموږ هغه لويه چاړه د ده په ګوګل كې ښخه كړم چې د مور زړه مې پرې يخ شي.

بيا مې هم د خپلي مور غږ تر غوږه شو:

– زه همدا اوس كلي ته وځم او نارې وهم چې يه خلكو شاګل راتښتی او كور ته راغلى دى. خلك هسې هم خبرېږي.  دا به ښه وي چې زه يې خبر كړم. نور مې زړه پړک چووي. كه زه دا كار ونه كړم سبا به د كلي ښځو هسې هم خبرېږي  زه نور دا د ټيټو سترګو غلا نه شم كولاى. ستا تيښته يو شرم دى او دا چې ته  په كور كې پټ يې دا بل شرم!

دا وخت زه هم  په كوټه رننوتم. پلار مې په هغه كونج كې ډېر بيوزلى ناست و. د كوټې په مخامخ ديوال ټوپک ځوړند و. زه ټوپک ته ځير شوم او زړه مې وغوښتل چې هغه لوى جاغور يې په پلار تش كړم!

مور او پلار مې هم ټوپک ته ځير شول.

_ نور مې مه ځوروه ستا خبرو لكه د تورو ګذار داغ داغ كړم. زه همدا اوس بېرته ځم!

زما د مور وچولى وغوړېد:

_ ځه خداى دې په مخ توره شپه كړه، ته د دعا وړ نه يې!

پلار مې  وژړل:

_ بس كړه نو، زه ځم او تر څو چې ژوندى يم بېرته نه راځم .

مور مې خپل پوړنى په سر سم كړ او خوشاله غوندې شوه:

_ دريغى  ته داسې وكړې. په ما، په ځان او اولاد دې  ورحمېږه. په همغه لاره چې راغلى يې، بېرته ستون شه؛ خو پام چې څوك دې و نه ويني!

ماښام مهال پلار ټوپک پورته كړ،  له كوره ووت، د ژور لار یې ونیوه او له سترګو الونیه شو.

 

پاى

11/4/1994

حيات اّباد- پېښور

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.