د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا (پنجشنبه د تلې ۳) د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، سیلابونو را وتلو، تالندې برېښنا دوړو او بادونو اټکل کړی.
د دغه وزارت د هوا پېژندنې ریاست ویلي، چې سبا به بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست او پکتیا ولایتونه د ورښتونو او سیلابونو شاهدان وي.
دې ریاست زیاته کړې، چې په دغو ولایتونو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۳۰ ملي مترو پوري وي.
د هوا پېژندنې ریاست دغه راز ویلي، چې په ختیځو، سوېل ختیځو، مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو، ګردونو او خاورو د پېښېدو اټکل شته چې د سرعت کچه یې په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۸۵) کېلو متره په ساعت کې وړاندوینه شوې ده.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.