د جل د غرونو تږی، شاعر

محمدالله همیم

54

خپل پرې ګرېوان یې لاس کې و. رېښې یې لهٔ ګوتو تېرې وې. اوتر، اوتر کېدهٔ. ګډ وډ قدمونه یې اخیستل. لویه صحرا وه، هیڅوک پر مخه نه ورتلل. تلو، ساه یې ستوني کې بنده وه. سلګۍ یې ختې. روان و… تر څو یې چې نظر لګېدهٔ، دښته نه ختمېده… مخامخ یې تور څهٔ ولیدل، لکه د خپل ګرېوان څېرونکی یې چې موندلی وي. قدمونه یې تېز شول. لهٔ خولې یې ځګونه تلل، ور ورسېد، بوټی و. شاړ بوټی… غوسه شو. خو ژر یې غوسه ړنګه شوه، پهٔ سترګو کې یې بې وسي جوړه شوه. روان و، دا ځل یې تور خو غټ څهٔ ولیدل. ودرېد… اوږده ساه یې واخیسته، لکه دا ځل یې چې د خپل څېرلي ګرېوان مديي پیدا کړی وي. ور غی… ور نږدې شو. تیږه وه. غلی ور ته ولاړ و. نور نه کېده، سترګې یې لمدې شوې. چیغې یې کړې… مرۍ یې بندې شوې، لهٔ سترګو یې غټې اوښکې ور غړېدې، پهٔ تیږه ولوېدې، شېبه کې ډنډ شوې. ور ویې کتل: څوک یې ولیدل، اه د خپل ګرېوان څېرونکی یې موندلی و…

د دهٔ همدغسې ژوند و، او همدغسې پای ته ورسېد، دهٔ تمام ژوند پهٔ یوه دایره کې منډې ووهلې، نهٔ جانان نهٔ ارمان ته ورسېد. ډېر ناوخته و، بیرته ځان ته ورسېد. د دهٔ مړینه لکه زوکړه، او زوکړه یې لکه مړینه داسې وه. داسې ګډ وډ چې: « ځغلوم آس پهٔ دریاب کې، ګرځوم بېړۍ پهٔ وچه. » ویل یې:

نازونه خو تا وکړل خو پهٔ ما باندې زوال شول
د خال پهٔ ځای دې مینه تروږمۍ سره کومه
ما خوب درځنې وړی دی خپه چې نه شئ ستورو
ګیلې یې لکه وریځې لهٔ سیلۍ سره کومه

وايي: شاعرانو ته کشف کېږي. دا روایت د دې شاعر دا غزل لا قوي کوي. دا یې ترټولو وروستی شعر و چې پهٔ لړزانده ګوتو یې لیکلی و. د جسد سر ته یې پروت و، تهٔ وا ټکي پهٔ ټکي خبر دی، چې څهٔ ورکېږي:

یو باد را لګېدلی ما لهٔ ځانه سره وړي
د زړهٔ آس مې لهٔ باره د ارمانه سره وړي
یو پل وم چرته لرې ستا پهٔ لاره زرغون شوی
یو لوټ مې اوس د باد او لهٔ بارانه سره وړي
یو څوک دی ستا د لاس شراب یې ټول را ځنې وڅښل
دا سره کېږدۍ د خوب مې، لهٔ توپانه سره وړي

دا ویرژلی شاعر اسحاق ننګیال نومېدهٔ. دی پهٔ ۱۳۳۵ هجري شمسي کې د لغمان مرکز بصرام کلي کې وزېږېد. د دوی خټین کورونه وو. کلیوال ژوند و. خو د ژوند لهٔ ښکلي شوره ډکې کوڅې یې وې. مازیګر بهٔ د ونو لهٔ منځه د رقم ـ رقم مرغانو خوږې غاړې راتلې. اسحاق ننګیال شوی نه و. د ښوونځي پهٔ لومړنیو ټولګیو کې و. چې د مطالعې ذوق یې وموند. لهٔ وړوکوالي نه د ازاد فکر سره عادت شو. کتابونه یې لوستل. د دهٔ پهٔ جېب کې بهٔ د لوبو شوګي(ګینګ) نه وو. د کتابو د المارۍ کیلۍ پکې شرنګېدې. پهٔ ټولو کوټو کې یې د کتابونو کوټه خوښه وه. لهٔ ښوونځي بهٔ چې راغی، تر نیمې شپې بهٔ یې د کتابونو پاڼې اړولې. بهر بهٔ نه وت. د کور خلک ور ته اندېښمن شول. مور یې مـ.لایان را وغوښتل. ور ته ویې ویل: « پهٔ الک څهٔ سوي. ټوله ورځ کتابونو سره تېروي. » مـ.لایانو تعویذونه ورکړل، د اسحاق پهٔ غاړه زنګېدل، خو د کتابونو لهٔ مینې یې را و نه ګرځاوهٔ.
د دهٔ څلور وروڼه وو. ټولو د پلار سره دهقاني کوله، خو چې د دهٔ د کوټې ور بهٔ یې چې ور وټکاوهٔ. او کار ته بهٔ یې غوښت. د اسحاق زړهٔ نه تلو، پلمې بهٔ یې کولې: « نن مې لاس خوږېږي. پښه مې اوښتې. نن مې سر خوږېږي… »

یوه ورځ تهدید شو، کار ته ولاړ. څو بېلونه یې وهلي وو. ماښام یې تنکي لاسونه لهٔ سپینو تڼاکو ډک وو. نور نو ټول پرې پوی شول چې: « دا نازک او بې زړهٔ هلک د دهقانۍ د کار نه دی. »

اسحاق ځوان شوی و. کله، کله بهٔ یې د کور دروازه سوالګرو وټکوله. د اسحاق خوښېدل. ور و بهٔ وت. کور ته بهٔ یې راوستل. غږول بهٔ یې، د هغوی د درمندو خبرو نه بهٔ یې خپل زړهٔ ته کیفیت اخیستهٔ. پهٔ کلي کې هم هغه خواران او غریبان د دهٔ د ناستي خلک وو، چې نورو ترې لاره بدلوله! ګني داسې طبعیت یې و، چې ډېر یې زړهٔ چا سره نه پیوندېدهٔ.

کتابونو، شعرونو، او د هنر مینې یې پهٔ زړهٔ کې عاطفه وټوکوله. یوه ورځ کلي کې یو ماشوم چرګ ور ته راوړ چې حلال یې کړي. اسخاق چې یوې بلې خوا ته وکتل، څوک نه وو. د ماشوم ناهیلي لېږلو خوند ور نه کړ. سل زړونه یې یو کړل. چاړه یې واخیسته. سترګې یې پټې کړې، د چرګ مرۍ یې غوڅه کړه. کور ته چې راغی، زړهٔ یې رېږدېدهٔ، خوند یې نه و ورکړی. د شپې ویدهٔ و. یو دم را پاڅېد، ساه یې لنډه وه. دهٔ همغه چرګ چې دهٔ حلال کړی و، پهٔ خوب لیدلی و. سر پهٔ سر یې څو شپې همغه چرګ پهٔ خوب لیدهٔ، او دی یې ډاروه…

لهٔ ښوونځي چې فارغ شو. پهٔ ۱۳۵۳ هجري کې یې د پولیسو پهٔ اکېډمۍ کې زده کړې پیل کړې، دوه کاله وروسته فارغ شو، او بیرته پهٔ همدې اکېډمۍ کې استاد شو. دا یې د شعر او نثر د لیکلو لومړني کالونه وو. دهٔ خپل دا ذوق هم روزلو. پهٔ بېلابېلو مجلو کې یې کار پیل کړ. او د افغانستان د لیکوالو ټولنې غړی شو. دهٔ بهٔ د همدې دفتر پهٔ نماینده ګۍ کله، کله سفرونه کول. یو وار هملته هم مړ و. خو د تقدیر پهٔ کتاب کې بل څهٔ لیک وو. ورور ته یې خبر راځي. چې ننګیال پهٔ کومه الوتکه کې تللی. غورځېدلې ده. ټول مسافرین یې مړهٔ دي. ورور یې تمامه شپه ژاړي، خو لا داسې لهجه نهٔ شي موندای چې کور خبر کړي. د سهار نهه بجې دروازه ټکېږي، ننګیال را ننوزي ورور یې چې ویني، بې هوښه کېږي. بیا یې باور نه راځي: تهٔ ننګیال یې، ورور مې یې، ژوندی یې؟

د احسان الله ارینزي لهٔ قوله چې:

« کله چې ننګیال هوايي ډګر ته رسي، هلته له خپل ورور سره ویني چې په هوايي پوځونو کې سرتېری و. سرتیری، ننګیال الوتکې ته خېژوي او بیا ترېنه ځي. څو دقیقې وروسته د الوتکې مسوولین راځي او سپرلیو ته په ځیره ګوري. له دوی سره هغه لسټ هم و چې د عارضینو د اسنادو له مخې جوړ شوی و. دوی سپرلیو ته ښه ګوري، لکه چې په یو – دوه عاجزانو پسې ګرځيدل چې ښکته یې کړي او ځای یې هغه زورورو یا شتمنو ته ورکړي چې د الوتکې عملې ته یې (ګټه) رسولای شوای!

تصادفاً زما او ننګیال نومونه د لسټ په آخر کې وو، په دې لست کې د هغه کسانو نومونه وو چې په تېره یوه میاشت کې د فراه په تمه و او معتبر اسناد یې درلودل.

کله چې زما او د ننګیال نومونه اخلي، ننګیال ورته وایي چې آرینزی نه دی راغلی؛ خو اسحق زه یم. پیلوټ ورته وایي چې ښکته شه! ننګیال د ځان ننګه کوي چې زه رسمي سړی یم او د یوه سرکاري کار له پاره روان یم؛ خو پیلوټ ورته وايي چې د فراه د عامې روغتیا رییس او مېرمن یې “فوق العاده” امر راوړی.

خیر لږ لانجه کېږي، ننګیال په زوره له الوتکې څخه ښکته کوي، نویو سورلیو ته ځلی ورکوی او الوتکه الوځي.

ماښام مهال د کابل په هوایي ډګر کې دا اوازه خپرېږي چې د فراه الوتکه په لشکرګاه لګېدلې او ټول دوه پنځوس کسه مسافرین یې تباه شوي!! »

کله چې پر وطن د جنګونو بادونه را ولوتل. ننګیال یې مهاجر کړ. پیښور ته ولاړ. هلته د (نوي کور نوي ژوند) ډرامې د لیکوالو پهٔ ډله کې شو. کاروان صاحب یې د همغهٔ وخت خاطره لیکلې ده:

« داسې خوږه ورځ هم راغله چې اسحاق ننګیال پېښور ته راغلی و. د افغان ادبي بهیر په غونډه کې پر ستېج درېدلی و. د غونډې ګډونوال هیجان اخیستي وو. په مستانه شور او چکچکو د ننګیال د شعرونو اورېدو ته منتظر وو. د شعر تر ویلو وړاندې د ننګیال په سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې وې. په غرېو نیولي غږ یې وویل:
ــ زه په کابل کې چوپو ولاړو دیوالونو ته خپل شعرونه اوروم.چوپ ولاړ دیوالونه زما شعرونو ته نه واه واه کوي، نه داد راکوي او نه راته سرونه ښوروي. دلته له شعر او شاعر سره څومره ډېره مینه کېږي. له ډېرې خوشحالۍ ژړا راځي، حیران یم چې څنګه به خپل شعرونه در واوروم.
د شاعر ننګیال په سترګو کې د خوښۍ اوښکې ځلېدې او زما په زړه کې د خواږه او زړه راښکونکي درد نرۍ نرۍ لیکې غځېدې. »

باز عابد صاحب را ته ویل:

« ننګیال صاحب بهٔ یوه څوکۍ د دهلیز د کړکۍ غاړې ته نږدې کړې وه. د شنو چایو لهٔ پیالې بهٔ تپ ختلو، ما بهٔ ور ته چاکلېټ مخته کېښودل. هغه بهٔ را ته کړه چې: عابده! تهٔ دا د خدای مخلوق وګوره چې څومره ښکلی دی. او زیاته بهٔ یې کړه: تهٔ او خدای چې دا منظره لهٔ هغې کمه ده چې انسانان پکې د الله تعالی د عبادت پهٔ خاطر طواف کوي؟ ما بهٔ چې ولیدل د صدر بازار شفیع مارکېټ کوڅه کې بهٔ سلګونه بلکې زرګونه انسانان ښکته پورته روان وو. چې اکثریت بهٔ پکې مستورات و. ننګیال صاحب بهٔ هره ورځ د ښکلا پهٔ دې منظرې دوه، درې غزلې لیکلې. او بیا بهٔ یې موږ څو تنه ملګرو ته پهٔ خوند، خوند ویلې. »

هو، ننګیال…

هغه چې ورځې و شپې یې لکه نوکارې پهٔ ژوند او شعر خښې وې. کرښې، کرښې و…

د دې پهٔ ژوند شاعر زړهٔ بهٔ څومره پهٔ تېرو غشو لګېدهٔ چې د مرغۍ د مړینې طرفدار هم نه و. هره ورځ یې د وطنوالو د مرګ خبرونه اورېدل. کابل یې لیدهٔ چې لوټې، لوټې تلېږي. څومره پهٔ حسرت بهٔ یې دا تماشا لیده… پهٔ دې شهکار سمبولیک نظم کې یې د وینو تږیو ته پهٔ بدله ارایه پیغام ورکړ چې:

اې ښکاري آشنا در ته سلام کوم
پرېږده چې دا سپینې مرغۍ والوزي
لاړې شي جوړې، جوړې ګلونه شي
واخلي پهٔ وزرونو کې تنکي بچي
سپینې سرې مښوکې زرکني بچي
پام کوه!
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!

اې ښکارئ آشنا در ته سلام کوم
ګوره دا بې ژبې مرغان مه وله
نه یې چې کوم ووړ بچی بې موره شي
تهٔ هم ګوره پلار یې او بچی لرې
پیغله لور ښایسته زوی ګلالی لرې
درد لرې، ارزو لرې، زړګی لرې
نو!
اې ښکاري اشنا درته سلام کوم
پام کوه ماشې ته ګوتې مه ور وړه!

د ښیښه يي زړهٔ خاوند شاعر خبر نه و چې د وخت د ښکاریانو زړونه د ډبرو دي. ټولو د تورو ټوپکو زخو ته ساوې بندې، سترګې پټې وې. چا نه اورېدل، ګني دهٔ خو زارۍ کولې چې: « دا کلی مه ورانوئ، دا کلی مه ورانوئ. »

او:

سوی ستي وطن، پرېږدئ چې لږ وخاندي
دغه غیرتي وطن، پرېږدئ چې لږ وخاندي
دا د مرګ او وینو سین دا د زړهٔ چاودون محل
دا ژوبل زخمي وطن، پرېږدئ چې لږ وخاندي
دا د وچکالي ګلان اور نه اوبېدل غواړي
تږی د سپرلي وطن، پرېږدئ چې لږ وخاندي

ننګیال د داسې وطن و، او د داسې وختونو شاعر و چې هر طرف بهٔ یې کتل، یوه زړهٔ خوړونکې نظاره یې کوله. تېرهٔ، تېرهٔ غشي ورېدل، د دهٔ پهٔ زړهٔ کې پروت پوست شاعر پرې لګېدهٔ، هغه شاعر چې بیا یې مسرې پهٔ وینو سرې وې:

د خزان رټلی ګل یم، پهٔ سپیڅلي بهار سوځم
د ګونګۍ شمعې رڼا یم د شپې زېږم سهار سوځم
ور ته اوښکه شم د سترګو زما ستړی سفر ګورئ
لا یې کوز پهٔ شونډو نه یم چې پهٔ ښکلي رخسار سوزم
د لیلا زړهٔ کې شوې هېرې د مجنون لېونۍ سترګې
ټول لوظونه ځوانیمرګ شول د وعدو پر مزار سوځم

د وطن درد د دهٔ شعر ته داسې سوز ورکړ، چې د خپل وخت منفرد او جلا غږ یې ترې ساز کړ:

مالي را شه اغزو د زړهٔ پهٔ ګل وهلی یم
سقاو پر زړې تورې د مغل وهلی یم
تقدیر بهٔ مو وي داسې لهٔ خوشاله تر ننګیاله
همدا چې کله غیرو کله خپل وهلی یم

ننګیال خپه انسان و. تل پهٔ زړهٔ کې نېولی و، د نشې پهٔ تریخ دود پسې لاړ، بیرته چې راغی سترګې یې لهٔ لوګیو ډکې راوړې. دهٔ بهٔ چې پهٔ پیمانه شونډې کېښوې، پهٔ غم یې ځمکه ګرځوله خو دا کیفیت ډېر نه و. وخت او بخت د سرور اوبهٔ پهٔ مات شوي ګیلاس کې ور ته و نیوې، شونډو ته یې و نه رسېدې، تنده یې پڼه نه شوه. دېوالونه ماتېدل، دښتو درزونه کول، غرونه ماتېدل خو د دهٔ خمار نه ماتېده:

تا خو پهٔ سرور، ما د نشو ډولۍ
‏‎تورو تروږمیو باندې تېره كړه

او

تاسو پر كمڅيو باندې تېره كړه
‏‎مــوږه شپه اغزيو باندې تېره كړه
دا د ژوند مروړلې او ترخه كيسه
‏‎ټوله مو سپرغيو باندې تېره كړه

تورو خاورینو سترګو کې یې سور انار نه ماتېدهٔ. پهٔ سوې دښته باران و نه شو. یا شاید دهٔ پهٔ خزان کې د ګلابونو تمنا کوله. دهٔ ډېر دردونه لیدلي وو، سترګو کې یې ډېر اغزي مات شوي وو، خو د یو بل درد یو بل مثال یې و نه موند:

د پلار مړینه مې ولیده
د وروڼو زړهٔ چاودون هم
لوږې مې ډېرې وزغملې
او تندې هم
خو یوه یې هم دومره دردونکې نه وه
لکه نشه چې نهٔ وي پوره
او ښیښه پای ته ورسېږي

د زړهٔ پردې یې ګډې وډې وې. تېر و بېرې وې د هغې نغمې سر و تال یې نه پکې موندهٔ چې غوښت یې. د ننګیال ژوند هم د خپل وطن غوندې ویران و. همغه برخه د دهٔ هم رسېدلې وه. دی د خپل درد پهٔ تشبیه پسې د خیال پهٔ وزرونو نه الوت، بلکې همدلته نږدې یې لیدهٔ:

هغه ورځ مې چې غوښتل
کمڅۍ یې ورته لهٔ ګلونو ډکې کړم
د دښتو او بڼونو ګلان
سیلیو یوړل
او نن چې، ګلان بیا راوغوړېدل
هغه نشته

زموږ برخه همداسې ده
تېر کال مو چې ویالې
لهٔ اوبو ډکې وې
زموږ د کلي ژرنده ورانه وه
او اوس چې
د کلي ژرنده بیا ودانه ده
په ویالو کې اوبهٔ نشته

دهٔ حماسه هم ولیکله. پهٔ شعر کې یې پهٔ هر حال د هنر ذایقه پاتې شوه. کهٔ غربت یې و، شعر مستغني نه کړ. خو دهٔ د خپل هنر پهٔ مقدسوالي باور درلود، داغي یې نه کړ. ملګرو یې ویل: « پهٔ ننګیال شعر تر ژوند ګران و. »دا ادعا دهٔ ثابته کړې وه. هغو وختونه چې د شعار بازار ګرم و. او ډېرو شاعرانو پرې غاړې تازه کړې وې. خو د دهٔ لهٔ مرۍ و نه وت. د قدرت، دنیادارۍ، ثروت… ډېرې لمنې ځړېدې، خو دهٔ د هنر لمن ونیوه. کهٔ د وطن هغه کیسه تېره شوه. زړه هم شي، هېره هم شي، خو د دهٔ پهٔ شعر کې یې داسې انځور وینو چې هر ځل بهٔ را ته تازه او نوې څړیکه وي:

تورې سیلۍ دي پهٔ جونګړو کې رڼا نهٔ پرېږدي
دلته د وینو لېوني چرته خندا نهٔ پرېږدي
چې د آشنا خورو ورو زلفو کې نشته ګلان
ظالم وختونه د سپرلي ستوني کې ساه نه پرېږدي

دهٔ د وطن ژړانده انځورونه پهٔ دغسې شاعرانه قوت شعر کړي دي چې زمانې بهٔ یې تت او ورک نهٔ کړي. کنایو، استعارو، سمبولیکې ژبې، او ښکلیو تشبیو د دهٔ خبرو ته دغسې زرینې جامې واغوستې چې د بلې زمانې لمر ته بهٔ هم شغلې شیندي، پړکېږي بهٔ او د ډېرو شعر لوستونکو، نقادونو او اهل ذوقو سترګې بهٔ ور اوړي:

ټول عمر درنه ده، سپکېدو ته چې یې پرې نه ږدئ
خاوره پښتنه ده او پردو ته چې یې پرې نه ږدئ
نن مې د خوشال توره چې بیا هوس د شرنګ لري
تاوه پهٔ شرنګ ښه ده چوپېدو ته چې یې پرې نه ږدئ

دهٔ د خبرې نا مستقیم ویل زده وو. د یو منظر پهٔ بل منظر کې نښې یې موندی شوې، او خبرې ته یې دغسې لهجه پیدا کولای شوه چې اصلي مانا پکې د یو ښکلي ابهام پهٔ پرده کې پټه وه:

ګلونه شته، خو لهٔ وږمو خالي دي
جامونه ډېر دي لهٔ نشو خالي دي
چې یې پایزیب شو زنګ وهلې کړۍ
دغه کوڅې لهٔ لېونو خالي دي
چې مې رقیب پهٔ کلي زغرده راځي
ښايي حجرې لهٔ پښتنو خالي دي

د وطن د هغهٔ وخت تریخ غربت، د حسن لیلامي او نورې ډېرې کیسې د دهٔ پهٔ دې ازاد شعر کې زړهٔ حسوي، لکه د همغه د وخت ټوله کیسه چې فقط همدا څو لیکې وي:

کلونه وړاندې مې ور ته ووې:
دا ستا د شونډو څاڅکي پهٔ څو دي؟
وې: ستا د پلار او نیکهٔ وینه.
او نن مې بیا ترې پوښتنه وکړه:
ټول پیغلتوب دې وایه، پهٔ څو دی؟
را ته یې ووې:
ګرانه! یوازې، یوه ډوډۍ!

بل ځای وايي:

یو ستوری ستورو وواژهٔ، یو لمر د سبا مات شو
د غرونو پهٔ لاسونو مې یو غر د سبا مات شو
منم چې سپین سبا دی شپه کوچۍ شوه چرته لاړه
موسم د سبا راغی خو وزر د سبا مات شو
دا بیا مې د نشو پهٔ ګناه څهٔ نیسې زاهده!
ساقي لاړهٔ منصور شو او ساغر د سبا مات شو
موږ وړ د رڼا نهٔ یو تښتېدلو ورېځو راشئ
رهبر د سبا نشته دی، لښکر د سبا مات شو

دهٔ د خپل زمان کیسې وکړې، خو پهٔ داسې ازاد خیال چې د شعر د اسمان پهٔ ډېره برخه یې وزرونه ورپېدل، او لا بهٔ رپېږي:

اې شپې ته دې لهٔ لهٔ ستورو نه دا وږی پلو ډک کړه
زموږ د ورځو برخه کې خو څاڅکی د لمر نشته
یو ګل چرته کمڅو کې لکه ستوری زرغون نه شو
منګولې پهٔ نکریزو او منګی پهٔ ګودر نشته

ننګیال د خپل زړهٔ پهٔ ژورو کې غږېدلی. وخت بهٔ لګي ډېرې هندارې بهٔ ور لویږي، ډېرې ماناوې بهٔ ترې و باسي. داسې خبرې چې یو ستړي روح پهٔ سکمېدو، سکمېدو… کړي. د داسې سترګو خبرې چې یو منظر ته بهٔ ور واغوښتې، دومره درد بهٔ یې ټول کړو چې بیا یې راړولې؛ بدلې بهٔ وې. غږېدې بهٔ خو غلې بهٔ وې:

شوګیر چې در ته شپو پر څڼو مات راوړی دی
یو خوب مې در ته سترګو کې سوغات راوړی دی
دا ډک جام چې نن رېږدي پهٔ لاسو کې د فرغون
موسی لهٔ کوه طور ځنې تورات راوړی دی
دا چا ویل چې وږې د پښتون شولې حجرې
دې وږو مکایل ته هم خیرات راوړی دی
سپېڅلی مسلمان دی خو یې زده نه شوه سجده
دې قام ته خدای د خپل غرور ذکات راوړی دی

ننګیال د نظم او نثر هاخوا د لنډه کي شعر نایاب شاعر و، لنډه کی شعر اسان نه دی. کهٔ فورم یې تړلی نه دی، د کافیې او منظم وزن مجبوري نهٔ لري، خو لهٔ شاعره د یو لوی خیال غوښتنې لري. یوه جلا خبره ترې غواړي. داسې چې هر لفظ یې شعریت لري. لنډه کي شعرونه پهٔ همدې ځانګړنو پهٔ زړونو لګېدای شي. ممتاز ارمان ویلي دي: « ارواښاد ننګیال د ازاد شعر ساړهٔ کالبوت ته توده ساه ورکړه. ویې پالهٔ او د کمال تر پوړیو یې ورساوهٔ. » رښتیا هم، د ننګیال پهٔ لنډکیو شعرونو کې چې سترګې ګرځوې، پوهېږې چې د شعریت پهٔ لوړه څوکه ولاړ دي. دهٔ د لنډکیو شعرونو ډېر ناز وړی:

بیا بهٔ سرې لېچې د رامبېلو
زموږ د کلي د ګلابو
لهٔ شینکي قده
تاو را تاو شي؟

بیا بهٔ د سرې غوټۍ ډولۍ
د پسرلي پهٔ مرمرینو اوږو
را شي زموږ د کلي باغ ته؟

بیا بهٔ د غرونو
د زاړهٔ شپونکي پهٔ شونډو کې
د بین زړهٔ زخملي اسویلي ساه واخلي؟

هوکې!
همداسې بهٔ شي غرونه بهٔ هست شي
او دا دښتې بهٔ
لهٔ ډېرو ترانو ستړې شي
خو هغه ورځ چې
زما پر قبر
د فولادو شناختې هم ویلې وي

دا لنډه کی شعر یې خپلې مېرمنې ته لیکلی و:

ما دې پهٔ زلفو کې
یو ګل د وفا کېښوده
تا مې شملې ته
د ځوانۍ شېبې
غونجې، غونچې کړې…

بل ځای وايي:

لښتي وچ شول
ویالې ورانې
سیند د تورو کاڼو غر شو
اوس حیران یم چې د کلي
دا هیلۍ بهٔ چرته لامبي

( ډالۍ، سپېرهٔ ډاګونه او غوړېدلي بزغلي، څاڅکي ـ څاڅکي، هغه شېبې هغه کلونه. ) یې د شعرونو ټولګې دي. (سیندونه هم مري) یې د څلورو نورو وړو شعري ټولګو مجموعه ده. (سیوری) یې ناول او (سیند پهٔ منګي کې) یې د مقالو چاپ شوي کتابونه دي. ننګیال پهٔ ژوند ګمنام پاتې شو. د خپلو همزولو شاعرانو غوندې چا و نه پېژاندهٔ، یوه وجهه یې د دهٔ طبعیت و، پهٔ خپل زات کې ورک و. دی نه یې غوښتل چې څوک یې وپېژني، شاید د شیدا شعر یې زړهٔ منلی و چې: « ګمنامي عجیب مرهم د عافیت دی. »

هغه د پښتو ادب خپله برخه داسې غني پاللې ده؛ چې نهٔ بهٔ هیریږي:

هغه شېبې هغه کلونه شمارم
تورو کمڅو ته دې ګلونه شمارم
تا چې پرې اېښی نازولی قدم
هغه کوڅې هغه بامونه شمارم
تهٔ لوبوه پهٔ ګرېوانو امېل
زهٔ د ګرېوان زاړهٔ تارونه شمارم
حساب یې ورک شي را ته را شي خندا
څومره ساده یمه غمونه شمارم
***
د خپل تندي تیارو کې ډوب شوم ستا اوربل مې هېر شو
ستا د بېلتون خوب مې لیدلی دی رښتیا دې نهٔ شي
***
تڼاکه وم مګر اوبهٔ چې نه شوم
د اتشي سترګو نظر نشته دی
***
لږ خو دې کاږهٔ واږهٔ باڼهٔ را باندې سیوری کړه
خیر دی مسافر یم د غرمې پهٔ سر ولاړ یمه
***
تهٔ را ته خانده زهٔ سلګو سره خوشاله یمه
تهٔ پسرلی شه زهٔ اغزو سره خوشاله یمه
***
نهٔ لوظ، نهٔ یې وعده، نهٔ یې رښتیا ده چا لیدلې
دې چم کې د وفا لهٔ لهٔ غرو لوېدلې دي دلبرې
زموږ کهٔ ځواني اور شوه، د دوی ګل لهٔ څڼو پرېوت
دا هسې پهٔ خپل حسن غولېدلې دي دلبرې
***

د اسحاق ننګیال وروستۍ شپې وې، شاید ستړی زړهٔ بهٔ یې پوهېدهٔ؛ چې دمه کېږي وروستۍ ساه اخلي. هغهٔ سره څو اسویلي پاتې وو. یو څو لفظونه، یو څو ساوې… دهٔ د ژوند د بل روزګار پهٔ غم کې تمام نه کړل، هغه وخت یې هم د زړهٔ پهٔ وینو پاللی شعر هېر نه و، څو خوبونه بهٔ یې نور هم لیدل غوښتل:

د ماښام ډمې مې بولي پهٔ ژوندون د مرګ بدلې
اې د ویر پېغلې نغمه شه چې د شپو د جېل بندي یم
را ته وژني خوب پهٔ ګوتو د شوګیر پیغمبر راغی
مه ځه، مه ځه را ستنه شه چې د شپو د جېل بندي یم

ويل يې لا وخت شته:

دا ځواني مې صدقه شه، خو پياله مې تشه مه شه
د زړګي لپه چپه شه، خو پياله مې تشه مه شه

لهٔ مرګ مخکې یې څو داسې شعرونه لیکلي وو. چې د اخري ځیګرویو زور، جلا سوز پکې پیدا کړی دی. د یو نږدې ملګري پهٔ مرګ یې مرثیه لیکلې وه. اخري کړۍ کې وايي:

پوهېږې؟
زهٔ او تهٔ لهٔ یوې ونې یو
تهٔ لاړې
خو باور لرم چې زهٔ هم درځم
څو دا شلېدلې رېښه یوه شي
باور لرم!
باور لرم!

پهٔ یو بل شعر کې پهٔ سمبولیکه بڼه مرګ را غواړي، دهٔ مرګ یوازېنی خوب ګڼلی، چې پناه ور وړي، او ستړی زړهٔ پکې دمه کړي. دا زړهٔ بهٔ څومره ډک و، چې د مرګ غوندې د یو تراخهٔ نوم ارزو پکې اوسېده:

خوبه! څادر را باندې وغوړوه!
نور مې ویدهٔ کړه چې ستړیاوو ستړی کړی یمه
نور مې ویدهٔ کړه چې لهٔ ویښې نه مې کرکه راځي

د همدې لنډکي شعر پهٔ اخره کړۍ کې وايي:

خوبه ما یوسه بیا د هغو تورو شپو غېږې ته
زهٔ خپله لاره بې لهٔ شپو پهٔ رڼو ورځو کې موندلی نه شم
ورځ مې د سترګو پهٔ هندارو کې اورنه کري
خوبه ویدهٔ مې کړه!
څادر را باندې وغوړوه!

پهٔ دهٔ مشر زوی ارش ننګیال تر نورو ډېر نازولی و. د دهٔ د اتلس کلنۍ کالیزې ته منتظر و. ټولو ته یې ویلي وو: پهٔ خوشالۍ یې نمانځو. هغه ورځ راغله. د زوی کالیزه یې وه. خپلوان یې را غوښتي وو. د محفل پهٔ یوه برخه کې ننګیال صاحب درېږي، غاړه تازه کوي: « زویه! زهٔ نن لویه ډالۍ درکوم، چې ټول ژوند دې بدلوي. » لهٔ جېب کیلیانې را وباسي، ټول ګومان کوي چې د نوي کور یا موټر کیلۍ دي. خو ننګیال وايي: « زما د کتابونو د المارۍ کونجۍ دي. کتابتون در ته ډالۍ کوم. »

د کالیزې وروسته یې د زوی وادهٔ ته زړهٔ هوس کاوهٔ. پېښور کې یې ملګرو ته ویلي وو چې: څو ورځې پس بهٔ ټول شریک لهٔ دې ځایه زما د زوی ښادۍ ته ځو.؟مشاعره پرې جوړوو، د زوی وادهٔ مې پهٔ سرور نمانځو…

نورالحبیب نثار یې کوټی ته ورغلی و: ننګیاله، د بهیر غونډه ده. ورځو؟
ـ نثاره آشنا سر مې درد کوي. دروند یم، نه ځم. تهٔ لاړ شه، بیا راشه حال یې راوړه.

نثار صاحب چې لهٔ غونډې بیرته د دهٔ کوټې ته راغلی و، ننګیال ویدهٔ و. خوبیولی یې پرېښې و. څو ورځې وروسته یې د مرګ اول غږ د دفتر پهٔ ملګرو وشو…

ملګرو یې د دهٔ کلي ته د تګ وعده پوره نکړه. دوی د ننګیال کلي ته راغلل، خو پهٔ تابوت کې پروت، بې روحه او بې غږه ننګیال سره. دوی یې جنازه راوړه…

د ۱۳۷۷هجري شمسي د ثور اتمه وه. سه شنبه وه، مازیګر و. همغه باد چې دهٔ ویل: « ما لهٔ ځانه سره وړي. » را لوتی و. دوه څلوېښت کلن ننګیال یې لهٔ ځانه سره نا بلدې سیارې ته وړی و… سترګې یې لکه د نا سپړلي ګل غوټۍ بندې وې. زړهٔ یې درېدلی و. د جل د غرونو تږی ننګیال، تږی پاتې شو… نور نه و:

زما زړهٔ تر جهان لوی دی، د جهان تنګه سینه ده
چې زهٔ نه پکې ځایږم دا دنیا څومره وړه ده
موږ یې څنګ ته د ګور ناست یو پوکوو پکې ساه ګانې
ګني دا د ژوند ډیوه خو لا پخوا تر ازل مړه ده

او

زهٔ د جل د غرونو تږی پرواګیر نه یم د لپو
ساقي چم مې د ګوټ نه زده زما بحر پیمانه ده

محمدالله همیم
د سیپتمبر ۲۴مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.