د افغانستان لپاره اړتیا او ارزښت

ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند

65

د افغانستان لپاره د OFC او FTTH اړتیا او ارزښت

سریزه
په اوسني عصر کې د ټکنالوژۍ او مخابراتو ډګر کې چټک بدلون د ټولنو د پرمختګ بنسټیز عامل ګرځېدلی دی. د معلوماتي ټکنالوژۍ او انټرنېټ په برخه کې د نوې دور مهم اساسات د Optical Fiber Cable (OFC) او Fiber to the Home (FTTH) شبکې دي. دغه دواړه ټکنالوژۍ نه یوازې د اړیکو د کیفیت او سرعت لپاره ګټورې دي، بلکې د ټولنې په اقتصادي وده، زده کړو، فرهنګي پرمختګ او د نوې نسل د وړتیاوو په لوړولو کې هم ستر رول لري.
۱. د مخابراتو او مخابراتي سکتورونو د کیفیت لوړول
افغانستان لا هم په ډېرو سیمو کې له کمزوري او ورو انټرنېټ سره مخ دی. OFC او FTTH کولای شي د لوړ سرعت، ثابت کیفیت او خوندي انټرنېټ په وړاندې کولو سره د مخابراتي سکتور ستونزې حل کړي. دا به د هیواد د ټکنالوژۍ د بنسټیزو ستونزو لپاره دایمي حل وي.
۲. د زده کړو د پراختیا لپاره
د افغانستان د ځوان نسل لویه برخه د زده کړې مینه وال دي، خو د فزیکي پوهنتونونو او کتابتونونو کموالی یوه جدي ننګونه ده. د FTTH په مرسته زده کوونکي کولای شي له نړیوالو پوهنتونونو، آنلاین کورسونو او علمي منابعو سره وصل شي. دا به د علمي تشې ډکولو او د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو لپاره حیاتي ونډه ولوبوي.
۳. اقتصادي وده او د کارموندنې فرصتونه
افغانستان د فزیکي کارونو ترڅنګ د ډیجیټلي کارونو پراخ ظرفیت لري. د OFC او FTTH په مرسته د فريلانس کارونو، ای-سوداګرۍ، ای-بانکدارۍ او انلاین خدماتو پراختیا ممکنه ده. دا به د ځوانانو لپاره د کار نوي فرصتونه رامنځته کړي او د کورنیو اقتصادي وضعیت به ښه کړي.
مستقیمې دندې: د فایبر شبکې جوړول، ساتنه او تخنیکي خدمتونه.
غیرمستقیمې دندې: د انلاین سوداګرۍ، فریلانسرۍ، برمته خدمتونو او ډیجیټلي شرکتونو پراختیا
۴. . ای-حکومت(E-Government) او هوښیارې ټولنې او شفافیت اړتیا
زموږ هيواد افغانستان کې په تېره کې د فساد او بوروکراسۍ ستونزه جدي وه. د FTTH پراختیا کولای شي د ای-حکومت پروګرامونو پلي کېدل اسان کړي. له دې لارې به خلکو ته شفاف، چټک او د باور وړ دولتي خدمتونه وړاندې شي، لکه: تذکره، پاسپورټ، مالیه، تقاعد او نور خدمات.
۵. د روغتیايي خدمتونو پراختیا
په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو کموالی یوه لویه ستونزه ده. د FTTH له لارې کولای شو د ټیلی-میډیسن یا لرې مشورې سیستم فعال کړو، چې ډاکټران د انټرنېټ له لارې د ناروغانو درملنه وکړي. دا به د زرګونو خلکو ژوند وژغوري.
۶. د کلتوري او ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا
افغانستان یوه ځوانه ټولنه لري چې نړیوالو اړیکو ته اړتیا لري. د FTTH په مرسته به د فرهنګي تبادلو، نړیوالو همکارۍ او ټولنیز پوهاوي کچه لوړه شي. دا به زموږ د هېواد ځوانانو ته دا فرصت ورکړي چې د نړۍ له پرمختللو ملتونو سره په ګډه کار وکړي او له هغوی زده کړه وکړي.
د FTTH (فایبر تر کوره) اهمیت
ټولنیز اهمیت
د ښار او کلي تر منځ د انټرنېټ نابرابري له منځه وړي.
د زده‌کړې او څېړنې لپاره اسانه او چټکه وسیله ده.
د روغتیايي خدمتونو (ټېلې‌مېډیسن) لاسرسی زیاتوي.
د هوښیارې ټولنې او سمارټ ښارونو بنسټ برابروي.
اقتصادي اهمیت
د سوداګرۍ، کلاوډ او انلاین بازار موندنې ملاتړ کوي.
د نړیوالو پانګونو د جلب لپاره ښه زیربنا ده.
د مستقیمو او غیرمستقیمو کارونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د ای-کامرس، فینټیک او ډیجیټلي اقتصاد پراختیا ته لاره هواروي.
هېواد په نړیوالو بازارونو کې سیال ساتي.
د مالیاتو زیاتوالي او د اداري فساد د کمېدو لامل کېږي.
پایله او سپارښتنې:
OFC او FTTH یوازې تخنیکي اړتیا نه ده، بلکې د راتلونکي ټولنیز او اقتصادي بدلون اساس جوړوي. د دغې ټکنالوژۍ پراختیا د یو هېواد لپاره د برېښنا په څېر حیاتي اهمیت لري.
بنأء دا فغانستان، د پرمختګ په دې حساسې مرحلې کې، د OFC او FTTH پراختیا ته عاجله اړتیا لري. دا ټکنالوژي کولای شي د هېواد د مخابراتي سکتور نیمګړتیاوې حل کړي، دا نه یوازې د اقتصاد وده تضمینوي، بلکې د نوې نسل لپاره د زده کړې، مهارتونو، کارموندنې او نړیوالې سیالۍ لپاره نوې دروازې پرانیزي.، د ای-حکومت له لارې شفافیت رامنځته کړي، او د روغتیايي او ټولنیزو خدمتونو کچه لوړه کړي. په بله وینا، د افغانستان د پرمختګ راتلونکی له همدې ټکنالوژۍ سره تړلی دی.
1. حکومت باید د FTTH پراختیا ته د ملي لومړیتوب حیثیت ورکړي.
2. د خصوصي سکتور او نړیوالو پانګه‌والو همکاري اړینه ده.
3. د کلیو او لرې پرتو سیمو لپاره د ارزانه فایبر شبکو جوړول باید لومړیتوب ولري.
سرچينه:د FTTH Councils Europe رسمي ویب‌سایټ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.