د پاکستان په پلازمینه کې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اگست پر ۲۶مه او ۲۷مه د «جمهوريت» د نوي تښتېدلي نسل او د پخواني آزمویل شويو «جهادي» او «مقاومتي» لوټمارانو او د هغوی د بچیانو جرگه په رسنیو کې د راز راز نیوکو او غبرگونونو سره مخامخ شوې ده. ځینو دغه «نوښت» ته د یو مدني حرکت جامه ورواغوستې او بلې ډلې ورباندې د جهالت او شاتهتگ ټاپه لگولې. هان ښاغلي خلیلزاد هم د دې راتلونکي نندارې سره خپله کرکه او خپگان نه دی پټ کړی.
ولې دغه غونډه، چې لا یې د گډونوالو بشپړ نوملړ، سرټکي، د اجنډا فصلونه او مادې نه دي په گوته شوي، د حساسیتونو او ترخو نیوکو سره بدرگه کېږي؟ دا ناسته د ویانا د «مجاهدینو» او د دوشنبې په ښار کې د «هرات امنیتي» له پرله پسې ناستو سره څه توپیرونه او تضادونه لري؟ آیا په پاکستان کې نوموړې ناسته په رښتیا دومره د پام وړ ده چې افغاني بهرمیشتو «متفکرینو» او هان د امارت د ځینو چارواکو د ښو او بدو غبرگونونو پلمه گرځېدلی ده؟
هېڅوک نشي کولای چې د افغانانو د ناستې او د افغانستان پر برخهلیک باندې د هغوی د خبرواترو او بحثونو سره مخالفت او یا کرکه وکړي. د افغانستان بچیان دا حق لري چې د خپل هېواد د سرنوشت په هکله د نړۍ په هره گوښه کې سره راټول شي او د خپلو لیدلوريو، نوښتونو او دریځونو د ویلو او استدلال په موخه غونډې او سیمینارونه جوړ کړي. داسې غونډې د دې ښکارندوی دي چې په افغانستان کې د ننه او یا بهر کې د افغاني هیواد په هکله د تفکر او مسئولیت ډېوه بله ده او افغانان د خپل هیواد، د هغه د تاریخ او راتلونکې سره مینه او خواخوږي لري.
خو نوموړي غونده چې د هغې بشپړه اجنډا لا نه ده جوته شوې، د هغې د ځای ټاکنه، یعنې پاکستان، د هغې د بسیاینې زېرمه او د افغانستان له پاره په دغه پېچلي مرحله کې د پاکستان د دولتي او یا غیر دولتي ادارو نیت او شوق د بدگمانۍ او د افغانانو د برحقو پوښتنو او ترخو نیوکو سبب گرځي. ولې پاکستان؟ داسې ناستې به په تاجیکستان او یا ایران او یا ازبیکستان او قزاقستان او عربي اماراتو او سعودي عربستان او حتی اسراییلو کې د نیوکو او شکونو سبب نه وای گرځېدلې، خو د پاکستان ټاکنه په اوس مهال کې هر افغان ته د شک او بدگمانۍ او هان انزجار دلیل گرځېدلی شي. دا له دې کبله چې د افغانستان او پاکستان تاریخ د پاکستان د جوړېدو سره جوخت د پاکستان په قصور د خونړیو حوادثو، دسایسو او دښمنیو څخه ډک تاریخ دی. پاکستان د خپل جوړېدو څخه بیا تر نن پورې د یو مضبوط او پیاوړي افغانستان په څېره کې خپل زوال او بربادي ویني. پاکستان د افغانستان د پنځوسکلنې خونړۍ جگړې او افغانوژنې او د حکومتونو د نسکورېدو اصلي لامل او محرک وو او دی. د پاکستان او د هغې د نظامي واکدارانو د کرغېړنو او ضد افغاني نیتونو نوملړ د دې لیکنې د حوصلې نه پورته دی، خو د پاکستان انتخاب د دغې غونډې له پاره همدا اوس د هغې د ځانوژنې او د هغې د گډونوالو له پاره ستره تباهي او مختوري گڼلی شو. دغه «نوښت» به د دې غونډې د ځوانو ښاغليو او آغليو له پاره چې په خپل سیاسي ژوند او تکل کې لومړني ګامونه پورته کوي د یوې لویې ماتې او سرکوزۍ عامل شي.
بی له شکه، موږ د یو محصور هیواد په حیث باید له گاونديو هیوادونو سره هرومرو د گاونډیتوب ښه اړیکي او چارې سمبال کړو او د هغوی سره په سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیکو ډگرونو کې د افغانستان د ذاتي گټو پر بنا د ورورۍ او برابرۍ لاس وغزوو. خو د افغانستان د گاوندیانو سره په اړیکو کې پاکستان یوه زهرجنه کړۍ ده چې باید ورسره د ډېر دقت او احتیاط څخه کار واخیستل شي. د افغانستان په اړه د پاکستان د واکمنو کړیو پر هر یو «نوښت» او اقدام باید په شک او بياعتمادۍ وکتل شي. د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تېر تاریخ دا په ډاگه کوي چې پاکستان یوازې د افغانستان بربادي غواړي. د افغانانو په نامه هره هغه جرگه، ننداره او غونډه چې د افغانستان په اړه د پاکستان د دولت تر سیوري او کنترول لاندې رابلل کېږي، افغاني ضد ماهیت او مضمون لري.
په دغه مشکوکه لړۍ کې دغه مساله هم رامینځته کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت تر ننه، د نړېدلي فاسد «جمهوریت» د یتیمانو او د «جهادی مقاومت» د غلو او قطاعالطریقانو له خوا د پاکستان، پنجاب او آی. اس. آی زېږنده، غلام او استازی نومول کېږي او د «جمهوریت» پرزېدل او د امارت بیا زېږېدل د پاکستان د نظامي کړیو کار بلل کېږي. نو دغه «ځوان» آغلي او ښاغلي چې د «جمهوریت» او تشپهنامه «مقاومت» په استازیتوب پر تالبانو باندې د پاکستان د غلامۍ تور لگوي په خپله څنگه او په کوم استدلال او منطق پاکستان ته ورروان دي چې د افغانستان «آزادي» د پاکستان د نظامي افسرانونو څخه بډا کړي؟
دغه ډله، په پوهه او یا ناپوهۍ کې، په ځوانه ځوانۍ هغه لاره او تگلاره تعقیبوي چې حضرت صبغت الله مجددی، پرفیسور برهان الدین ربانی، انجنیر گلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او نورو «جهادي» مشرانو او ډلو ټپلو یې د سردار محمد داوود خان د جمهوریت د بدنامولو او نسکورولو لپاره د پاکستان په بلنه او سپارښتنه په دغسې سیمینارونو او غونډو اراده کړې وه. دا غونډه به د پاکستان په اراده هرومرو راغونډه شي، خو د هغه په ترڅ کې حتی وړاندېشوي مثبت افغاني فکرونه به هم پاکستاني بڼه ولري او د افغانانو د خندا او ملنډو عامل به وگرځي.
« اگر این مکتب و این ملا بود، حال طفلان خراب میبینم »!
هالند
د ۲۰۲۵ میلادي کال د اگست ۲۰مه نېټه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.