امارت څلورکلن شو

غرزی لایق

136

 د افغانستان د اسلامي امارت عمر څلورو کالو ته وغزېد. د امارت د زېږېدو پر مهال اټکلونه دا وو چې تالبان به د قدرت پر گډۍ تر یو کال ډېر دوام ونه ‌کړي. خو د دوی واکمني تر څلورو کلو اوږده شوه او د روانو کورنيو او بهرنيو پېښو او انکشافاتو نه داسې ښکاري چې په راتلونکي نږدې کلونو کې به اسلامي امارت لا ځای ‌ناستی ونه ‌لري.

څلور کلنه موده دا امکان ورکوي چې د امارت په ښو او بدو باندې نظر واچوو او د دغې واکمنۍ په باب د نیوکو او گوتې‌نیونو په ترڅ کې د افغانستان د اوس او راتلونکې په هکله خپلې هیلې او ناهیلۍ څرگندې کړو.

په بهر کې د کذایي جمهوریت د تښتېدليو او فاسدو کړیو او بیا د «مقاومت» او فدرالیزم او د تجزیې تر خیرنې جنډې لاندې د راټول‌شويو مفسدو «سیاسیونو» له کرکې نه ډکو دریځونو او واهي او وطن‌دښمنو خپرونو او شننو نه وراېخوا، اسلامي امارت د افغانستان د نیمې پېړۍ د کورنيو خونړیو جگړو، بهرني اشغال او د هیواد سلامتیا او ځمکنۍ بشپړتیا ته د پلان‌شويو گواښونو په پرتله بیا هم د سیمې او نړۍ د روانې پیچلي اوضاع په تالاب کې د هیواد سلامتیا، امن او ودې ته ژمن او برلاس پاتې شوی دی.

د افغانستان سلامتیا هغه د کاڼې کرښه بلل کېږي چې د هیواد د ملي گټو په سرلوحه کې ولاړه ده. د نیمې پېړۍ په جګړو کې اصلي گواښ او زیان همدغه د هیواد سلامتیا او ځمکنۍ بشپړتیا ته متوجه و. که د افغانستان د تجزیې کرغیړن غږ لا په ۱۳۷۱ کال کې د شمال د اقلیتونو د وسله والو ډلو له مرۍ نه د مزار شریف په ښار کې پورته شو او په پایله کې د وطن گوند او د ډاکتر نجیب‌الله واکمني نسکوره شوه، خو د کذایي جمهوریت په ورستۍ ټول‌ټاکنه کې د تجزیې نیت او اراده هان د دوهم تألیف په مضحکه ننداره کې د کابل په زړه، یعنی ارگ ته نږدې د سپیدار په ماڼۍ کې ځان ښکاره کړ. اسلامي امارت کم تر کمه دغه گواښ ته د پای ټکی کېښود. نن د هغو افغان‌دښمنو څېرو او جوړښتونو اعمال چې د هیواد نه بهر رمباړې وهي او وطن په «افغان او غیرافغان» او یا «پښتون او غیرپښتون» ویشي او د پښتنو پر ضد یې د «فارسي ژبې د هژموني» تر جنډې لاندې د افغانستان تجزیې ته ملا تړلي ده، د پورتنۍ ساده‌شوې موندنې یوه روښانه بېلگه شمېرل کېږي.

 سره له دې چې اسلامي امارت په خپله څلورکلنه واکمني کې د خپل کورني مشروعیت، د ښځې د کار او زده‌کړې او په وطن کې د مدني حقونو په ډگرونو کې کومې محسوسې او بنیادي لاسته‌راوړنې نه لري، خو د اسلامي امارت تر چتر لاندې په افغانستان کې هغه اصلي تضادونه او ناخوالې سر راپورته کوي چې تر ننه پورې د خبرواترو، څېړنو او شننو له دایرې څخه گوښي پاتې شوي دي. طبقاتي، قومي، محلي، مذهبي او حتی جنسیتي تضاودونه او په تېره بیا د «ملي ستم» تر سیوري لاندې ډنډورې چې شاوخوا نیمه پېړۍ په افغاني ښاري قشر او مکتبي کړیو کې د افغانستان د بنیادي او اصلي تضادونو په حیث په نښه شوې وې او د هغې په پلمه پرديو بهرنيو افکارو او مکتبونو ته د نفوذ لاره هوارېده، له یوه سره باطلې او د افغاني ټولنې له واقعیتونو سره یې تضاد ثابت شو.

د ۲۰۲۱ میلادي کال د اگست په ۱۵مه نېټه د اسلامي امارت بریا او بیا د هغه څلورکلنې واکمنۍ په ډاگه وښودله چې افغاني ټولنه په خپل پېچلي برخلیک او کثیرالقومي جوړښت د کلي او ښار تر مینځ د تفکر او د باورونو او لیدلوريو تر مینځ د توپیر او تضاد په کړۍ کې بنده ده. دا توپیر او سیالي په افغانستان کې د لومړنیو مډرنو ښارونو له جوړېدو، بیا تر نن پورې، د ټولنیزو او سیاسي اوښتونونو او په تېره بیا د بهرنيو یرغلگرو پر ضد د جهاد او آزادي‌بخښونکې مبارزې په بهیر کې، پټ او یا ښکاره، بربنډېده او تېریدونکې او مؤقتي ځانگړتیا او کرکتر یې درلود. لا زموږ د نسل له ذهن څخه دا نیوکې او پیغورونه نه دي پاک شوي چې زموږ کلیوالو خپلوانو به ښاري ژوند ته د بدعت، الحاد، او بې‌‌دینۍ په سترگه کتل او پر بی‌حجابو، جامو، سرلوڅو، ښځینه مکتبونو، مجلو او اخبارونو، سینما، رادیو، تلویزیون او د ښځې او نارینه گډ تعلیم او کار او د ښاري ژوند په نورو ارزښتونو باندې یې د کفر او دهریت ټاپې لگولې. د اماني نهضت د پرځېدو اساسي علت د ښاري ژوند سره د کلي په مقاومت او بغاوت کې تعریفولای شو.

اسلامي امارت په خپل ماهیت کې د افغانستان د کلي بغاوت او له ښاري ژوند او ښاري ارزښتونو او سلیقو سره د کلي، شریعت او سنت محاسبه ده. دا کلی دی چې پر افغانستان باندې مسلط شوی او خپل روان او سلیقه یې په ښار باندې تحمیل کړې ده. کلی په افغانستان کې په طبقاتي، قومي، مذهبي، محلي او جنسیتي ځانگړتیاوو نه شو ویشلی. کلی په شغنان، پریان، ورسج او ځدرانو کې یو خوی او بوی لري. د هزاره‌وو، ازبېکو او ترکمنو کلی کټ‌مټ د شرنې، مچلغو، مټاخان، وازې‌خوا، زرمت او رود احمدزایی د کلي په شان د ښاري ژوند او ثقافت سره یو ډول دریځ لري. په اوسني افغانستان کې د څلورکلنې سراسري سولې او ثبات اصلي عامل پر حاکمیت باندې د کلي په بلامنازع تسلط کې د لیدو وړ دی.

د ښځو له حقونو سره دښمني، په کار، ښوونه، پوهنه، اقتصاد، سیاست، ورزش او په مدني ژوند کې د ښځو له فعالې ونډې سره کینه او د ښاري ارزښتونو او ښېگنو سره خصومت بی له شکه چې د اسلام د مبین دین له اساساتو سره هیڅ هم‌غږي او ورته‌والی نه لري. خو افغاني کلیوالي ژوند او ثقافت او ارزښتونه چې د افغانستان د مطلق اکثریت شعور او وجدان جوړوي دغو انساني او منل‌شويو طبیعي حقونو ته د کفري او پرديو ارزښتونو په څېر گوري او ترې کرکه کوي. د ښځې دریځ او ځای د اسلامي امارت په فلسفه او تگلاره کې نه اسلامي، بلکې کلیوالي تعریف او تفسیر کېږي چې په ډاگه د افغانستان د کلي روان او هیله څرگندوي.

 دا د پوهانو او مسلکي کادرونو وظیفه ده چې د کلي او ښار مسألې ته په ژوره توگه پاملرنه وکړي او د کلي او د ښار تر مینځ توپیرونو او اختلافونو ته د لمن‌وهلو پر ځای د هغوی مشترکات او ورته‌والي په نښه کړي او د کلي او ښار تر مینځ د پېړیو واټن په کمولو او له‌مینځه‌وړلو کې نوې نسخې او لارښوونې وړاندې کړي. د قومي او ژبني بې‌گټې او ناروا بحثونو او شخړو پر ځای ارزي چې د خپل وخت او توان پانگونه د افغاني ټولنې دغې ستونزې ته وقف کړو!

هالند د ۲۰۲۵ میلادي کال د اگست د میاشتې ۱۳مه نېټه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.