د اولس پر وینو لیکل شوی تاریځ: د یرغل او نجات دوه فصلونه.
زموږ تاریخ د قربانیو او سرښندنو په وینو لیکل شوی تاریخ دی؛ زموږ تاریخ د استعمار پر ضد د سختې مبارزې تاریخ دی.
په دې تاریخ کې اصلي اتلان تل عام ولس پاتې شوی دی٬ هغه ولس چې د ټانک او توپ په وړاندې یوازې د ایمان، غیرت او میړانې وسله لري.
تاریخ گواه دی: کله چې کوم امیر٬ شاه یا زمامدار ولسونو ته شاه اړولي او پر بهرنیانو تکیه کړې٬ د اولس له بدې محاسبې سره مخ شوی دی.
لرې نه ځو، په تېرو پنځوسو کلونو کې٬ زموږ سترگې د زمانې په کتاب کې د یرغل او اشغال دوه فصلونه ولوستل او ولیدل:
لومړی پړاو: د شوروي اتحاد او د وارسا تړون پوځونو بې رحمانه یرغل پر افغانستان وکړ٬ چې په لس کلونو کې یې خپل ټول زور امتحان کړ.
دوهم پړاو: د امریکا او د ناټو ځواکونه راغلل او د اوږدې مودې پاتې کېدو اراده یې لرله.
خو پایله یې یوه وه: ماته٬ سخته ماته، بې شرمانه ماته؛ د وتلو مجبوري، او د افغان ولس په وړاندې د اوږدې جگړې ستړیا٬ چې د فولادو زړه هم ماتوي. دا خبره روغه او روښانه ده، شک پکې نشته.
نورې خبرې اوتحلیلونه بې گټې دي او د افغاني ټولنې د واقعیتونوسره اړخ نه لگوي.
که څه هم د دواړو ځواکونو د وتلو بهانه د کاغذ پر مخ د “معاملې” او “مذاکراتو” تر نامه لاندې وړاندې شوه، خو باید هېر نه کړو چې:
معامله په زور کېږي، نه په خوښه؛ او دا زور د ولس د وینو او سرښندنو څخه راولاړیږي٬ نه د دپلوماتانو له نرمو خبروڅخه.
روسان د مقاومت په توپان کې وایستل شول، نه د خپلې خوښې له مخې. امریکا او ناټو هم د جنگ په ډگر کې د وس له کمښت او ستړیا وروسته د دوحې میز ته کېناستل٬ لکه هغه څوک چې له زلزلې تښتیدلې وي.
بنآ: زموږ تاریخ یو ښکاره پیغام لري او هغه دا چې: هر بهرنی ځواک چې د دې خاورې د اشغال نیت وکړي، د افغان ولس د ازادۍ مینه به یې د ماتې په جام مست او خمار کړي. دا ځکه چې زموږ خاوره د زورورو قبر او د میړنو زانگو ده.
که د دلوې ۲۶ مه د نجات ورځ بولو٬ نو ښکاره ده چې د جدې ۶ مه د یرغلگرو د یرغل او د اشغال ورځ ده.
په دې کې هم شک نشته چې د امریکې او ناتو یرغل پر افغانستان٬ که د بن توافقات وو او که د امنیت شورا تر فیصلې لاندې٬ یو بربنډ یرغل او بې شرمانه تجاوز و. نو بیا یې وتل هم باید د آزادې او نجات په نوم یاد شي.
د تالبانو د دولت داری په سبک کې کومې نیمگرتیاوې چې شته٬ هغه بیل بحث او د تائید وړ نه دی. خوهغه کسان او کړۍ چې د جدې ۶ مې او د امریکا او ناتو یرغل ته د نجات او آزادۍ مفهوم ورکوي٬ یوازې پر ځان ملنډې وهي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.