نوی چينايي وايرس يا چيکونګونيا تبه Chikungunya Fever

لیکوال: ډاکټر ظهیر

103

نوی چينايي وايرس يا چيکونګونيا تبه Chikungunya Fever

د چیکونگونیا (Chikungunya)  وايرس د غوماشې د نېښ له لارې د انسان بدن ته ننوزي او انسان  په ناروغۍ اخته کوي چې د تبې او بندونو د درد کبل کېږي. دا وايرس وژونکی نه دی خو د ناروغۍ چټکيونې [=حاده] بڼه پر بدن د اوږدې مودې لپاره بده اغېزه کوي او د درد نښي په ناروغ کې پاته کېږي. تر دې دمه د ناروغي درمنله او واکسين نشته. يوازې بايد د ناروغۍ د مخنيوي پر لارو چارو فکر وشي.

 چیکونگونیا څنګه ناروغي ده؟ 

وړاندې وويل شول چې چیکونگونیا (Chikungunya)  یوه وايرسي ناروغي ده چې د ککړو ايډيس (Aedes aegypti/Aedes albopictus) غوماشو د نېښ پر مټ د انسان بدن ته ننوزي. دا غوماشې کولای شي چې د ډېنګي او زيکا وايروسونه هم ولېږدوي.

 د Chikungunya نوم د تانزانيا په ماکوندې ژبې پوړې تړاو لري چې د کړوپېدا مانا ورکوي او په ۱۹۵۲ ز کال کې د ناروغۍ د خپرېدنګ پر مهال ورته غوره شو. يانې هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي؛ د بندنونو په ځانګړې توګه د پښو مفصلونو له کبله کړوپېږي.

چيکونګونیا لومړی ځل په ۱۹۵۲ ز کال کې په تانزانيا کې او روسته په ګاونډيو افريکايي هېوادونو او اسيا کې خپره شوه. له دې روسته يې په ۱۹۶۷ کې په ټايلنډ او په ۱۹۷۰ کې په هېند کې نښې وليدل شوې. له ۲۰۰۴؛ راپدې خوا يې په ټوله نړۍ کې خپرېدل چټک او پراخ شوي دي چې دا مهال د نړۍ په ۱۱۰ هېواد کې پېژندل شوې ده. دا چې چیكونگونیا پخوا په اسيايي، اروپايي، او افريکايي هېوادونو او د هېند و ارام په سمندرونو کې پېژندل شوې وه خو د وايرس سيمييز لېږ لومړی ځل په ۲۰۱۳ کې د کارابین په سيند کې په نښه شو. چې تر دې دمه يې په کارابين ټاپوګانو، لاټينې امریکې، او د امريکا په متحده ايالاتو کې څه باندې يونيم ميليون پېښې راپور شوې دي. په کاناډا او مکسيکو کې هم خال خال پېښې تر سترګو شوې دې.

خپرېدنګ او ايپيډېمولوژي

وايرس د خپرېدنګ پر مهال د انسان-غوماشې-انسان په څرخ کې خوندي پاتېږي. د ناروغۍ نړېواله خپرېدنه د وګړو د ډېرو سفرونو او سوداګریو له کبله پراخه شوه.

د ايډيس غوماشې د ورځې چيچل کوي او د اوبو په لوښو کې هګۍ اچوي. او په پرانيستې فضاء کې خوراک کوي. کله چې دا غوماشه ناروغ انسان وچيچي؛ له وينې څخه يې وايرس اخلي چې د څو ورځو په موده کې ياد وايرس په غوماشه کې ډېرښت کوي او د غوماشې ناړو مرغېړو ته ځان رسوي او چې همدا غوماشه روغ انسان وچيچي؛ د خپل نېښ پر مټ يې بدن ته وايرس ور دننه کوي چې په دې سره د ناروغۍ دوران دوام مومي.

دا چې دا ناروغي د وينې له لارې لېږدېږي؛ ډاکټران او د لابرټوارونو کارمندانو هم په هغه ډله کې راځي چې د ناروغي له خطر سره مخ دي. د چيکونګونیا وايرس له موره کوشني ته د زېلانځې [= پلاسينټا] له لارې ډېر لږ لېږدېږي هغه هم د مېندوارې په څلورمه، پينځه، او شپږمه مياشت.  د يادولو وړ ده چې ناروغي له مور څخه کوشني ته د تي له لارې نه لېږدېږي.

 د ناروغۍ نښې نښانې

چيکونګونیا په ناڅاپه تبې پیلېږي چې ډېر کله تر ۱۰۲ فارنيهايټه اوړي، پر پوست لړمې رادبره کېږي، او د بندونو دردونه ور سره مله وي چې ناروغ له پښو غورځوي. د ناروغي لويې نښې د بدن خوږ، د سر خوږ، د زړه راډکېدل، ستړيا او لړمې دي. د بندونو خوږ شديد وي او کېدای شي اونۍ او یا هم تر مياشتو پورې وغځېږي.

 د ناروغي پټه موده (Incubation Period: هغه موده چې بدن ته وايرس دننه شي او د ناروغۍ لومړۍ نښه رامنځ ته شي.) له څلور تر اتو ورځو ده. کله ناکله دا موده د دوو او دوولسو ورځو تر منځ وي.

د ناروغۍ نښې نښانې لاندې دي:

  • ناڅاپه او سخته تبه
  • سر خوږ
  • د بندونو خوږ
  • د غړو خوږ یا مَيالجيا
  • زړه راپورته کېدل او خوا ګرځېدنه
  • د بندونو پاړسوب
  • د سترګو د دنننۍ غشاء پاړسوب
  • د پوست لړمې او سرې دانې (Hives)

په چيکونګونیا اخته ډېری ناروغان پورته ټولې نښې نښانې لري خو له درو تر ۲۸ سلنه ناروغان بې نښو نښانو پاتېږي. تبه له څلورو ورځو تر يوې اونۍ پورې اوږدېږي او کېدای شي دوه پړاويزه وي يانې په دوو پړاونو کې راښکاره شي.

نومېرنه یا تشخيص

 که کس له هغو سیمو څخه راغلی وي چې ناروغي په کې خپره وي او تبه و د بندونو درد ولري؛ باید د ناروغ په وينه کې د وايرس انټي-باډي وکتل شي.

هر کله چې د ناروغۍ وايرس بدن ته دننه شي؛ پر اېپيټليل، اېنډوتېليل، فېبروبلاسټ او مايکروفاژ ژونکو بريد کوي چې پر وړاندې يې پياوړی معافيتي ځواک رامنځ ته کېږي. د بدن معافي سيسټم په ځانګړې توګه اېنټرفېرونونه د وايرس ډېرښت ته نه پرېږدي.

د ناروغي په پیل کې نومېرنه د ناروغۍ له کلينکي نښو نښانو، اېپيډيمولوژيک شاليد [=بکګرونډ]، او له لابراټواري ازمېښتونو څخه ډاګيزه کېدای شي. د وايروس د لابراټواري نومېرنۍ لپاره ګڼې لارې او رودې شته چې يو يې هم سيرولوژیک ازمېيښت دي چې د ELISA پر مټ د وايرس انټي باډي راپېژني. هو، ياده دې شي چې د چيکونګونيا انټي باډي (IgM) د ناروغۍ د لومړۍ اونۍ په روستيو کې رامنځ ته کېږي چې له درو تر پينځو اونیو خپلې لوړې کچې ته رسېږي او تر اتو مياشتو پورې دوام کوي.

 د ناروغۍ په لومړيو ورځو کې وايرس په وينه کې نېغ په نېغه تشخيصېدای شي. د ازمېيښتونو پر مهال دې ډینګي او زيکا وايرسونه له پامه نه غورځول کېږي.

  د ناورغۍ په اړه خطرناک ټکي

ډېری ناروغان په بشپړه توګه له ناروغۍ رغېږي خو کله ناکله د بندونو خوږ تر مياشتو آن تر کلونو پورې پاتېږي. هغو کسانو چې چټکيونې [= حاده] ناروغي يې تېره کړې وي؛ څو مياشتې روسته روماتولوژيکې نښې لکه د ګڼو بندونو پاړسوب [= پولي ارتروز]، د پلو پاړسوب [=ټينوسېنوېټس [Tenosynovitis او رينوډ سېنډروم Reynolds syndrome] ليدل کېږي. پر دې سربېره وايرس د پوستکي، سترګو، زړه، او عصبي سيسټم غټې ستونزې رامنځ ته کولای شي.

 د ناروغۍ کم پېښي خو خطرناک عوارض:

  • د زړه د غړو پاړسوب [= میوکارډيټس]
  • د سترګو پاړسوب
  • د ينې پاړسوب [= هېپاټايټس]
  • د پښتورګو ناروغي
  • د دماغ د پرډو پاړسوب [= مېنينجايټس]، د ککرۍ د عصب فلج، او نور

څېړنې وايي کېدای شي چې له پينځو تر ۸۰٪ ناروغان له ناروغي؛ مياشتې یا کلونه روسته اوږدمهاله ستړيا او د بندونو تلنی درد ولري. دا هم ويل کېږي چې کس له څخه ناروغي پوخ او کېدای شي په راتلونکي کې هيڅ کله په دې ناورغۍ اخته نه شي.

د چيکونګونیا له کبله مړينه ډېره کمه پېښېږي. ناروغي پر ماشومانو او هغو کسانو چې منګ يې تر ۶۵ کالو لوړ دی؛ په ځانګړې توګه چې د وينې لوړ فشار، خوږه [= ډيابيت/شکر]، او همداراز د زړه ناروغي لري؛ سخته تېرېږي.

درملنه

وويل شول چې چيکونګونيا وايروسي ناروغي ده؛ کومه ځانګړې درملنه نه لري. د نښو نښانو درملنه تر سره کېږي او ډېر کله لاندې لارې چارې سپارښتېږي:

لومړی: د تبې ضد درمل کارول

دویم: د خوږو ضد درمل کارول

درېيم: د اوبلنتوکو ډېر څښل

  له ډېنګي سره د چيکونګونيا ورته والی

دا ناروغۍ له ډېنګې سره ورته والی لري او تر ډېره بريده په يوه/ورته سيمه کې رامنځ ته کېږي. نو، تر هغو چې په دې سيمو کې د ډېنګې د ازمېيښت پايله منفي شوې نه دي؛ په چيکونګونيا مشکوکو ناروغانو ته دې اسپرين او پاړسوب ضد غير‌سټېروئيد درمل نه ورکول کېږي. ځکه چې په ډېنګي اخته ناروغانو کې د داخلي وينې بهېدنې خطر لوړوي.

 د چيکونګونيا له نومېرنې روسته هغو ناروغانو ته چې د بندونو دایمي (د ژوند تر پایه) دردونه لري؛ د پاړسوب ضد غير‌سټېروئيدونه او کورټيکوسټېروئيدونه په موضعي توګه کارېږي. د درد په کمښت کې فېزيوتراپي هم ګټوره ده.

 د جيکونګونيا مخنيوی

تر دې دمه هيڅ واکسين او يا داسې درمل چې د ناروغي مخنيوی وکړي؛ نشته. نو، د ناروغي د مخنيوي تر ګردو ښه لاره دا ده چې د غوماشو له چيچلو مخنيوی وشي.

 هغه کسان چې ککړو/له خطره ډکو سيمو ته سفر کوي؛ باید لاندې لارې چارې په پام کې ونيسي:

لومړی: د لنډو لستوڼو او لنډو پايڅو کالي دې نه اغوستل کېږي چې د پوست د چيچلو مخینوی وشي.

دویم: پر کاليو او پوست دې هغه توکي وکارول شي چې غوماشي دفع کوي.

درېيم: ځان دې ډاډه کړل شي چې د اوسېدو ځای/کوټې ته غوماشي نه شي ورتلای.

څلورم: له مچرۍ څخه دې ګټنه واخيستل شي.

پينځم: د خوب پر ځای/کټ باندې دې د مياشتو ضد درمل وکارول شي.

شپږم: په هغو سیمو کې دې له اوسېدو ډډه وشي چې هلته د غوماشو پناځايونه لکه ونې او ډنډونه وي.

اووم: هغو سيمو ته دې تګ وځنډول شي چې هلته د چيکونګونیا ناروغي خپره ده.

اتم: د لوښو لکه سطلونو، ګلدانیو، او ابدانونو اوبه دې تشي شي.

نهم: د اوبو نورې زېرمې چې هلته د غوماشو د اوسېدو او ډېرښت شونتيا وي؛ وکتل شي.

لسم: د اوسېدنې د ځای شاوخوا پراته پلاسټیکونه او خځلې دې له منځه يوړل شي.

اړين ټکي …

که مو په روستيو کې ډېرو تودو او تودو سيمو ته سفر کړی وي او فکر کوئ چې به چيکونګونيا اخته ياست؛ انتاني ډاګټر ته ولاړ شئ او د هغه له سپارښتنې سره سم د وينې ازمېيښت تر سره کړئ.

ټابلیټ او اغېزي یې/ ډاکټر ظهیر K

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.