د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) له نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کړې چې له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لاسنیوي وکړي.
یادې ادارې په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې له یوې خوا د افغانستان بحراني ضعیت او له بل لوري له ایران او پاکستان څخه د کډوالو راستنېدنه یو لویه ننګونه ده چې له امله یې کډوال له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې زیاته کړې که څه هم دوی له ستنو شویو کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې بېړنۍ مرستې کوي، خو بودیجه یې مخ په ختمېدو ده او پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې هېواد ته له ستنېدونکو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې سږکال له پاکستان او ایران ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته ستانه کړای شوي دي، چې له ډلې یې یوازې یو ملیون کسان له ایران څخه خپل هیواد ته په سختو شرایطو کې ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او افغان کډوال وایې، په دغه هېوادونو کې د ناچارۍ، وزګارتیا، بېبرخلیکۍ او په زوره اېستلو د وېرې له کبله پر ژور خپګان اخته شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.