اکسون مجله، درویشتمه مقاله
له هغه ځايه چې موږ د الفبا له تورو سره اشنا کېږو، خپل او د پلار نوم ليکل زده کوو، بلاخره په دې توانېږو چې ليک لوست زده کړو نو ورو ورو مو له لوستلو او مطالعې سره مينه پيلېږي، ورسره د اسلام مبارک دين زده کړه او همدا شان د خپلو عباداتو په سمه طريقه ادا کول هم له همدې ليک لوست او مطالعې وروسته زده کوو.
د زده کړې او مطالعې همدا ډېره اړتيا موږ دې ته اړ کوي چې بېلابېل د زده کړې او پوهې کتابونه، مقالې، مجلې او ليکنې ولولو، زده کړه ترې وکړو، د ژوند په چارو کې ترې ګټه واخلو او ان تر دې چې د خپلو خبرو او بحثونو پر وخت ترې استدلال وکړو.
د مطالعې او ليک لوست همدې اړتيا ته په کتو عالمان او پوهان له ډېره وخته د مطالعې کولو او ليک لوست زده کړې توصيه او سپارښتنه کوي او بار بار موږ ته رايادوي چې د مطالعې دود د پياوړتيا لپاره بايد خپلو ملګرو، دوستانو او کورنۍ ته د مطالعې کولو سپارښتنه وکړو او له هغوی سره د مطالعې د اسبابو، کتابونو او امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړو.
ښه صدقه، ښه ميراث:
زموږ د ټولنې له پلرونو او نيکونو نيولې بيا تر نني نسله دا دود دی چې د خوښيو په مناسبتونو او نورو مېلو او جشنونو کې يو بل ته پلاستيکي او نمايشي ګلان په غاړه کوو او د همدې ګلانو په پېر تر بل هر شي، ډېرې پیسې هم ورکوو.
اوس اصلي ټکی دا دی چې ولې د پلاستيکي او بېکاره ګل پرځای يوه ټوټه ارزښتمن کاغذ ليکنه يا کتاب ډالۍ نه کړو؟ شايد لوستونکو ته سوال پيدا شي چې زموږ په ټولنه کې د پوهې او تعليم کچه ټيټه ده خو د ګلانو د ډالۍ دا دود يواځې په نالوستو خلکو نه بلکې د دولسم پاسانو، لیسانسو او ان د ماسټرۍ تر کچې د زده کړو درلودونکو تر منځ هم پالل کېږي. د نمونې په ډول يو ځوان له پوهنتون فارغېږي څومره ښه به وشي چې د ګل پر ځای ورته د هغه د مسلک او کاري چاپېريال اړوند يو کتاب ډالۍ کړو او هغه ترې په خپل مسلک او کاري ساحه کې ترې ګټه واخلي.
زه په بشپړ ډول د ګلانو د نه ډالۍ هم مخالف يم، ګل دې هم ډالۍ کړو خو که په څنګ کې ورسره کتاب ډالۍ کړو نو بيا به مو په سمه مانا د ښه ميراث پرېښودلو دود پاللی وي.
د اسلام مبارک دين کې په ډېرو کوچنيو کارونو لوی ثوابونه اجرونه او ګټې دي مثلاً حديث شريف کې راځي چې د يوه مسلمان بل مسلمان ورور ته ښه خبره کول هم ثواب ده نو په ډاډ ویلی شو چې نږدې اتيا سلنه کتابونو کې ښې خبرې دي نو موږ به څومره ثوابونه وګټو که د همدې ښه کتاب په ډالۍ سره زرګونه ښې خبرې بل مسلمان ورور ته وکړو.
د يوه ملګري زوی يا لور پيدا کېږي، لس شل ملګري په ګډه ورته لس شل ګلان اخلي او په غاړه کوي یې، که د شلو ګلانو پرځای لس واخلو او په باقي پيسو یې د ماشوم پالنې روزنې يا روغتيا په اړه يو کتاب ورته ډالۍ کړو څومره به ګټور وي؟ پلار يا مور یې هغه کتاب لولي د ماشوم روزنه او پالنه په سمه توګه ترسره کېږي او بلاخره هماغه سم روزل شوی ماشوم د يوه لوستي با ادبه او سالم ځوان/پېغلې په ډول ټولنې ته وړاندې کېږي او په همدې شکل يوه لوستې او سالمه ټولنه رامنځته کېږي او د لوستې ټولنې رامنځته کېدل، يعنې د يوې جغرافيې د ۸۰ سلنه ستونزو حل.
له پورته خبرو دې پايلې ته رسېږو چې که چېرته موږ په خپل ژوند کې په خپلو ورځنيو ډاليو کې کتاب ډالۍ کول عام کړو نو په ټولنه کې به مو د مطالعې پيکه دود پياوړی کړی وي او له ځان نه به مو د ميراث په شکل ښه کتابونه او ښې خبرې پرې ایښې وي، راځئ! کتاب لوستنه عامه کړو، کتاب ډالۍ عامه کړو او بلاخره يوه لوستې او سمه ټولنه ولرو.
Ziazamir719@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.