وایي زمان نه راګرځي اوهر څه د تاریخ غیږې ته سپاري. داسې نه ده. تاریخ بیرته راغبرګېږي، تکرارېږي خو یواځې بڼه یې بدلون مومي. ښه مې په یاد دي، لکه همدا اوس او همدا شېبه؛ په درانه او خواږه خوب ویده وم. چې مېرمن مې وښورولم او په نیمه شپه کې ېې له خوبه راکښېنولم.
ـ وادې ورېدل؟
جټکه مې وخوړه ، خوبولی او زنګېدلی له خوبه راپاڅېدم. سترګې مې ومږلې.
ـ څه خبره ده ؟
ـ په ښار او کوڅو کې په ګرځېدو بندیز ولګېد.
حیران شوم. ومې پوښتله:
ـ ولې څه پېښه شوې ده؟
په لړزېدلي غږ ېې ځواب راکړ:
ـ وبا ګډه شوې ده.
زړه مې ولوېد . له پښو او لاسو مې ساه ووته ، لکه په ناپېژندلي تور سمندر کې چې ولویږم. سرراباندې وګرځېد ، نېږدې و راوغورځم.
له هغې وروسته په ورځو، ورځو او میاشتو، میاشتو خلکو په ځانونو پسې دروازې راپورې کړې. نه یواځې په ښار او بازارکې خلک له ېوه بل سره له مخامخېدو او نږدې کېدو ډارېدل. په خپلو کورونو کې دننه هم لکه له یوه بله چې بوی ورځي له ېو بله لېرې ګرځېدل . دا وبا دومره ډارونکي او زورونکې وه چې ان په ماشومانو ېې هم د لویانو شفقت او مینه ودرول . له وېرې ېې هيچا خپل کوچنی سهار او ماښام په تندي او سر نه ښکلوه. سرکونه، لارې او کوڅې له وګړو داسې خالي شول. تا به ویل وبا ټول ځمکې ته دننه کړي ،ښارونه او کلي په هدیرو اوښتي وي.
د کلونوپه تېرېدو سره، ژوند ته بېرته هیلې پیدا شوې. خو نن شپه بیا هماغه خوب، هماغه وېره بېرته راستنه شوه . نن چې بیا په درانه خوب ویده یم. مېرمن مې بیا وښورولم.
ـ ژر کوه پاڅه!
له دې سره مې د اولادونو شور او غږ پورته شي. بچیان مې له خوبه راکښیني. ځان تېښتې ته چمتو کړي. زه سترګې ومږم. نېغ راکښېنم. مېرمن ته چې سر ته مې لکه پیره داره ولاړه وي، خوارې سترګې ونیسم.
ـ ولې څه خبره ده؟
مېرمن مې چې له وېرې زېړه را اوښتي وي ، په رېږدېدلي غږ ځواب راکړي.
ـ نه پوهېږم، لکه چې زلزله ده. ټول خلک له کورونو وتلي دی.
ما له مټې ونېسې ، کړکۍ ته مې ودروي ،د باندې کوڅې ته لاس ونیسي. غوږونو ته لاسونه پورته کړي .
ـ ته دا چغې او شورماشور نه اورې؟
ټکان وخورم. په کوڅه کې د خلکو ګڼه ګوڼه مې هک پک کړي. خوله مې وازه پاتې شي. سترګې مې سپینې راووځي. پښې مې سستې شي. مېرمن مې په منډه له خونې ووځي. د اولادونو د چمتو والي جاج واخلي. بیرته راننوځي. خواته راشي. په اوږه مې وټپوي.
ـ څه ته ګورې؟ نه ګورې چې ټول مخلوق وتلی دی، یواځې مونږ یو چې دننه یو.
ما چې تیاره اسمان ته سترګې نیولي دي اود تالندې برېښنا لړزونکوغږونو ته غوږ یم. پرته له دې چې څه ووایم؛ لکه یو سرتېری چې د خپل بولندوی امر پر ځای کوي، په مېرمن پسې شم. هغه د مخه؛ زه او کوچنیان ورپسې . دباندې کوڅو ته را ووځو . وېنم چې ډله ډله خلک په ځغاسته دي. یوه ډله د عیسوي پادریانو ده، د خدای مخلوق ورپسې دی. کنجکاوه شم. په لوړ غږ له ځانه سره ووایم.
ـ دوی چېرې ځي!؟
له شا غږ واورم.
ـ ولې کوڼ یې؟ پرون دې په لوډسپیکر کې دا اعلان وانه ورید؟
ټکان وخورم ، له ځان سره ګډ شم :
ـ کوم اعلان؟ د څه شي اعلان؟
خو هېڅ ځواب وانه ورم ، مخ راواړوم. دغږ خاوند نه ښکاري ، خلک ټول غلي وي. د هیچا له خولې سوڼ هم نه راوځي ، لکه غیبي غږ چې مې اوریدلی وي. بیرته مخ راواړوم او مزل پېل کړم خو هماغه غږ مې بیا غوږونه وتخڼوي.
ـ د جنت!
له ځانه سره ووایم.
ـ جنت!
لکه د غره په یو ناو کې چې پلی روان یم او زما له خولې وتلی غږ راغبرګ شي.
ـ بلې جنت، که غواړې په حنت کې ځای راونیسي؟ د جنت سوداګرو ته ځان رسوه.
بیا شاته وګورم، د غږ خاوند نا درکه وي ، خلک ټول داسې غلي او وېرېدلي وي ته وا ګونګیان او یا ېې خولې ګنډلي دي . نامعلوم لور ته په ځغاسته دي. ناببره مې مېرمن له لاسه راونیسي. لکه له وړاندې تللو چې مې راګرځوي.
ـ چېرې ځو؟
ځای پر ځای ودرېږم، لکه په لوی دریاب کې چې ورګډشم. مخکې تر دې چې د مېرمن بې ځوابه پوښتنه ځواب کړم. سترګې مې په هغو کسانو کې ښخې شي چې سپینې جامې ېې پرتنونو او لویې لونګۍ یې تړلې دي.
مېرمن مې ماته مخ راواړوي. د مخه تر دې چې د دغو سپینو جامو اولویو لونګیولرونکوږیرورو، په باب زما غبرګون وویني ؛ هغوی ته لاس ونیسي ، په حیرانتیا ووايي :
ـ دوي دلته څه کوي ؟
ـ څوک ؟
ـ طالبان !
زه په ځواب فکر وکړم، خو مخکې له دې چې په دې باب څه ووایم بیا له شا هماغه غیرې مرّي غږپورته شي.
ـ نه وینئ چې ځانمرګي واسکټونه یې په تن دي!؟
مېرمن او زه دواړه مخ شاته واړوو. خلک هماغسې لکه ګونګیان؛ بې غږ او غوږه پر مخ روان دي. بې واکه مې له خولې راووځي.
ـ د څه لپاره؟
غیبي غږ مې بېا د غوږونو پردې وښوروي :
ـ ددې لپاره چې ځانونه والوځوي.
بیا په غږ پسې مخ شاته واړوم که د غږڅښتن ووېنم خو بیا هېڅوک نه ښکاری. له ځانه سره وبونګېدم.
ـ د څه لپاره؟ دوی خو له خپلو دښمنانو سره سوله کړې!؟
دا ځل له شا نه، بلکه له پورته هوا نه هماغه غږ راغبرګ شي.
ـ خو دښمنانوچې له دوی سره سوله نه ده کړې ….. دا ځل به دوی په ټوله نړۍ کې خپل دین خپروي . اسلام!، اسلام ، اسلام ……
ښکته پورته شاوخوا وګورم. د غږ خاوند د پخوا په څېر نه ښکاري.
ناببره سپین پړک شي. د فضا يي بېړېو لوېه لېکه پاس په هوا کې له اور او لوګي سره تېره شي . خلک یو بل ته مخونه واړوي ، لکه له خوبه چې راکښيني ، په خبرو راشي ،له یو بله وپوښتي:
ـ څه خبره ده؟ خو د هېچا سره ځواب نه وي ،غيبي غږ بيا په خلکو کې وېنه وچه کړي :
ـ دریمه نړیواله جګړه کېدونکې ده!
خلک ېوبل ته مخونه واړاوي ، او په بېړېو کې د ناستو کسانو په باب ېو بل ته خپل ګومانونه او نظرونه واوروي ، ېو ووايي :
ـ دا به هغه میلیونران او میلیاردران وي چې له جګړې په دې بېړیو کې نورو سیارو ته تښتي.
بل ېې وپوښتي :
نودوي ولې داسې یوه جګړه پیلوي چې په ګټلو ېې باوري او ډاډ مند نه دي.
غیبي غږ بېا خلک په فکر کې واچوي :
ـ کومې جګړې ګټونکی درلود؟ ټولې جګړې بایلونکي دي. هغه چې جګړه ګټي هغه هم بایلونکی دی.
بیا چوپتیا زور واخلي. ټول ځای پر ځای ودرېږي. سرونه یې بې واکه ځوړند او په اندېښنو کې ډوب شي. د هر چا په ذهن کې د اوسنۍ نړۍ او تمدن د ړنګولو رنګارنګ تصویرونه جوړ شي. وېره ېې په وجودونو خوره شي. لکه ګوزڼ ېې چې ونیسي، په ټولو رپ ولګېږي. یو بل ته معنا داره وروګوري. ټول د هغه ارت او پراخه میدان چې له ېوه سره ېې بل سر پر سترګو نه ښکاری ګړندي ګامونه پورته کړي،
لویه میدانۍ ده. ګڼ خلک راټول دي. د میدان له پاسه په هوا کې لوی تلویزیون لکه د سینما پرده را ځړیدلی دی. مخکې له دې چې د خبرونو ویاند خبرونه واوروي؛ پر پردې اورشلیم راڅرګند شي.
ـ هغه خبر چې همدا اوس راورسید…
ـ نن په اورشلیم کې دجال لیدل شوی.
په دم ګړۍ کې چیغې او سورې ټول عالم په سر واخلي. هریو غوږونو ته لاسونه پورته کړي. په سجده پرېوځي او بېا بېرته راپورته شي. یو بل ته او بیا د تلویزیون خبرونو ته غوږونه څک ونیسي.
غرونه دي چې نړېږي او سیندونه دي چې وچېږي. په ښۍ سترګه ړوند ځوان چې ګېډه یې راوتلې ده؛ داورشلیم په واټونو کې په مزله بوخت دی. شاوخوا یې لوی مخلوق راتاو دی. ټولو ته لاسونه ښوروي، په لوړ اواز چیغې وهي.
ـ ای مخلوقه، زما خواته راشئ، زه ستاسې بادار او څښتن یم. زه هغه یم چې تاسې ته مې لاسونه او خواړه درکړي دي.
په میدان کې راټول کسان چې د تلویزیون په ننداره بوخت دي. هک پک شي. سرونه یې وګرځي. اندیښنې ېې واخلي. د هر یو په مغزو کې ګڼې پوښتنې راوټوکېږي. له یو بله وپوښتي.
ـ دجال به ترکومه په نړۍ حاکم وي؟
یو ځواب ور کړي.
ـ څلوېښت ورځې!
بل د نفې سر وښوروي.
ـ څلوېښت ورځې نه، څلوېښت کلونه!
د څلوېښت کلونو په اوریدوبیا په ټولو سرونه وګرځي. بیا خدای ته په سجده پرېوځي.
راپاڅي. ټول اسمان ته لاسونه ونیسي.
ـ یا لویه خدایه دا خو ډېره اوږده موده ده. موږبه څنګه د دجال دومره اوږده واکمني وزغملای شو. له دې دې کاشکې پخوا وژلي وای.
یوه ډله غږ کړي.
ـ یا محمده!
له بل لوري نورغږونه راشي .
ـ یا عیسی!
لکه خدای چې د ټولو غږ واوري. ناببره د تلویزیون په لویه پرده د هند د اقیانوس له منځه دزړه راښکونکې موسیقي غږدټولوټپي زړونه ټکورکړي . د موسیقۍ دزړه راښکونکوڅپو په منځ کې عیسی(َع) هم له لیرې راښکاره شي. له دې سره د خبرونو ویاند ووایي:
ـ د مومنانو دعا قبوله شوه، اوس به ډیرژر عیسی (ع) دجال په خپله سزا ورسوي او مړی به یې د سپیو خوراک وګرځي.
د خلکو رنګونه بیرته وغوړېږي ،خوشاله شي. خو دا ځل یې د پخوا په څېرزړونه ټوپونه نه وهي.
سترګې یې له رڼا نه بلکې له یوه مبهمه سیوري ډکې دي، په دې منځ کې یو کوچنی ماشوم، د ټولو چوپتیا ماته کړي:
– که عیسی راغلی، نو دجال ولې لا ژوندی دی؟
خو ېو زوړ نوراني سپېن ږېری چې په سترګو ړوند وي ، په مهربانۍ ځواب ورکړي :
– ځکه چې دجال له آسمانه نه، له انسانه راولاړېږي…
…او تر څو چې زړونه نه وی مېنځل شوي ، عیسی به هم تر هغې ددې نړۍ میلمه وي!
خلک چوپ شي. هر څوک د ځان پرباب په ژورفکرکې ډوب شي.
تلویزیوني پرده توره اوهوا سړه شي. نغمه بنده او ودریږي.
نه د جنت سودا، نه د دښمن وېره – یوازې انسان له خپل سیوري سره پاتې وي،.
یوه ورو غږ، خونه له آسمانه او نه له تلویزیونه، بلکې د هرېو له دننه راشي:
“زمان نه راګرځي، خو انسان تل هماغه ځای ته راګرځي، چېرته چې ېې حقیقت نه وي پېژندلی…”
ټول سرونه ټیټ شي – خو نه د سجدې لپاره، بلکې د تفکر لپاره.
او نړۍ، له سره، دوباره خپلې ګړۍ ته بیا لاس وروړي…
پای.
لندن ـ انګلستان
جون ـ ۲۰۲۲
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.