اکسون مجله، اتلسمه مقاله
سریزه
د معلوم او نا معلوم تر منځ د عقل حرکت ته فکر ویل کېږي او د فکر پر وړاندې ګومان شتون لري؛ لکه څنګه چې فکر په تصوراتو کې را منځته کېږي، دا په تصدیقاتو کې هم پېښدونکی دی، مانا دا چې که دا فکر په تصوراتو کې وي تعریف منځته راځي او که په تصدیقاتو کې وي دلیل ترې جوړېږي. په همدې ترتیب ویکیپېډیا هم فکر داسې را پېژني: فکر د انسان له دروني ځواک څخه دی چې له مفاهیمو سره تړاو لري او د ادراکي ـ ځان پوهاوي لړۍ بلل کېدای شي چې په خپلواکه توګه د حسي او فزیکي محرکاتو څخه پیښېږي. په عمید فرهنګ کې د ذهن شعوري فعالیت چې یو څه درک کړي، ذهني بوختیاوې، پلان، موخه، پاملرنه او اندېښنه هم د فکر محصول بولي.
فکري بهیر چې په دري ژبه کې ورته «حرکت فکری» او په انګرېزۍ کې ورته (thinking process) ویل کېږي چې په حقیقت کې د فکري لړۍ، ځواک او تولید فعالیت دی. مانا دا چې د ګروپي همغږۍ یا (team work) بهیر یې بولو، چې د ځوان کهول په فکري وده کې هم ونډه لرلای شي. دغه فعالیت د علمي سیمینارونو، تخنیکي روزنه، عامه پوهاوي، ګروپي مطالعې او نورو لړیو لپاره کارولی شو، چې هره لړۍ به خپل ځان ته ځانګړې طرحه او تګلاره لري، خو موږ یې د ګروپي مطالعې او د کتاب تشریح سیمینارونو لپاره کاروو چې ان شاءالله د ځوان کهول د مطالعې همغږۍ ترمنځ به ګټور تمامېږي.
کليدي لغتونه:
فکري بهیر، د کتابتون رول، ګردمېزي، د خبرو کولو علمي انداز، فکري روزنه، ښوونه او موخه.
فکري بهیر یانې څه؟
په فکري بهیر کې ډېری وخت هغو مسایلو باندې بحث کېږي، چې ګډونوالو ته د یو څه فکر ورکړي، په یو ټاکلي موضوع باندې به خبرې کېږي، چې اورېدونکو ته یوه نوې او جالبه موضوع تمامه شي؛ څو همدا ټکی لامل شي چې د بحث ښکېل کسان د فکر پراخوالی او د معلوماتو زېرمه ترلاسه کړي. همدارنګه د دې ترڅنګ په فکري بهیر کې په بېلابېلو موضوعاتو باندې غونډې نیول کېږي، د مطالعې علاقه مندان په خپله خوښه د یو کتاب په محتوا، میاشتنی سیمینار او په یو ټاکلي سرلیک لاندې بحث کولی شي.
څنګه کولی شو فکري بهیر پیل کړو؟
وړاندیز: له هر څه مخکې مطالعه!
مطالعه یوه عربي کلمه ده، چې له اطلاع او معلوماتو څخه اقباس شوې ده. د کتاب لوست او مطالعه یوازینۍ لاره ده چې موږ کولی شو، د ځان اصلاح، د ټولنې اصلاح، ټکنالوژي، با خبري او پرمختګونه را وپنځوو. همدا ټکی (مطالعه) لامل ګرځي چې زموږ ذهن او فکر د پراخوالي په لور یون وکړي، له بریالي تجربو څخه ګټه پورته کړو او بلاخره د پرمختګونو انقلاب رامنځته کړو. په لیکوالۍ کې هم لومړۍ سرچینه مطالعه (د کتاب لوست) دی، ځکه مطالعه زموږ د فکر زېرمه ډېروي، که زېرمه یا هم معلومات له موږ سره نه وي نو موږ څنګه کولی شو، چې یو څه ولیکو؟ خامخا زموږ فکر د زېرمې پراخوالي ته اړتیا لري او همدا د فکر پراخوالی یوازې په مطالعې سره شونی وي.
مطالعې ته څنګه کسان روږدي کولی شو؟
لیدلي به مو وي، کله چې موږ د یو کس صفت (ستاینه) بل چا ته وکړو، خامخا د هغه کس علاقه د ستایل شوي کس سره پیدا کېږي، هیله به یې دا وي چې یو ځل هغه کس وګوري یا هم د خبرو له تسلسل څخه یې مستفید شي. ما ډېری وخت همداسې کړنه د یو لوستونکي سره هم کړې ده، د کتاب پېژندنې د اصولو په مطابق؛ لومړی مې ورته د کتاب لیکوال په ډاګه کړی، ورته مې ویلي، چې فلانی لیکوال ډېر مستدل، استدلال لرونکی او تحلیل یې په هرې موضوع باندې ډېر ژور دی، تورو (حروفو) سره لوبه نه کوي، بلکې ژور پر موضوع ور دننه کېږي. بیا وروسته د کتاب محتوا باندې رڼایي اچوم، په هغه موضوع باندې ورته وغږېږم، چې ما ته جالبه تمامه شوې وي او یو څه مې ترې اخیستې وي، باوري یم چې هغه ته به هم جالبه تمامه شي، ګورم چې زما خبرې په مخاطب باندې لږ لږ اغېزې کړې وي، ژر به راته ښکاره شي، چې مخاطب راته ووایي، دا کتاب چېرته پیدا کولی شم؟ پورتني کوم ټکي چې یاد شول، هغه ټکي دي چې تجربه شوې دي او اغېز یې ما پر خپله هم تجربه کړی او هم مې په نورو د تجربې اغېز لیدلی دی.
اوونیزه غونډه:
په فکري بهیر کې یوه اوونۍ وروسته، یانې د ۶ ورځو په لړ کې یوه غونډه ترسره کېږي، د همدې ۶ ورځو په اوږدو کې هر علاقه مند کولی شي، د خپلې خوښې یو کتاب په انفرادي ډول ځان سره مطالعه کړي، د کتاب لوست لپاره پنځه ورځې وخت ورته ټاکل کېږي، بیا له پنځو ورځو وروسته په شپږمه ورځ باندې ( هره پنځه نۍ) یوه غونډه به نیول کېږي، د حاضرینو په مخ کې چمتو شوی کس د خپلې خوښې کتاب له ځانګړنو څخه پيل تر محتوا پورې بحث کولی شي، د لیکوال منفي او مثبت ټکو باندې هم لږ تم کېږي، کومه خبره چې د کتاب لوستونکي ته جالبه او اغېزناکه تمامه شوې وي، نورو ته یې هم بیانولی شي. د خبرو په پای کې یاد کتاب چې ده لوستی وي، نورو ته یې هم د لوستلو سپارښتنه کولی شي. مثلاً: د فلاني کتاب ځانګړنې مې چې تاسو ته بیان کړې، ما ته هغه ډېره جالبه او اغېزناکه تمامه شوه، ما ولوست، تاسو یې هم یو ځل هرو مرو ولولئ! دلته اوس څو حکمتونه لیدل کېږي، یو خو به هغه کس کتاب لوستی وي او د بحث په ترڅ کې د کتاب محتوا به یې نور هم په ذهن کې منسجم شي؛ همدارنګه د وینا طرز کې به یې هم بدلون راشي. بل موږ به هم د هغه له معلوماتو نه برخمن او دې ته به مو وهڅوي چې موږ یو ځل هر مرو هغه کتاب ولولو، چې ده لوستی دی.
په فکري بهیر کې د کتابتون ونډه:
فکرونه هله رغول کېږي، چې هلته د کتاب لوستنې فرهنګ عام وي، ګردځندوی کتابتونونه، کتابپلورځۍ او عامه کتابتونونه خورا پرېمانه وي او یو ځوان له قید او شرط پرته په خپله خوښه او په خپله طبعه ولاړ شي، د یوه کتاب انتخاب وکړي، ویې لولي او خپل ذوق په کې وکاروي. همدا د ذوق کارول، لامل ګرځي چې له کتاب سره علاقه ډېره شي، د کتاب لوستنې بهیر چټکتیا ومومي او د کتاب ارزښت به په ټولنه کې خوندي وي. د فکري بهیر په غښتلتیا کې د کتابتون ونډه خورا اړینه ده، ځکه موږ تل د علم او پوهې خبره کوو، علم او پوهه تر ډېره په کتابونو کې خوندي ده، که موږ کتاب ولوست، نو خامخا د نورو له تجربو، علم او پوهې څخه برخمن کېږو. د یاد بهیر تګلاره همدا ده، چې یو ځوان په خپله خوښه په کتابتون کې یو کتاب وټاکي، دا کتاب د یوې اوونۍ په لړ کې له ځان سره ولولي او بیا د اوونۍ په پای؛ یانې له شپږو ورځو وروسته په همدې کتاب باندې د نورو راغلي ځوانانو په شتون په ګردمېزي کې بحث او شننه وکړي. دې ځوان ته به لا پخوا د فکري بهیر د ښوونکو له خوا لارښوونې شوي وي، چې د کتاب په مطالعه کې ژور فکر وکړي، د لیکوال په منفي او مثبتو ټکو باندې تم شي، څه چې ده ته اغېزناک تمام شوي وي، نورو راغلي مخاطبینو ته یې بیان کړي او په پای کې د همدې کتاب د بیا لوستنې سپارښتنه راغلي ځوانانو ته وکړي.
دلته څو حکمتونه پراته دي، د دې کتاب شننې سره، یو خو دا کتاب یو ځوان نه، بلکې دا څو راغلي ځوانانو به لوستی وي، ځکه په کتاب کې یواځې همدا پیغام او موخه ده چې دوی ته وړاندې کېږي. کله چې کتاب وشنل شو، نو باوري یم چې د وړاندې کوونکي ترڅنګ راغلي ځوانانو هم د دې کتاب له موخې څخه به خبر شوي وي. بل دا چې د خبرو کولو او د ازاد بحث دود معیاري کېږي، د کتاب لوستنې په بهیر کې چټکتیا راځي، ځکه د یوې اوونۍ په لړ کې یو کتاب، یو ځوان نه، بلکې څو ځوانانو به لوستی وي او د دوی د معلوماتو په زېرمه کې هم زیاتوالی راځي.
ګردمېزي:
د فکري بهیر اصلي عنصر د ګردمېزي بحث دی، چې متقابل لوري سره په فکري تبادلې کې خورا اړینه ونډه لري. د ګردمېزي له څو ګټو څخه یوه ګټه دا ده چې د ازاد بحث فرهنګ عاموي، هر یو له شرط او قید پرته خپل نظر وړاندې کوي، هر یو د خپل مقابل لوري نظر او اند ته احترام ږدي، له نورو ناستو پرته دلته د خبرو وار مراعتېږي او هر یو په خپل وار سره خبرې کوي، استدلال کوي او د مصلحت فرهنګ عامولو په برخه کې ځانونه رانغاړي. په ټوله کې موږ له ګردمېزي څخه د کتاب مطالعې ترڅنګ، په علمي سیمینار او ورکشاپونو کې هم ترې ګټه اخلو، فکرونه په کې رغوو، څو له دې کوچني دریځ څخه د هېواد په کچه علمي کسان وروزل شي او په سبا باندې د هېواد په ګردمېزي کې د قوي استدلال خاوندان وي.
د خبرو کولو علمي انداز:
« مولانا وحیدالدین خان رح وايي: که دوه کاڼي سره ووهئ، یو درېیم څیز رامنځته کېږي او هغه څیز د اور بڅري دي، همدا معامله د انساني دماغو ده، که دوه دماغونه سره ټکر شي؛ یو درېیم څیز ظهور کوي، دا بیا یو نوی تصور دی. همدا هغه څیز دی چې ورته ذهني وده وايي، ذهني ارتقا کله هم په سکون حالاتو کې نه پیدا کېږي، ذهني ارتقا تل هغه وخت رامنځته کېږي چې په کوم ټکر سره د یوه انسان ذهني توپان رامنځته شي. په دې معامله کې د فکري اختلاف ډېر لوی رول دی، د دوه انسانانو ترمنځ فکري اختلاف وشي او بیا د دواړو ترمنځ په ډېر نیوکګر شکل کې د ازاد فکر بحث رامنځته شي نو دواړه له کومې شخړې پرته په سوچه علمي انداز کې خپل خپل نظریات ووايي، په دواړو کې کوم یو مستقل نه وي، بلکې دواړه د سوچه دلایلو په رڼا کې فکري تبادله سره وکړي نو دې بحث او خبرو ته علمي بحث ویل کېږي. دا ډول خبرې که په بشپړه ارامه فضا کې ترسره کړل شي، له دې وروسته به تل داسې وشي چې یو درېیم فکر به رامنځته شي، لکه څنګه چې د دوو کاڼو په ټکولو سره د اور شغله رامنځته کېږي، د دې مثبت اختلاف شرط یوازې دا دی چې په دواړو فریقو کې هر فریق د سوچه دلایلو په رڼا کې د خیال څرګندونه وکړي، د الزام تراشۍ او نیوکې کولو ژبه بلکل غوره نه کړي، دې ډول خبرو ته په قرآن کې مجادله احسن (۱۶:۱۲۵) ویل شوي دي، مجادله احسن هغه ده چې په هغې کې خپله خبره له شرط پرته د لامل بنیاد وګڼل شي او د نورو خبره له شرط پرته د لامل بنیاد واورېدل شي.» کټ مټ په فکري بهیر کې همدا د فکرونو تبادله جاري ساتل کېږي، چې موخه یې د درېیم فکر تولیدول دي.
فکري روزنه:
د کامیابو هېوادونو بریا دا ده، چې وګړي یې ډېری وخت په کتابتون کې تېروي او یا هم ډېره مطالعه کوي. د سهار په ناشتا کې ورځپاڼه او یا مجله لولي. په میترو یا رېل ګاډي کې مطالعه کوي، مانا دا چې سفر یې له مطالعې سره ملګری وي. هغوی داسې له نړۍ څخه ځان خبروي او په لوست باندې خپل فکر روزي. طبي ډاکټران وايي چې د بدن ورزش منډه او حرکات دي خو د ذهن یا فکر ورزش مطالعه ده نو په همدې ډول د دوی لومړی انتخاب «کتاب» یا د لوست موادونه دي.
ښوونه او موخې:
فکري بهیر موږ ته د خبرو کولو علمي انداز راښيي، د سیمینار وړاندې کولو اصول نه مو خبروي، په ګردمېزي کې د استدلال او ازاد بحث چلند را زده کوي، همدارنګه یاد بهیر موخه دا ده، چې د مطالعې فرهنګ لا غني کړي، ځکه مطالعه (د کتاب لوست) یوازینۍ لاره ده چې موږ رڼايي، پرمختګونو او معلوماتو څخه خبروي. کوم ټکي چې پورته یاد شول، د همدغو پر قدم پل ږدو، مطالعه به کوو او له نورو سره به یې هم شریکه وو، یو ډول ټیم ورک (ګروپي) کار غوندې پلان جوړه وو، څو همدا لامل شي، چې یو بل له نژدې وڅاروو او د یو بل له تجربو او تحلیل څخه مستفید شو. اورېدلي به مو وي چې د هر انسان هنر او استعداد توپیر کوي. فرضاً؛ په فکري بهیر کې د لسو کسانو ترمنځ پنځه هغه ممتاز کسان په ګوته کېږي، چې لږ تر لږه له عادي او چټکې مطالعې سره عادت شوي وي، یانې هغو کسانو باندې ډېر لا کار کېږي، چې حد اقل په سبا باندې همدا کاروان پلي وساتي او د پنځو کسانو ترمنځ هر یو یې پنځه نور کسان وروزي، څو همدا فکري بهیر د پراخوالي په لور تلپاتې روان وي.
پایله
کوم ټکي چې پورته یاد شول، د فکري بهیر پیلولو یوه لاره ده. هغه ځوانان چې په ښار، کلي او بانډو کې له مطالعې سره څه نا څه علاقمندي لري یا هم ښوونکي او فرهنګي فعالان دي؛ نو په خپل چاپېریال کې دې وګرځي، لکه څنګه چې ځینې ځوانان د فوټبال او کرکېټ ټیم جوړوي، ځوانان را ټولوي، د یو بل تر منځ پیسې غونډوي او د لوبو شیان اخلي. همداسې دې دغه ځوان هم د خپلې مطالعې ملګري را غونډ کړي، د فکري بهیر تر نوم لاندې د ګروپي مطالعې ټیم ورک جوړ کړي، د یو بل تر منځ دې پیسې غونډې کړي او کتابونه پرې واخلي. لکه څنګه چې پورته د فکري لړۍ یاده شوه، د خپلو امکاناتو په کتو دې عمل پرې وکړي. د فکري بهیر؛ ګروپي مطالعې دغه طرحه پوهنتوني ځوانان هم د خپلو ولایتي او یا د ځايي ولایت له ملګرو سره پیلولی شي، دا یې په فکري وده کې خورا ګټور تمامېدلی شي. وروستی وړاندیز مې د ولایت ځايي بهیرونه ته هم په ورته توګه دی، چې دوی دې هم د بهیرونو په څانګو کې د اوونیزو غونډو په لړ کې دغه برخه زیاته کړي، ځکه دا د کتاب لوستنې په فرهنګ کې مثبته اغېزه لري.
اخځلیکونه:
۱ـ درانی، داکتر عبدالباقي. (۲۰۱۳ز). د فکر ټال. الحق پریس لاهور.
۲ـ ویکیپېډیا: https://fa.m.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%86%D8%AF%DB%8C%D8%B4%D9%87
۳ـ فرهنګ عمید: https://abadis.ir/fatofa/%D9%81%DA%A9%D8%B1/
۴ـ نن ټکی اسیا: https://www.nunn.asia/54563/%D9%81%DA%A9%D8%B1%D9%8A-%D8%B1%D9%88%D8%B2%D9%86%D9%87-%DB%B1/amp/
۵ـ وحید الدین خان، شفیع الله تاند فېسبوک پاڼه، ۱۳۹۹ل کال.
wahabmomand90@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.