د کډوالو وزارت: یوازې په تېرو دریو میاشتو کې له ایران څخه ۱.۸ میلیونه افغان کډوال ایستل شوي

112

کابل (۲۸ اګست ۲۰۲۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، او یوازې له ایران څخه په تېرو دریو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه افغانان زوراً ایستل شوي دي.

د کډوالو وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالرحمن راشد دا څرګندونې نن د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح غونډې پر مهال وکړې.

راشد وویل:
“تاسو خبر یاست چې یوازې په تېرو دریو میاشتو کې ۱.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران څخه زوراً ایستل شوي دي. همداراز، له پاکستان څخه ۱۸۴،۴۵۹ تنه او له ترکیې څخه ۵،۱۳۴ تنه افغانان ایستل شوي دي.”

هغه زیاته کړه چې دا مهال شاوخوا ۶ میلیونه افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي او نږدې ۲.۵ میلیونه خلک په داخل کې بې‌ځایه شوي دي.

د راشد په وینا، په کابل کې د داخلي بې‌ځایه شویو لپاره ۴۸ غیر رسمي کمپونه موجود وو، خو تیر کال د دغو بې‌ځایه شویو کورنیو په همغږۍ سره ۲۵ کمپونه (چې پکې ۵،۳۴۷ کورنۍ اوسېدې) تخلیه شول او یادې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شوې.

په همدې ناسته کې، د کډوالو وزارت د پلان او تګلارې رییس مولوي محمودالحق احدي وویل چې تېر کال له ایران او پاکستان څخه ټولټال ۹،۹۵۱ افغان بندیان آزاد او افغانستان ته انتقال شوي دي.

احدي زیاته کړه چې تېر کال ۲۰،۰۰۰ راستنو شوو ته د زده‌کړې دوام زمینه برابره شوې، ترڅو پاتې تعلیم یې بشپړ کړي.

نوموړي وویل چې د تېر کال په اوږدو کې د ۱۰۰ تنو مسلکي کارکوونکو، سوداګرو او صنعت‌کارانو د راستنولو همغږي شوې، او ۴۰۰ تنه یې په بېلابېلو هېوادونو کې پېژندل شوي دي.

احدي دا هم وویل چې تېر کال د وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو، طوفانونو او نورو طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۱۳،۵۸۷ کورنۍ په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوې دي.

د کډوالو وزارت د پلان او تګلارې رییس زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرۍ د امر پر اساس، په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي جوړ شوي، چې ټولټال یې مساحت ۱۰۰،۵۸۸ جریبه ځمکه ده، د دغو ښارګوټو له ډلې د ۲۹ ښارګوټو سروی بشپړه شوې او د ۹ نورو روانه ده.

نوموړي وویل چې د راستنو شویو او داخلي بې‌ځایه شویو د وضعیت د ښه‌والي لپاره، په ۱۱ ولایتونو کې له شریکو موسسو سره په ګډه ۴۹ پرمختیايي او بنسټیز پروژې عملي شوې، چې مجموعي لګښت یې له ۱.۱۶۹ میلیاردو افغانیو او ۴.۴۶ میلیونه ډالرو څخه زیات دی.

همداراز، احدي وویل چې د افغان کډوالو د پېژندنې (POR) کارتونه چې په پاکستان کې د شاوخوا ۱.۴ میلیونه افغانانو لپاره صادر شوي، موده‌یې تر جون ۲۰۲۵ پورې تمدید شوې ده.

دا داسې مهال ده چې ایران او پاکستان له خپلې خاورې د افغان کډوالو زورواکي ایستل زیات کړي دي.

 

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.