دا کیسه یا کیسې هغه نه دي، چې یو څوک یې راویت بولي او بل هغه یې د یوې بیانیې، فکر، ایډیالوژۍ او مفکورې محصول ګڼي، بلکې دا همغه «لنډه کیسه او ناول» ده، چې موږ په خپل نه لوست ثابته کړې ده، چې هم یې پېژنو او هم چندان واره نه راته کوي، نه مو خوښېږي او نه مو یې د کومې معنوي، فکري، او ذوقي ګټې او لاسته راوړنې په اړه څه سوچ کړی دی؛ ځکه خو یې شاید د نه لوست په اړه هم نورو دلایلو ته اړتیا کمه لېدل کېږي.
معاصر علوم به د انساني ذهن، ریاضت، تخیل او تفکر زېږنده وي، خو ساینس، تاریخ او هنر بیا په خاصه توګه د همدې ذهني پوهنو، لوریو، واقعیتونو او پرمختګونو هغه اوج دی، چې انسان یې په هیڅ خوا او اړخ له خپل طبعیت او سرشت نه شي بېلولای، کیسه هم د همدې طبعي او هنري کورنۍ هغه ټولنیزه حافظه ده چې ټول بشر یې په لیک، تخلیق او لوست اړ دی؛ یعنې هم به یې لیکي، اوري او لولي او هم به یې په فکر، ذوق او پیغام سوچ کوي. په بله مانا ترڅو چې انسان وي کیسه به ورسره وي، بغیر له کیسې یې د ژوند خوند او رنګ هغسې نشي ممکن کېدای.
دا چې موږ کیسه ولې نه لولو؟ یا ولې راپکې عامه نه شوه؟ د نورو ژانرونو په پرتله یې ولې هغسې تمایل او سرعت پیدا نکړ؟ دوه دلایل یې ډېر زیات بارز دي یو هغه چې پورته مو یاد کړ او بل یې دا چې موږ ښه کیسه لیکونکي پیدا نکړای شول!! دا هغه پوښتنې دي، چې د کیسه لیکونکي او لوستونکي جنجال هم ترې جوړېدای شي؛ خو موږ چې د جنجال نیت او هوډ نه لرو له دواړو سره یې د مشوړې د سر په پیدا کولو ګوزارې ته اړ یو ځکه د کیسې ورکه د لیک، تخلیق او لوست په ځای کې ده او په دغه ځای کې ورکه هغسې ورکه نه ده چې موندل یې ناممکن وي.
زموږ په ادبي مباحثو کې یې یو دلیل دا دی، چې کوم ژانر یا صنف خپل کلتوري او جغرافیوي شرایط پیدا نکړي، نور یې منلو ته په اسانه غاړه نږدي، خو زه وایم یو غاړه کېښودل دي او بل یې له یوې مخې بېخي رد او له پامه غورځول دي!! موږ چې د نفوسو له مخې لسګونه میلیونه خلک یو د کیسه لیکوالو شمیر مو د «کلیمې په دقیقا مانا» یوازې لسګونه هم نه دی او نه مو هم کیسه د ادبي او فرهنګي تمایلاتو په لومړیتونو کې ده ایا دا بېخي او له یوې مخې له پامه غورځول نه دي؟ په داسې یو احساس څوک څنګه کیسې پیدا کړي؟ شپون صاحب دې خدای وبخښي لوی کیسه لیکوال و؛ خو په خپلو کالمونو کې یې ډېر ځله د طنز په ژبه ناول ته ناولی وایه. زه نه وایم چې طنز یې ناسم و؛ خو په داسې ناسنجیده او غیر ژمن وخت کې پر کیسو او ناولونو طنز لا طنز کېږي. ډېر کله دا ډول واړه واړه طنزونه او اعتراضونه په لویو حساسیتونو اوړي او خلک فکر کوي چې ناول فحشا ته لار هواروي، یا ملي، دیني او تاریخي انحراف ته مخه کوي او واقعیتونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي، چې دا په خپله واقعیت ضد چلن دی. ادبي تجربې پولې یا سرحدونه نه لري؛ بلکې د خپلې متنوع او پراخې لمن په ځولۍ کې د هرې جغرافیې او کلتور منځپانګه ځایولی او پاللی شي.
دا اصلا زموږ د جغرافیوي او کلتوري ارزښتونو وراخوا د کیسه لیکوالو ذوق، لوست او دقت مساله هم ده، کنه دا څنګه کېدای شي؟ چې ځینې ژانرونه یې پالو او ځینو ته یې بیا په کمه سترګه ګورو، په دې برخه کې زموږ د کیسه لیکوالو حق جوړېږي، چې د خپلو کلتوري او زماني شرایطو په رڼا کې د خلکو د ذوق او سطحې د نه درک او پالنې جرم هم ومني.
په اروپايي ټولنه کې چې ناول یا کیسو ته ډېر اهمیت حاصل دی یو دلیل یې دا دی، چې مجموعا ټولنه یا خلک یې باسواده او باشعوره دي او ناول هم د همداسې باسواده او د لوړ شعور د موضوعاتو ژانر دی؛ خو د دې مانا دا نه ده چې موږ بې سواده یا بې شعوره یو اما په سطحه او کچه یې خبرې حتما کېدای شي مثلا د اروپايي ناولونو منځپانګه تر ډېره فردي ازادۍ ، رومانس، نفسي تمایلات، فلسفي پوښتنې او رواني پیچلتیاوې رانغاړي چې دا نسبتا زموږ د عامه سطحې او ذوق موضوعات یا منځپانګه نه ده، هره ټولنه، لیکوال او منورین یې د همغه ټولنې او خلکو د شعور او ذوق په کچه پر پالنه او انتقال مسوول دي. نړیوال ادب، کیسه او افاقیت بېخي بل بحث دی، دلته تر ټولو مهم مدرک د خپلې ټولنې او خلکو د کلتور د واقعیتونو او ارزښتونو خبره او ماخذ مهم ده، نصیر احمد احمدي یوازینی کیسه لیکوال و، چې کیسه یې د خپل تخلیقي زور و ظرف په مټ د همداسې ارزښتو او درک له مخې په خلکو ولوسته؛ خو دا چې بخت د ژبې و؟ که د احمدي د لنډ و تنګ ژوند!؟ چې هر څه یې بولئ خو تر لسیزو وروسته د کیسه لوستنې دا لږ و ډېر هغه تمایل. او امید چې ورسره غوټه و نه یوازې واوښت؛ بلکې اوس د کیسه لیکنې دا باب ورسره تړلی بویه. زه فکر نه کوم چې تر ده وروسته یا په همغه وخت کې لا د ده هومره څوک داسې ژمن کیسه او ناول لیکونکی بل و چې هم په منظم او سیستماتیکه توګه کیسه ولیکي او هم دې یې عام و خاص دواړو خلکو ته ورترغاړه کړي، په دې مانا چې ده د کیسه لوستنې یوه حلقه پیدا کړې وه او په خلکو یې د یوه کیسه لیکوال په توګه ځان منلی و، دا یې کمال و چې د خلکو او ټولنې د نبض او درک په اساس یې خلکو ته کیسې ولیکلې او خلکو ولوستلې.
دا مرحوم احمدي له مثاله څرګندېږي، چې موږ که ښې کیسې او ناولونه ولرو ممکن په لوست کې یې بهتري راشي، د ښو کیسو یو معیار همغه د خلکو د سطحې او ذوق ده، چې باید د دوی په ژبه او نبض ولیکل شي.
خو په تېرو څو کلونو کې د کیسه لیکوالو هم یو عمومي شکایت او ګیله وه، چې موږ د کیسه لوستونکیو د نه لرلو ترڅنګ د چاپ او خپرندوی په برخه کې هم جدي مشکل لرو په لویدیځ کې ناول لیکنه، کیسه او لیکوالي یو صنعت دی، لیکوال، اېډیټر، ناشر، مارکیټنګ، جایزې، نندارتونونه دا ټول سره تړلي دي. خو زموږ په ټولنه کې عموما لیکوال نه تشویقېږي، نه مالي ملاتړ لري او نه خلک او حکومتونه هغسې توجه ورته کوي. دا رښتیا هم د لیکوالو او کیسه لیکونکیو یو جدي مشکل دی.
موږ سره له دې چې په ذهني توګه مجموعا ارام او هوسا ژوند نه لرو او کیسې د ارامو اعصابو او په ذهن د جوړو خلکو د لوست شی دی، ولې دا مو هم باید په ذهن کې وي، چې ناول یا کیسه هم یوازې د مشغلې یا ناروغ کار نه دی؛ بلکې لکه پورته مو چې وویل اصل کار او هدف یې همدا د انسان د روان، احساس او عواطفو جوړول او روزل دي.
زه باور لرم، چې زموږ غوندې خلکو لپاره د کیسو او ناولونو لوستل نهایتا مهم ځکه دي، چې پرلپسې د جګړو او خشونتونو په وجه مو سمې او روغې سیاسي، رواني او فکرې خبرې هم بدې ایسي، په داسې یوه پاشلي وخت، ذهني او رواني کشمکشونو کې د ادبیاتو نقش تر هر څه او له هرې وسیلې ډېر موثر او دقیق ثابتېدای شي. ادبیات په خلکو هغه ترخه واقعیتونه هم منلی او تېرولی شي، چې دوی یې اورېدنې او منښتې ته تیار او جوړ نه وي، نوره دنیا چې د خپلو ناسمو او نه برداشت کېدونکیو واقعیتونو ترخه(البته زهر نه یادوم) له همداسې شاتو سره ګډوي، یو هدف یې همداسې ترخ واقعیتونه تېرول دي .
هغه چې له شعر و ادبیاتو په تېره له کیسو سره حساسیت لري، ټوله مساله یې همدا او د ادبیاتو له ټولنیز ارزښت، نقش او اغېزه د نه خبرېدنې ده.
کیسه یوازې یوه ادبي بڼه یا شکل نه ده، بلکې دا د بشر د شعور او سفر هغه ژبه او نرمه نغمه ده چې ذهن ته بڼه او زړه ته غږ ورکوي؛ ځکه نو که څوک غواړي چې انسان درک کړي باید د هغه کیسه واوري او که څوک غواړي چې ژوند ته معنا ورکړي باید کیسه ولولي، کیسه ووایي، او کیسه واوسي
کالم / رنسانستان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.