د ژوند تنګه کړۍ

غلام حضرت احساس

282

د ژوند بهیر کله هم د ارامۍ ، سوکالۍ او خوښۍ پر کرښو روان نوي . انسان د خپلې پوهې، تجربې، فکر او اړیکو له مخې د ژوند هر اړخ ته رنګ ورکوي. خو کله چې دا اړیکې کمزورې شي، یا له اصلي ارزښتونو څخه لرې شي، نو د ژوند ساده لحظې هم ورته غټې ستونزې ښکاري. دا هغه حالت دی چې انسان خپل ځان د یوې داسې کړۍ دننه احساسوي چې نه ترې خوند اخستلای شي او نه هم له هغې وتلای شي .
دغه کړۍ چې مونږ یې “د ژوند تنګه کړۍ” بولو یوازې فزیکي بندیز نه ، بلکې یو ذهني، فکري او روحي قفس دی. دا قفس ډېر کله پخپله انسان جوړ کړی وي. دا چې څنګه انسان پخپله لاسونو دا تنګه کړۍ جوړوي، څنګه ترې ځان تېروي، او څنګه کولای شي د ریښتیني اصلاح له لارې ترې ووځي ، دا پخپله انسان پورې تړلې ده .
ځکه ژوند انسان ته خدایتعالی د لورې ورکړل شوی ستر نعمت دی ، خو ځینې انسانان پخپلو ناپوهیو ، ناسنجول شوو پرېکړو، او د الهي عقل څخه په لرېوالي سره دا نعمت په عذاب اړوي. کله داسې شي چې د ژوند اسانه، خو مهمې شیبې ورته تنګې شي، زړه یې تنګ شي، ذهن یې ګډوډ شي، او نپوهېږي چې کومه لاره خپله کړي. دا تنګي ، که مالي وي، که عاطفي، که رواني وي یا ټولنیزه، سیاسي وي یا کورني ، خو ځینو ته داسې ښکاري چې ګواکې دا د نورو خلکو د لاسه ده او نور پکې ملامت وي . له همدې امله یې ځینې د حل پر ځای د تېښتې لاره غوره کړي . ځینې دیته اړ شي چې له کوره بهر شي ، اوږدې یا لنډې مودې لپاره بل ځای ته مخه کړي ، فکر کوي که ځای بدل کړي، ژوند به بدل شي . خو پدې نپوهیږي چې که درد له دننه وي د ځای بدلول یې درملنه نشي کولای .

دا شمیر خلک بیا د غصې د لارې هم ځان سپېره کړي چې پر خپلو خپلوانو ، ملګرو او عزیزانو نیوکې کوي ، لانجې کوي، او یا هم د خپلې ناپوهۍ او کمزورۍ له امله د نورو د انتقام اخیستو پلانونه جوړوي. دا حالت د دې نښه ده چې انسان خپل مسؤلیت نه مني او د خپلې ناکامۍ ، ناپوهۍ او بیوسۍ پړه پر نورو اچوي.
دا ډول کسان کله بیا داسې لاره هم غوره کړي چې غواړي نورو ته د درواغو وعدې ورکړي ، لاپې ووهي ، د ځینو مبالغه امیزې ستاینې وکړي، لفظي رشوتونه ورکړي، دسترخوان وغوړوي ، او ځان داسې عیار او سینګار کړي تر څو د چاپېریال خلک که څه هم د لنډ وخت لپاره وي هغوی څو تنه د مچانو په شان په ځان راټول کړي . اما پدې نپوهیږي او لدې درک څخه هم عاجز وي چې دا راټولونه نه د احترام پر بنسټ وي، نه د ریښتینې مینې ، بلکې د تمې، شخصي غرض او هدف او یا د یو موقتي خوند پر بنسټ.

داسې انسانان د دې پر ځای چې له خپل خالق سره اړیکه ټینګه کړي، له ځانه خپل درک ولري ، له خپلو تېروتنو توبه وباسي، اما برخلاف د درواغو او ظاهري ښایست له لارې غواړي چې ځان تر نورو لوړ وښيي. دوی تشې وعدې ورکوي، د هر چا په هکله ښکلي الفاظ کاروي، خو هدف یې یوازې ځان ته فضا جوړول وي، نه د بل چا ښېګڼه. دا ډول سینګار که په خبرو وي، که په جامو، که په چلند ، که په غوړول شوي دسترخوان ، د یوې تلپاتې ستونزې لنډمهالی سرپټی دی.

په دې مسیر کې د دوی ژوند د لا ډېرو تنګیو سره مخ وي . د درواغو ، فریب، او ځان‌ښودنې ژوند نه یوازې د نورو باور له منځه وړي، بلکې خپله انسان هم له دننه ماتوې. هغه څوک چې هره ورځ ماسکونه بدلوي، هېڅکله به اصلي څېره پیدا نکړي . داسې کسان که هر څومره خلک راټول کړي، که هر څومره خندا وکړي، که هرڅومره درناوی تر لاسه کړي، د زړه تنګي یې نه حل کېږي، ځکه چې اصلي ستونزه لا هم شته ، چې هغه د وجدان عذاب ، د خپل رب څخه لرې والی، او د نفس د اصلاح نه شتون.

د ژوند دغه کړۍ یواځې هغه مهال نرمېږي چې انسان خپل ځان وپېژني، خپلې تېروتنې ومني، له خدایه مرسته وغواړي، او د صداقت، درناوي، او پوهې لاره خپله کړي. د نفس پاکول، د درواغو پرېښودل، له خلکو سره ریښتینی چلند، او د رب حضور ته توبه، دا ټول هغه زینې دي چې انسان د تنګ ژوند او له تنګې کړۍ څخه را وباسي. ژوند نه د ښایسته خبرو، نه د مبالغې، او نه د ظاهري ښایست په وسیله ښه کېږي، بلکې په صداقت، اخلاص، پوهه، او له زړه سره تګ کولای شي چې یو انسان د زړه له تنګیو وژغوري.

که انسان رښتیا غواړي چې د ژوند له تنګې کړۍ څخه را ووځي، نو باید له درواغو او چلول څخه تېر شي، له فریب څخه لاس واخلي، د ځان په اصلاح باندې تمرکز وکړي، او د خپل خدای د رحم دروازه وټکوي. ځکه چې د ژوند ښکلا د انسان په دننه کې ده، نه د خلکو په راټولو، نه په تشو وعدو، او نه هم په درواغجنو سینګارونو .

قضاوت د انصاف په تله کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.