د هاجرې حرکت څو څلوریځې

هاجره حرکت

346

ورکې لارې

د ماښام تیارې لا هم پر موږ ولاړې

په سیده لار کې روان یوو موږ په شاړې

د سهار سپیه رڼا تري تم شوې

د بیدار ذهن لټون ته ورکې لارې

بې خودي 

د ژوند په شین اسمان کې مو د ستورو جدایې ده

دانه دانه رالویږې ستړی ذهن سودایې ده

خوره وره لمن د مینې تشه ګرځوو موږ

د خیال کوترې مړې دي څه عجیبه بې خودې ده

ښوونځي مه تړئ  

د ښوونځي دروازې مه تړئ، ازار لري

تیاره خوریـږي، ویره زېـږي، جهل ډار لري

نړۍ په علم اسمان ځمکه باندې لارې باسي

اوبه بهیـږې په دریاب کې ښکته لار لري

‎اراده ټينګه ساتو

اراده ټـيـنګه ده، پـر کـنـډو کـپـر لار بوو  روان

‎لـه ګـړنګـونـو به شـو تـیر، شـي به اواره روان

‎د روښنايې په لورې هـڅو کې ګړندي يوو موږه

‎له څاه نه پورته به شو تل يوو موږ سرشاره روان

ړندې چاودنې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320