په ننګرهار ولایت کې د شيريخ کاروبار پرمختګ

نصيراحمد څپاند

333

په ننګرهار ولایت کې د شيريخ کاروبار ورځ تر بلې پراخېږي. د مخابراتو چوک د شيريخ پخوانیو دوکانونو ترڅنګ، اوس مهال په کامه، شيرزادو او تازه په تازه د نرنګ ولسوالۍ ښکلي ساحه کې هم د شيريخ پلورنځي جوړ شوي دي. دا پرمختګ نه یوازې د هوټل‌دارۍ صنعت وده ښیي، بلکې ځوانانو ته د کار او روزګار زمینه هم برابروي.
د اختر په شپو او ورځو کې د شيريخ او هوټل‌دارۍ کاروبار ډېر رونق درلود. په درونټه کې د خیبر چرسي، سپین غر هوټل، د نوي کانټینینټل، په بهسودو کې د سولې هوټل، مارکو بازار، کنړ سپین جومات شيرچای، د نخودو چولي، شینواري ترسکون، سالار او ادام خان چپلې کباب مشهور هوټلونه نهایت مصروف وو. د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه خلک د دې هوټلونو د خوراکونو خوند اخیستلو ته راتلل، چې دا چاره نه یوازې د ځوانانو د بوختیا او کار و بار وده سبب شوه، بلکې د اقتصادي پیاوړتیا یو مهم لامل هم وګرځېده.
موږ د هوټل‌دارۍ صنعت اړوند کسانو ته دا سپارښتنه کوو چې د خپلو هوټلونو پاکوالي او صفایۍ ته جدي پاملرنه وکړي، د خوراکونو کیفیت او معیار ته ارزښت ورکړي او د خپلو مشتریانو غوښتنې په نظر کې ونیسي. که چېرې یوازې په مالي ګټې تمرکز وکړي او د کیفیت، معیار او پاکوالي خیال و نه ساتي، نو کاروبار به یې په تدریجي ډول له منځه ولاړ شي.
دلته ځینې الهام بښونکې ویناوې دي چې د کاروبار، تجارت، او بریا په اړه دي:
د تجارت او کاروبار ویناوې:
1. “مشتری پاچا دی.” – (Sam Walton)
2. “که تاسو نه غواړئ خطر واخلئ، نو تاسو به د عامو خلکو په څېر ژوند کوئ.” – (Richard Branson)
3. “تر ټولو ښه بازار موندنه دا ده چې یو غوره محصول او خدمت وړاندې کړئ.” – (Seth Godin)
4. “ناورینونه تل فرصتونه پټوي، یوازې باید وکولای شئ هغه پیدا کړئ.” – (John D. Rockefeller)
5. “لوړ هدف وټاکئ، سخت کار وکړئ، او هیڅکله تسلیم مه شئ.” – (Elon Musk)
6. “تجارتي راز دا نه دی چې تاسو څومره پیسې ګټئ، بلکې دا دی چې تاسو څومره ارزښت رامنځته کوئ.” – (Warren Buffett)
7. “له ناکامۍ څخه مه وېرېږئ، ځکه ناکامي د بریا یوه برخه ده.” – (Henry Ford)
د شيريخ او هوټل‌دارۍ صنعت پراختیا، نه یوازې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابروي، بلکې د ننګرهار د اقتصادي ودې لپاره هم یو مثبت ګام ګڼل کېږي. که چیرې دا صنعت د کیفیت، خدمت او پاکوالي اصولو ته ژمن پاتې شي، نو د سیمې د اقتصاد په لا پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.

د بحران مدیریت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.