د لنډیو اصلي منابع خلک دي
لسمه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۱۹مهبرخه
مور دې د کور کارونه غواړي
ته رانه غواړې په نکریزو سره لاسونه
د لالي مال او دولت کم کړې
چې بیا نامه د بنې نه رایادوینه
په ما مېـړوښې دې زړه باېلود
د بل په ځمکه شولې چا کرلي دینه
گران عزیز نایٔبي دا ځل ۶۹ لنډۍ رالېـږلې دي چې همدلته یوځل بیا مننه ورنه کوم. په یادو لنډیو کې څوگوتې په شمار تکراري وې چې هغه مې لرې کړې او نورې به له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړمه:
میاشت د روژې، شپه د جمعې ده
د مسافرو حق کې پورته کړئ لاسونه
شو پیشلمی وړکي ویده دي
جیلکۍ لگیا دي اور به غنو بلوینه
په پټو سترگو پیشلمي کړي
د ځوانۍ خوب یې ړنگه بنگه زنگوینه
په نیمه شپه روژه بهانه کړي
په شونډو لاس کېـږدي چې نه یې درکومه
لالی می کلک به خوب ویده دی
پیشلمی تېر شو ملا وکړل اذانونه
له تراوو وړکي ستانه شول
زما لالی به بیا د چا حُجره کې وینه
د پیشلمي غږ مې دښمن دی
ما د جانان له تودې غېـږې بېلوینه
په ما تاثیر د روژې نه دی
ما ژړوي دا بې جانانه ماښامونه
په مازدیگر کې دیدن راوړه
چې لوږه تنده د روژې مې ختمه شینه
په روژه ماتې یار مېلمه شو
کجورې نه شته، اوس به شونډې ورکومه
د روژه ماتي وخت کې راغلې
زه روژه ماته کړم، که تا ته وگورمه
سبا د یار د راتلو ورځ ده
روژه په خوله به جانان څنگه ښکولومه
خبره ټوله د پیسو ده
پلار دې غریب سړي ته کله ورکوینه
د شنو روپیو زور ته گوره
په ږیره سپین سړي ته پېغله ناسته وینه
یا دومره نر شه، ما په نوم که
یا په حُجرو کې په ما مکړه مجلسونه
که خدای زما په نصیب نه کړې
ستا په واده کې به ځانمرگی برید کومه
په جرمني ټوپک مې مړه که
ته به بدماش شې، زه به غم نه خلاصه شمه
مور ته دې وایه چې رضا شي
کنه ټیکری پهسروم، کور ته درځمه
اواز مې ډډ دی نه راخېژي
ستا د سینې لونگ مې ټول خوړلي دینه
زړې چپلقې شې جانانه
چې ماشومان دې په پاپـړو خرڅوینه
زما یارۍ ته به ټینگ نه شې
زه خو درجن بنگړي د ورځې ماتومه
سبا به بیا بازار ته لاړ شې
د لونگین ځونډي دې کم راوړي دینه
په کور کې مالگې پسې گرځم
جانان له کلي الوچې راوړي دینه
مور دې د کور کارونه غواړي
ته رانه غواړې په نکریزو سره لاسونه
د لالي مال او دولت کم کړې
چې بیا نامه د بنې نه رایادوینه
بنې بېلتون راسره مکړه
له موره یو لالی به دواړه ښه ساتونه
کوډگرې بیا کوډې تازه کړې
تر دروازې راغلی یار مې بېرته ځینه
نصیبه خدای که درته ټیټ شم
که د ازغو په سر مزل وي وبه یې کړمه
هلته مې بل په ژوند راگډ دی
دلته مې نوک له غوښې څنگه واړومه
په ما مېـړوښې دې زړه باېلود
د بل په ځمکه شولې چا کرلي دینه
د دروغجنو مېندې مړې شه
زه د لالي په غېـږ کې چا لیدلې یمه
په اشارو باندې مې پوه کړه
باران وریـږي، غږ دې نه راځي مئینه
په مخ دې درې ځایه مئین یم
غټې دې سترگې، نرۍ پوزه، شنه خالونه
زُلفې کوڅۍ نکړې نگارې
خورې ورې درسره ډیرې خوند کوینه
د مور ملوکې، سرې دې نوکې
چې انگار پو کې، خال دې شنه رڼا کوینه
د یار ښکنځل د گل ویشتل دي
بد یې خندل دي چې یې بل سره کوینه
په یارانه پښېمان ته وایه
زه دې د سر صدقې اوس هم ورکومه
سختې ښېرې مې خولې ته راشي
کوی یې نه شم، په ځان خولې ولگومه
سخت کبرجن وختې یاره
په خپل درکړي قدر سخت پښېمانه یمه
مخ به دې هسې په قبله وي
په زړه کافره زه دې ډیر ښه پېژنمه
پاس په کمره ولاړې زرکې
باز دې رنځور دی له خولې وینې غورځوینه
لالی مې بنگو لېونی کړ
خلک به وایي چې دا تا لېونی کنه
ته د هلمند د کوکنار گل یې
زه د تیراه د غرونو غرقه بنگه یمه
خدای دې د بنگو بوټي وچ کړي
د کلي اوړکي زنگیدلي په لار ځینه
مرگه راځه چې پور دې پرې کړم
نور د ازغو په منځ کې نه کېـږي خوبونه
چیغې وهي، رضا یې نه ده
نامرده وروڼه، خور په بدو ورکوینه
وروڼه له ښځو نه تاویـږي
خور د مېـړه په کور د ورور غمونه خورینه
ما خو د زړه ټوټه گڼلې
تا د مجبورې ورځې راکړل پېغورونه
اوبه، اوبه ځواني مې نه شته
تندرستې مټې مې، غموو خوړلې دینه
سرگړی نه یم چې لمبه شم
دا خدای راکړې غوښه ورو، ورو تویومه
زما له عُمر سره سمه
برباد شې غمه، تا ته چا په گوته کړمه
د یارانې سړی رنځور وي
شپه یې شوگیره، ورځ په تمه تېروینه
که د لالي خاطر مې نه وای
چېرته خندا، چېرته زموږ چاودلي زړونه
له لېونۍ مینې دې ځار شم
ناجوړه زه یم، اوښکې ستا له سترگو ځینه
په نوم دې ډیر خلک یادیـږي
په رنگ دې یو نشته چې زړه پرې صبر کړمه
اور مې د زړه په کور بلېـږي
شیرین لالی مې سبا بل وطن ته ځینه
چې د سبا سترگه راخېـژي
ما به پنډوکی د سفر تړلی وینه
خېر دی که ژوند د ناچارۍ دی
ما د بېلتون په تیارو مه سپاره مئینه
شونډي چیچي وار یې خطا دی
مسافر یار ته د کالو غوټې تړینه
په سفر ځي تر شا راگوري
په زخمي زړه باندې مې مالگې دوړوینه
تا نه به کور او کلی هېر وي
دلته دې بندې دروازې ما ژړوینه
هر مازدیگر به ورته ژاړي
د لاس بنگړي مې یار سفر ته وړي دینه
په یو بنگړي رانه خفه وه
اوس مې درجن، درجن په قبر ماتوینه
قبر ته راشه، راته ژاړه
په زړه مې وړي ستا نیمگړي ارمانونه
نوربیا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.