لنډۍ، د ثبتولو ستونزه -۳۱۸مه‌برخه

آصف بهاند

299

په ښار کې شاته، شاته گورم

د خپل لالي په شانتې غـږ مې واورېدنه

 

په کلیمه دی ژبه بند شه
پر ما دې بند کړل په وطن کې مکتبونه

 

په چیغو وژاړئ عالمه

له کابل جانه د باروتو بوي را ځينه

 

د لنډیو د دې برخې له‌پاره دا لاندې لنډۍ برابرې شوې دي:

 

سترگې منکرې شي قسم خوري

په خدای رسول که مې جانان لیدلی وینه

 

لکه باران يو ځلې راشه

د بېلتون باد مې لکه خاورې دوړوینه

 

د بيلتانه به خاص غلام شم

ما دې له خپله یاره نه جدا کوینه

 

که چېرې خدای رشوت غوښتلی

د غریب سر به د مال‌دار په سر کې تلونه

 

هندو سوځېـږي تر مرگ وروسته

زه مسلمان جانان په ژوند سیځلې یمه

 

د پېغلو زړونه فولادي دي

یویار یې مړ شي، بل ته سترگې توروینه

 

د پښتنو رواج دې ورک شي

چې دوه‌میٔن جلا‌کوي، ژړا راځینه

 

په دوعاگانو هم خپل نه شوې

ما خو خدای‌جان ته په څوځل کړي عذرونه

 

مینې دې داسې څه راوکړل

پر کتاب پروت یم، سم الف نه‌پېژنمه

 

د تسلۍ راسره څوک دي

یوه کړکۍ ده، بله زه ولاړه یمه

 

ما خو د مینې مشعل بل کړ

د بـېـتـانـه لـه بـاده څه خـبـره ومـه

 

په چیغو وژاړئ عالمه

له کابل جانه د باروتو بوي را ځينه

 

څومره پَسته لکه مالوچ یې

مېړه دې ړوند شه چې په تا سودا راوړینه

 

زما په زړه دې لوبې وکړې

نصیب دې مه‌شه پرڅنگل د یار، خوبونه

 

الله دې راوله لالیه

چې دې پر سترګو او لېمو وگرځوومه

 

گولۍ ویشتلی زړه به روغ شي

سترگو ویشتلي زړونه چا روغ کړي‌دینه

 

په ښار کې شاته، شاته گورم

د خپل لالي په شانتې غـږ مې واورېدنه

 

که د راتگ وخت دې پوره وي

لالیه راشه زړه مې پړک درپسې چوینه

 

د جدایۍ زهر مې څکلي

ما د مارانو زهر نه‌نسکوروینه

 

ژمی باران او جامې تورې

که ته مې گورې، زه بهر ولاړه يمه

 

د باران دې کمال ته گوره

له یاده وتي خلک بیا در یادوینه

 

لرې کې مرم او نږدې سوزم

زه یم بدمرغ، طاقت د دواړو نه‌لرمه

 

هلته د جیب تالاشي اخلي

یمه مجبور چې جیب پرتوگ کې جوړومه

 

څه په نري باران کې راغلې

قدم دې ښکل کړم، که دې غېـږ کې ونیسمه

 

ستا اننگې د شودو سر دی

لکه د مرچو په‌کې کېـږده تور خالونه

 

د زړه او شـونډو لار یوه ده

چې زړه خفه شي، شونډې ونیسې بارونه

 

زموږ، د غرونو خلک خوښ دي

نه کبرجن وي، نه لوظونه ماتوینه

 

د خدای‌له‌پاره راپوخلا شه

د بېلتانه سختي مې سا رالنډوینه

 

د جدایي ورځې دې شمارم

ټول‌تاریخونه مې پر زړه لیکلي دینه

 

خوله ورکوم، بخیله نه‌یم

پر یار باور نه‌شته، ملگري هېروینه

 

په نيمه شپه مې زړه ته راشې

د مينې تنده دې سپوږمې ته ماته‌کړمه

 

د ظلم او زور زیاتي يو حد وي
‏زما د زړه غـنـم يې شـنـه ريـبـلي ديـنـه

 

هېڅ مې له وسه پوره نه دي

له ډکو سترگو به دې سترگې واړومه

 

په زړه دې غم د يارۍ نه‌شته

په روژه ماتي پسې زر زر خوب درځينه

 

دیواله ټینگه تکیه راکړه
زه د بې ننگو له تکیولوېدلې یمه

 

خلکه په دغه ترېنه زاریم

چې جانان ټول کلی پرېږدي، ما له راځینه

 

اوښکې مې پرېـږده چې بهیـږې

زما د زړه چينې په جوش راغلې دېنه

 

پښتنې پيغلې ښايسته وي

تور يې پيکي، لوړه ځواني، شنه يي خالونه

 

په کلیمه دی ژبه بند شه
پر ما دې بند کړل په وطن کې مکتبونه

 

بیا دې ملالې سترگې سرې دي

د کور کافرو درته څه ویلي دینه

 

زما یې زړه په ژړا شین که

خـپـله گـنـاه پـه گـنـاه نـه حسابـويـنـه

 

نوی بهار دی هم سهار دی
بالاحصار دی گل گلاب مزه کوينه

اختر په پښتو لنډیو کې ځان‌ته ځانگړی ځای لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.