د ناروې د کډوالو د شورا مشر د امریکا له متحد ایالتونو وغوښتل چې افغانستان ته بشري مرستې بندې نه کړي

270

ډونالډ ټرمپ چې د دوشنبې په ورځ یې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل، یوه ورځ وروسته په یوه فرمان کې د نویم (۹۰) ورځو په مخه له بهرنیو هیوادونو سره د مرستو د ځنډولو حکم صادر کړ.

د ناروې د کډوالو د شورا مشر یان ایګلنډ چې تېره اونۍ افغانستان ته په سفر تللی و، وايي چې په دغه هېواد کې چې د بشري مرستو د رسولو چارې ټکنۍ شوې دي باید مرستې بندې نه شي. ښاغلي ایګلنډ ازادي راډیو ته وویل چې واشنګتن باید افغانستان استثنا کړي:

« هغه څه چې زه ورته د زړه له تله هیلمن یم دا دي چې له افغانستان سره بشري مرستې ونه درېږي. که داسې وشي، څه باندې دوه ویشت میلیونه افغانانو ته به د مرستو د رسولو پر بهیر خورا بده اغېزه وکړي، دا کسان مرستو ته ضرورت لري او په داسې وخت کې چې دوه میلیونه افغانان له ایرانه افغانستان ته ایستل شوي او اته لکه نور له پاکستانه افغانستان ته اخراج شوي او د ژمي منځ هم دی. نو زما هیله دا ده چې دا بشري مرستې استثنا شي.»

د ناروي د کډوالو شورا: د امریکا د مرستو ځنډیدل افغانستان کې بشري وضیعت نور هم خرابوي

د ښاغلي ایګلنډ دا خبرداری په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د نړیوال بانک په باور د اوس لپاره افغانستان د خوړو د کمښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی. د دې بانک له اټکل سره سم یوولس اعشاریه شپږ میلیونه افغانان چې د افغانستان تقریبا پنځه ویشت فیصده نفوس جوړوي، د کافي خوړو د ترلاسه کولو لپاره سخته مبارزه کوي. نړیوال بانک د سې شنبې په ورځ په خپل خپاره کړي راپور کې دا خبرداری هم ورکړ، که چېرته د دې ستونزې مخه ونه نیول شي تر پسرلي پورې به دا شمېره څوارلس اعشاریه اتو میلیونو ته لوړه شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر د بهرنیو مرستو د حکم تفصیلات لا له رسنیو سره نه دي شریک شوي او دا څرګنده نه ده چې دا اجراییوي فرمان به په افغانستان کې د ملګرو ملتو او نورو غیردولتي موسسو له لورې د مرستو د رسولو چارې له خنډ او ځنډ سره سمدستي مخامخ کړي که نه کړي.

یان ایګلنډ وایي، که چېرته د امریکا د متحدو ایالتونو مرستې د درې میاشتو په مخه ودرول شي ممکن دوی په افغانستان کې خپل فعالیتونه بند نه کړي خو تر درې میاشتې وروسته بیا د مرستو وس او توان نه لري.

احمد شیبر/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.