یو ګل چې څومره ډېر رنګونه ولري ښکلا یې هم هومره زیاته وي او چې څومره مخونه ولري هغومره دستاینې وړ وي،خو یو انسان که دوه رنګه شو یا یې ځان دوه مخی وښوده نو نور یې مخ دکتو نه وي.
پو هان وایي: څنګه چې یې، هغسې ځان ښیه او څنګه چې ځان ښیې هغسې اوسه.
خو ځيني انسانان شته چې نه يوازې څورنګه،څوبڼې او څو مخونه لري، بالکې ورسره څو ژبې یې هم په خوله وي. او دماهرو ایکټرانو په څېر دخپل هر رنګ او هر مخ دښودلو لپاره مخصوصې صحنې لټوي او دخپلې هرې ژبې لپاره ځانته موقع ګوري.
دانسې انسانان دنورو په رنګ رنګېدل نه غواړي، خو دځان درنګ په بدلولو کې دومره ما هر وي چې نور په خپل رنګ ژر غولالی شي. دمخونو په پېژندلو کې لاس لري،خو ددوی دمخ بڼه پېژندل دمصنوعي سپوږمۍ په اصلي ماهيت پوهېدلو غوندې وي.دوی په خپله ژبه پسې نه ګرځې،خو خپله ژبه دهر چا او هر ځای داقتضا سره ګرځوي. دوی د هر مجلس درنګ سره خپل رنګ بدلولی شي او دهر چا دخوب رګ یې ځانته معلوم کړی وي. دوی په همدغه یوه ژبه غله ته وايي غلا کوه او دکور خاوند ته وايي: کور ساته.
ظالم ته دظلم لاره ښیي او مظلوم ته دانتقام اخيستلو سترګګونه وهي.
حاکم ته محکومین وي او محکومینو ته دحاکمانو په رنګ کې وړاندې کېږي. او که ورته ځیر شو همدا دوه مخي ،دوه رنګي کسان دي چې دټولنې دطبقاتو تر منځ ددې پر عوض چې وحدت ،یووالی او ښه نيت پیدا کړي ،دهغوی په منځ کې دبدبینۍ ،بد ګمانۍ او بدنینۍ تورې پردې اچوي ،که دحاکمې او محکومې طبقې ترمنځ واقع شي ،دواړو خواوو ته داسې څرګندوي چې همدا دوی دي چې ددې دوو طبقو تر منځ یې آرامي ساتلې ده،که دوی نه وي دهغوی آرامي به هم ویجاړه شي.حال دا چې که دا دوه مخي او دوه رنګي له منځه لرې شي. دطبقاتو ترمنځ مستقیمه رابطه او مفاهمه ډېر ددوی منځ ته صميميت او یو رنګي راوستلای شي.
نو ګرانه ملګريه!
که غواړو چې دښه او نیکمرغه ژوند سره مخا مخ شو لازمه ده چې ددې دوه رنګي، دوه مخي او دوو ژبوڅخه لومړی ځانونه وژغورو او بیا یې په ټینګه مخنيوي لپاره زیار وباسو هر چا ته او په هر مجلس کې چې څنګه یوو هغسې ځانونه وښایو او چې څنګه ځانونه ښایوو هغې واوسو.او دا مو ډاډ وي چې یوه ورځ نه یوه ورځ به ضرور ددوو مخو، مخونه توراو دوه رنګو رنګونه ورک او دوه ژبو ژبې وچې شي. ځکه چې کوږبار تر منزله نه رسېږي
او دوې هندواڼې په یوه لاس کې اخيستلای نه شې.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.