په سوریه کې د نوې ادارې مشر احمد الشرع د سه شنبې په ورځ په دمشق کې د سوریې د مسیحي کلیساګانو له استازو سره وکتل. دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې په سوریه کې د مذهبي لږکیو له اندېښنو سره سره د دمشق د نوي حکومت له چارواکو څخه په دې اړه د ضمانتونو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.
په سوریه کې د نوې ادارې د مشر د دفتر د اعلامیې له مخې احمد الشرع په دمشق کې د مسیحي کلیساګانو د استازو د پلاوي هرکلی وکړ او له هغوئ سره یې وکتل. د «فرانس پرس» په حواله، د «ټلیګرام» په شبکه کې د سوریې د نوې ادارې د «عمومي قومندانۍ» په اکاونټ کې د احمد الشرع داسې عکسونه خپاره شوي دي چې د عیسوي کلیساګانو له یو شمیر استازو سره یې په غونډه کې د احمد الشرع دریشي او نیکټایی کړې وو. د ارتودوکس، کاتولیک، ارمنی ارتودوکس، سریاني ارتودوکس او پروتستانت په شمول خپاره شوي دي. الشرع په یوه تازه مرکه کې وویل چې ځینې انتقامي عملیات چې په سوریه کې ترسره شوي د کړکیچ د اندازې په پرتله له تمې څخه لږ دي. هغه دا هم زیاته کړه چې “پخواني رژیم د سوریې په ټولنه کې لویې تشې پریښې دي” . هغه همداشان ټینګار وکړ چې “په سوریه کې دننه هیڅ اندیښنه نشته او د سوریې خلک په هماهنګۍ کې ژوند کوي”، په ورته وخت کې هغه وویل چې “هغه خلک چې جرمونه یې کړي دي د خپلو اعمالو سزا به ورکړل شي”. احمد الشرع د «تحریر الشام کمیټې» په ګډون د وسله والو ډلو د منحل اعلانولو ژمنه وکړه او په دې برخه کې یې وویل چې د دغو ډلو انحلال به د ملي خبرو اترو په کانګرس کې اعلان کړي. په سوریه کې د نوې ادارې مشر هم ټینګار وکړ چې “په سوریه کې به د انقلابي جذبې سره نه بلکې د دولت په منطق سره اداره کیږي” او هیچا ته به د تکلیف او خپګان سرچینه نه وي”.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.