په کابل کې د سعودي سفارت خپلې چارې بيا پيل کړې دي

213

په افغانستان کې د سعودي عرب سفارت په کابل کې خپل سفارتي چارې يو ځل بيا پيل کړې دي.

په کابل کې د سعودي سفارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې سر له يکشنبې د ډسمبر له ۲۲ نېټې خپل فعاليتونه بېرته پيلوي.

د سعودي سفارت ويلي، “د سعودي شاهي حکومت د افغان وروڼو لپاره د ټولو خدمتونو د وړاندې کولو د لېوالتيا له مخې پرېکړه کړې چې د سعودي استازولي په کابل کې خپل فعاليت بيا پيل کړي.”

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته سعودي عرب په افغانستان کې خپلې سفارتي چارې ځنډولې وې او خپل ډيپلوماتان يې له دې هېواده ايستلي وو خو همدا کال څو مياشتې وروسته يې د خپل سفارت د کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستله.

وروسته بيا د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې يې د امنيتي اندېښنو له کبله سفارت وتاړه.

طالبان

د عکس سرچینه،Getty Images

د افغانستان او سعودي عرب تر منځ له لسيزو راهيسې اړيکې موجودې دي. د سعودي حکومت خيريه ټولنه د روغتيا، پوهنې او بشري برخه کې له افغانستان سره مرستې کوي.

اوسمهال په کابل کې د ترکيې، چين او روسيې په ګډون يو شمېر هېوادونو خپل سفارتونه پرانيستي دي خو لا تراوسه هېڅ کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.

طالب مشرانو په وار وار پر هېوادونو غږ کړی، چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازۍ بېرته پرانېزي.

نړیوالې ټولنې په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندلو لپاره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د یو ټولشموله حکومت رامنځته کولو لپاره طالبانو ته شرطونه ایښي دي.

بی بی سی / پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.