د کډوالو چارو وزارت ایران ته: افغان کډوال په زوره مه راوباسئ

301

د کډوالۍ نړیوال سازمان د جمعې په ورځ له ایرانه د افغان کډوالو د په زوره اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا لړۍ له سپټمبر میاشتې راهیسې چټکه شوې ده.

د دغه سازمان د معلوماتو له‌ مخې، هره ورځ زرګونه افغان کډوال د ایراني پولیسو له‌خوا نیول کېږي او په زوره بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې افغانستان ته د افغان کډوالو راستنېدل باید په خپله خوښه، خوندي او په باعزت ډول سره وي.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه افغان کډوال چې له ایرانه په زوره اېستل شوي، سلام‌وطندار ته ویلي چې د اېستلو پر مهال ورسره تاوتریخوالی شوی دی. د غور اوسېدونکي عبدالقهار او حکمت‌الله چې په دې وروستیو کې د هرات د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته په زوره را اېستل شوي، وايي:

«کله یې چې موږ افغانستان ته اېستلو، سپکې سپورې یې راته کولې، وهلو ډبولو یې او لنډه دا چې په ډېرو ستونزو او کړاوونو یې افغانستان ته واېستلو او اوس ډېر سخت ژوند لرم.»
«کله چې ایران ته ورسېدم، څو ورځې وروسته یې راواېستلم؛ سپکاوی یې راته کاوه، وهلو ډبولو یې او اوس مې هم د هغه وخت ټپونه پر وجود پاتې دي. ناوړه وضعیت مو درلود؛ اوس په غور کې یم او کاروبار هم نه‌لرم.»

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان له ایرانه غواړي چې افغان کډوال په زوره ونه باسي. د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقا.ني وايي: «له ټولو کوربه هېوادونو، په تېره ایران څخه مو غوښتنه دا ده چې افغان کډوال په زوره را ونه باسي او اجازه دې ورکړي چې په خپله خوښه راوګرځي. باید له کډوالو سره ښه چلن وکړي.»

د يادونې ده چې تر دې وړاندې يوشمېر ايراني چارواکو ويلي و چې د روان کال تر پايه به ۲،۵ ميليونه افغان کډوال چې قانوني سندونه نه‌لري، بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.