په پاریس کې د خپلمنځني جګړو په خاطر شپږ افغان کډوال نیول شوي دي.
اتلسم پاریس کې د افغانانو شمېر چې اکثر یې د راپورونو له مخې د سګرټو په قاچاقي پلور او پېر کې ښکېل دي، زیات دی.
د دوی تر منځ وخت ناوخته لانجې کېږي، خو دا اوونۍ د دوو ډلو افغان کډوالو په نښتو او شخړو کې لږ تر لږه اوه کسان ټپيان شوي.
پاریزین ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ټپیانو له ډلې د یوه حالت نازک دی.
په پاریس کې د افغانانو خپلمنځي لانجو هلته د یو شمېر افغانانو اندېښنې پارولي دي.
اوریاخېل وايي: کله چې د دې ځای خلک له دې حالت په تنګ راغلل طبعاً د نویو افغان کډوالو په قضیو به ډېر غور کوي او هغه کوم مرستې او زړه خوږی به چې پخوا د افغانانو په مقابل کې وو زه باورمن یمه چې دا هر څه به افغانان له لاسه ورکړي.
د افغانانو د یووالي او کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخېل ازادي راډیو ته وویل: “داسې کړنې د افغانانو په راتلونکي ډېر بد اغېزې لري، خصوصاً د فرانسویانو په نزد به افغانان ډېر بد تصویر پیدا کړي. د افغانانو په قضایو به بلکل منفي تاثیر ولري. کله چې د دې ځای خلک له دې حالت په تنګ راغلل طبعاً د نویو افغان کډوالو په قضیو به ډېر غور کوي او هغه کوم مرستې او زړه خوږی به چې پخوا د افغانانو په مقابل کې وو زه باورمن یمه چې دا هر څه به افغانان له لاسه ورکړي.”
اوریاخېل له افغان کډوالو وغوښتل چې په دې لانجمنو شخړو کې له ښکېلېدو ډډه وکړي، ځکه د ده په خبره دا به نه یواځې په خپله د پېښې عاملینو بلکې ټولو افغان کډوالو ته سرخوږی جوړ کړی.
په خواله رسنیو کې د دې نښتې ویډیوګانې ښکته او پورته کېږي.
د پېښې په تړاو شپږ کسان نیول شوي او په اړه یې په اتلسم پاریس کې جنايي دوسیې پرانیستل شوي دي.
د دې پېښې په ځای کې سړک بند وو او د یکشنبې تر ماښامه هم پولیسو ګزمې کولې.
دې پېښې په پاریس کې د ځینو ښي اړخو ګوندونو او د هغوی د اړوندو رسنیو کلکې نيوکې پارولي دي.
له دې ډلې دې سيژو خپرونې لیکلي چې د پاریس په زړه کې د خلکو پر وړاندې افغان کډوال په تاوتریخجنو کړنو لاس پورې کړی دی.
د اروپا په پارلمان کې د فرانسې استازی او د ښي اړخي افراطي ګوند یو غړي ګیلبرت کولارد هم په پاریس کې د افغان کډوالو په دې شخړې نیوکه کړې ده.
په پاریس کې د افغانانو د یووالي او کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخېل وايي، که افغان کډوال داسې شخړو او لانجو ته دوام ورکړي لرې به نه وي چې د جرمني په څېر فرانسه هم د افغانانو د ایستلو لړۍ پيل کړي.
په فرانسه کې داسې وخت یوه ډله افغانان په خپلمنځي شخړو کې سره ښکېل شوي چې اروپايي هېوادونو کې وروستۍ څو ورځې د هغو افغان کډوالو د ایستلو په اړه بحثونه تاوده شوي چې په جنايي قضیو کې لاس لري.
جرمني په لومړني ګام کې شاوخوا ۲۸ افغانان چې جرمن چارواکو مجرمین بللي د جمعې په ورځ له خپلې خاورې وایستل او افغانستان ته یې ورسول.
جرمني د لومړي ځل لپاره یوه ډله افغانان له خپلې خاورې وایستل او بېرته یې افغانستان ته ولېږل
د کډوالۍ او پناه غوښتنې لپاره د اتریش فدرالي ادارې هم ویلي، په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله دغه هېواد ته د افغان کډوالو د استولو جواز شته.
له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو دوام؛ اتریش هم له خپلې خاورې افغان کډوال باسي
اتریشي چارواکو ویلي، غواړي له جرمنانو سره په دې اړه له نږدې همکاري وکړي.
د اتریش صدراعظم کارل نیهمیر سږ کال پر هغې پرېکړې د بیا کتنې لپاره د خبرو غوښتنه کړې وه چې افغانستان او سوریې ته د کډوالو د استولو مخه نیسي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.