د شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته خبرداری؛ «دوو میاشتو کې یې رنګ کړئ»
د ټرافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته یې دوه میاشتې نور وخت ورکړی چې رنګ یې بدل کړي.
خو یوشمېر هغه موټرچلوونکي چې په کابل ښار کې په ژېړرنګه ټکسیو او شخصي موټرو کې مسافر لېږدوي را لېږدوي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو له عمومي ریاست څخه غواړي چې د دغو موټرو د بندولو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.
۷۰ کلن اسماعیل چې له څلوېښتو کلونو راهیسې له میرویس میدان یا کوټهسنګي څخه د پامیر سینما ته په ژېړرنګه ټکسي کې مسافر لېږدوي وايي، د اووهکسیزې کورنۍ سرپرست دی او د ټکسي رنګ بدلولو وسه نهلري.
په کابل کې يو بل موټرچلوونکى راشد وايي: «حکومت دې له خلکو سره ګوزاره وکړي؛ اوس د حکومت لاس هم تش دی او د خلکو لاس هم تش دی. بودیجه نشته؛ که وای، خوشحالېدو چې رنګ یې کړو، خو پیسې نهلرو او غوښتنه مو دا ده چې لږ ګوزاره وکړي.»
خو د ټرافیکو عمومي رییس حسیبالله مختار سلاموطندار ته وویل: «په تېرو ورځو کې مو پرېکړه وکړه چې شخصي موټر او ټکسي له لین څخه وباسو او په نوي رنګ ټرانسپورټي فعالیت پیل کړو. د هغوی ستونزو ته په کتو مو پرېکړه وکړه چې دوه میاشتې نور وخت هم ورکړو، څو خپل موټر رنګ کړي.»
د ټرافيکو عمومي رياست تر دې مخکې ویلي و چې يوازې نوي رنګ شوي ټکسي موټر کولای شي چې مسافر ولېږدوي. د دغه ریاست د شمېرو له مخې، اوس په مرکز او ولايتونو کې شل زره ټکسي موټر نوي رنګ ته اړول شوي دي.
سلام وطندار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.