زړه کې مې د سرو سپرغېو شور لرم
ستا د جدايي د لمحې اور لرم
څنگه په سلگو، سلگو روانه شوې
هېر مې نه دي ستا د گیلو پور لرم
څه وکړم اوبه له ورخه تېرې دي
کله د ازل د پرېکړو زور لرم
نه پوهېـږم بیا به دیدن وي که نه
تا پسې ناکرار نظر هر لور لرم
څنگه به خاطر نه زما ووځې
اوس دې لکه ساه په ځان کې خور لرم
لاړه ځواني، پوخ شومه، بوډا به شم
ستا د راتلو هیله ان تر گور لرم
۶/۸/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.