لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۲۴۱مه برخه
پر زړه مې سل داغونه بار دی
پردي وطن کې هسې داړې جینگومه
په بل وطن کې واک د بل وي
هرڅه په سوال دي، هسې ورځې تېرومه
داسې ظلمونه خو څوک نه کړي
ډېر دې بېکوره کړل ازار درته کوینه
له گاونډیو هېوادونو (ایران ــ پاکستان) څخه د افغانکډوالو په زوره شړلو لړۍ ورځ تربلې گړندۍ کېـږي. افغانستان ته له دواړو هېوادونو څخه راشړل شوي گډوال د یادو هېوادونو د امنیتي مقاماتو د ناوړه او غیرانساني چلن ترڅنگ، یو شمېر نور شکایتونه هم کوي، د تاند په یوه رپوټ کې دې ناخوالو ته داسې اشاره شوې ده:
«تاند (پنجشنبه، د قوس ۹ مه) له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستو له روان بهیر سره هم مهاله، ایران هم د افغان کډوالو د اېستو نښې نښانې ښودلي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپلو تازه څرګندونو کې له طالب چارواکو غوښتي چې خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنولو شرایط برابر کړي.
نوموړي له زیاتو جزییاتو پرته ویلي چې ایران د شاوخوا ۵ میلیونه افغان کډوالو کوربه دی.
د ده په وینا، په دغو کډوالو کې یوه برخه یې په قانوني او بله یې په غیر قانوني ډول ایران کې مېشت دي.
نوموړي د غیر قانوني کډوالو پر ستنولو ټینګار کړی خو دقیق شمېر یې نه دی ښودلی.
مخکې د دغو غیر قانوني کډوالو شمېر هم تر دوه میلیونو زیات اټکل شوی و.
ایران سره له دې چې اوس هم هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زوره باسي او ځواکونه یې دغو کډوالو سره د وهلو او لوټ تالان تر حده په ناوړه چلند تورنیږي، خو بیا هم په ناقانونه ډول د افغان کډوالو د ورتلو لښکر ور مات دی.
طالب چارواکو د ایران د غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي…
له اقتصادي او بشری ناورین سره مخامخ افغانستان، په وروستیو کې له پاکستانه د کډوالو د اېستو له بهیر سره نور هم فقیر او ځپل شوی.
اندېښنه ده چې که ایران هم ورته ګام واخلي، د افغانستان اقتصادي او ټولنیز شرایط به نور هم ورسره ترینګلي شي.»
نورو هېوادوالو هم د گاونډیو مسلمانو؟ هېوادونو (ایران او پاکستان) د ظلمونو نقاشیانې په خپلو ذهنونو کې نقاشي کړېدي، څو بېلگې یې د لنډیو په قالب کې دا دی:
بل کال به گورو چې څه کېـږي
خواري کوو، بری راځي په زحمتونه
وطن ته ځم دا مې وعده ده
بیا به یاد نه کړم د پردیو جنتونه
وطن ته ځم، وطن کې اوسم
بیا به ونهوزم که څه ډېر وي زحمتونه
زه درنه لاړمه وطن ته
زما همځولي راپسې دي رابهشینه
کډوالو ژر راشئ وطن ته
ترڅو به اورئ د پردیو پېغورونه
د مهاجرو دې خدای مل شي
چې هرخوا مخ کړي، گډووډ یې وي کارونه
په پردي ښار گوزاره سخته
سړه توده د خپل وطن مزه کوینه
پر زړه مې سل داغونه بار دی
پردي وطن کې هسې داړې جینگومه
په بل وطن کې واک د بل وي
هرڅه په سوال دي، هسې ورځې تېرومه
که ټول ایران زما په نوم شي
وربه یې نهکړم د وطن په خړ ډاگونه
اوس باید ټول سره یوځای شو
نفاق مو څو نسلونه بیا بربادوینه
وطن پردیو راته وران کړ
په ناپوهئ پر نورو مهکړئ باورونه
پنجابه ظلم دې نوربس کړه
د مهاجرو به درپسې شي ازارونه
چې ډلهایز شړل شروع شول
منډې شوې، غږ شو چې موږ ټول وطن ته ځونه
داسې ظلمونه خو څوک نه کړي
ډېر دې بېکوره کړل ازار درته کوینه
که ټول لاهور زما په نوم شي
په خپل وطن پسې به وکړم فریادونه
زما گاونډ د دوښمن یار دی
ما ته تور مار دی چیچل کاندي په نېشونه
که څوک مې بند په زولنو کړي
ژر به ځان خلاص او برابر وطن ته ځمه
که مهاجر یې یا کډوال یې
ستونزې گالې بیا دې هم لوړ دي همتونه
که سل کلونه بل ځای تېر کړې
د وطن یاد دې بیا هم زړه ازاروینه
جهان دروغ گڼله خلکو
داسې ښکارېـږي تا ریښتیا له مُلک شړینه
Bahand_a_landay241

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.