افغانستان کې د “ترکستان اسلامي ګوند” دوه مخکښ غړي ليدل شوي

1,151

افغانستان کې د “ترکستان اسلامي ګوند” دوه مخکښ غړي ليدل شوي

 ترکستان اسلامي ګوند، چې القاعده او طالبانو ته نژدې ډله ده، د خپل مشر عبدالحق ترکستاني هغه ویډیو خپره کړه چې نوموړی په افغانستان کې ښېي.

د لانګ وار ژورنال خپرونې د راپور له مخې، د ترکستان د اسلامي ګوند له لوري له خپرې شوې ویډیو سره سم، ترکستاني د مې د میاشتې په نیمايي کې له خپلو ملګرو سره په افغانستان کې اختر لمانځي.

په دې ویډیو کې د عبدالحق ترکستاني ترڅنګ عبدالسلام الترکستاني، چې د ترکستان د اسلامي ګوند یو بل مهم مشر دی لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې فعالیت وکړي.

لانګ وار خپرونه وايي، عبدالحق ترکستاني د خپلې ډلې له نورو مهمو مشرانو سره یو ځای اوس د افغانستان په شمال کې مېشت دی او د امریکا د استخباراتو دوه چارواکي، چې له دې ویدیو خبر وو، وايي چې خپره شوې ویډیو هم د افغانستان په شمال کې ثبت شوې ده.

خبریال او د ترکستان اسلامي ګوند د خپل مشر عبدالحق ترکستاني ويډيو خپره کړې

د ترکستان اسلامي ګوند په اړه وايي چې دا ډله د شوروي خلاف د افغانستان د جهاد په کلونو کې افغانستان ته راغله او د طالبانو د لومړي حکومت له پرځېدو وروسته وزیرستان ته ولېږدېده.

نوموړی وايي: “د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېد و وروسته دوی وزیرستان ته لاړل او هلته یې مشرحسن مقصوم ووژل شو. دوی په چین کې له مسلمانانو سره د ظلم په مقابل کې راپورته شوي، البته شمېر یې ډېر کم دی او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دېره وو.”

دې ډلې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان او پاکستان دواړو کې عملیات کول. سمیع یوسفزی وايي، وروسته له دې چې د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد عملیات وکړل، د ترکستان اسلامي ګوند خپل اکثره جنګي کسان افغانستان ته بیول.

خو یو شمېر غړي یې، چې عادي کسان دي، لا هم په پاکستان کې د افغانانو په نوم ژوند کوي.

په وروستیو کلونو کې دې ډلې له افغانستانه ګڼ شمېر تبلیغاتي ویډیوګانې خپرې کړي.

په دغو ويډیوګانو کې ماشومان هم لیدل کېږي چې له طالبانو سره یو ځای په کمپونو کې پوځي روزنه ورکول کېږي.

د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ په اګست کې له افغانستانه تر وتلو مخکې په دې هېواد کې د ترکستان اسلامي ګوند پر شبکې څو بریدونه وکړل.

په یوه حمله کې، چې د ۲۰۱۸ په لومړیو کې وشوه، د بدخشان ولایت په یوه لېرې سیمه کې هغه کمپ په نخښه شو چې طالبانو د تاجکستان پولې ته څېرمه جوړ کړی و.

له دغه کمپ څخه د ترکستان اسلامي ګوند او نورو تروریستي ډلو کار اخیست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.