«کورونا» نا روغي، د لنډیو په غېـږ کې
شپږپنځوسمه برخه
کورونا ټوله درد او غم دی
چې درد لري هغه به نه کوي خوبونه
یار سلامت و روغ رمټ و
د کورونا له لاسه تور لحد ته ځینه
له تورو غرونو پناه یاره
زه کورونا یمه وروستی دیدن کومه
د کورونايي لنډیو د شپږپنځوسمې برخې له پاره مې دا نوې لنډۍ راپیدا کړې دي:
چې کورونا وي ځان ترې ساته
که گیلمن شو ورته وړاندې کړه عذرونه
جانانه ستا په کورونا کې
په منډه لاړمه تر ټولو زیارتونه
کورونا مه هېروه یاره
چې دې په یاد وي نو کوې به احتیاتونه
کورونا شته غفلت ښه نه دی
چې ترې منکر دي، په ځان اور به لگوینه
کورونا ټوله درد او غم دی
چې درد لري هغه به نه کوي خوبونه
کورونا گل نه دی ازغی دی
چې څوک ازغی زړه کې لري څه به کوینه
له کورونا نه دې خدای ساته
که گرفتار شوې، غورځوي دې په کورونه
له کورونا مې زړگی تور دی
چې څو ژوندی یم، وابېنخلمه نومونه
یار سلامت و روغ رمټ و
د کورونا له لاسه تور لحد ته ځینه
چې یار ته ځې خطر قبول کړه
له کورونا سره خو شته دي خطرونه
یار کورونا موسم کې راغی
چې دیدن غواړم، نو قبول مې دي رزکونه
پلار مور نعمت دی پام پرې بویه
کورونا گرځي پاخه عمري خوښوینه
د کورونا له درده مړ شو
ناڅاپه ولوید رقیبان خوشالوینه
له تورو غرونو پناه یاره
زه کورونا یمه وروستی دیدن کومه
احتیاط کار دغسې وي یاره
چې خلک راشي، نو کوڅه هم چپـوینه
که ته له ما سره یاري کړې
په کورونا کې دې هم اخلم احوالونه
ستا کورونا کې سرگردان یم
چې چېرې ځمه لار کې خورمه تیندکونه
ولې له ما نه لرې گرځې
کورونا نه یم پر ما وکړه باورونه
چې کورونا شوم رانه لاړې
ستا په دیدن پسې وړې سلگۍ وهمه
په انتظار کې اوسه یاره
له کورونا نه چې لږ ښه شوم دربه شمه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.